داعش د حماس بنسټګر شیخ احمد یاسین مرتد بولي

مقتصد څارګر

داعش په 2023 کال کې د العزايم مجلې په 33م فهرست کې د اخوان الشياطين تر عنوان لاندې د حماس بنسټګر شهيد شیخ احمد یاسین مرتد بللی دى

شيخ احمد ياسين د 1937م ميلادي کال د جنورې مياشتې په لومړۍ نېټه د فلسطین په الجوره سيمه کې زيږيدلى، نوموړى د حماس اسلامي غورځنګ بنسټ ايښودونکى وو، چې په فلسطین کې يې د اسراییلو پر وړاندې په داسې حال کې چې په يوه سترګه نابينا او بدن یې فلج وو، يو منظم حرکت پرانیست.

نوموړى په 2004م ميلادي کال د مارچ مياشتې په 22م تاريخ د فلسطین په غزه کې د اسراییلو په هوايي بريد کې په شهادت ورسېد.

شیخ اسامه بن لادن رحمه الله د هغه د شهادت وروسته په يوه غږيږ پيغام کې هغه ته د خداى له لوري د رحم او ترحم دوعاګانې وکړې.

شیخ عبدالله عزام په 1988 کې د حماس اسلامي غورځنګ ستاینه کړې، هغه وویل چې دوی (حماس) خلک توحید ته را اړوي، ځکه چې د حماس څخه مخکې د فلسطین ټولې جنګي ډلې سیکولر یا کمونیست نظره وې.

خوارجو همېشه د مسلمانانو په ارتداد کې تيرى کړى او د کفارو په وړاندې يې له نرمۍ څخه کار اخيستى دى

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version