داعش د استخباراتي سازمانونو استازي

راشد شفیق

#image_title

د تېرو څو کلونو راهيسې د اسلامي امت يوه لويه ننګونه د ځوان نسل فکري انحراف دی، چې د اسلامي خلافت يا داعش تر نامه لاندې ترسره کېږي، په حقيقت کې، د اسلامي امت د حوادثو او بحرانونو زياتوالی د دې لامل شو چې استخباراتي ادارو خپلې شومې موخې يو په بل پسې د مسلمانانو د ديني ارزښتونو پر وړاندې عملي کړي.

 

د خپلو روزل شویو خلګو په وسيله د مسلمه امت ځوانان د اسلامي خلافت (داعش) تر چتر لاندې تېرباسي، دغه کسان د خپلې افراطي مفکورې له مخې د انسانيت او اسلاميت حقونه تر پښو لاندې کوي، پر مقدسو مذهبي ځایونو بريد او د امت مسلمه د زړورو وګړو شهادت یې خپل کار ګرځولی دی.

 

داعش ځان د اسلام استازي ګڼي، خو په حقیقت کي يې کړنې د اسلام د زغم او عدالت سره په ټکر کې دي، ځکه اسلام د انساني حقوقو او کرامت د ساتني ضمانت کوي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي: ولقدکرمنا بنی آدم (بېشکه موږ د آدم اولاد ته درنښت ور کړی دی).

 

کله چې نبي کريم علیه الصلاة والسلام په مدينه کې اسلامي نظام جوړ کړ، نو دا نظام يې د انساني کرامت د ساتنې پر اساس جوړ کړ، دغه انساني کرامت پرته له دې چې د دين او مذهب توپير وکړي، هر انسان ته ځانګړی شوی دی.

 

حتی اسلام د جنګ په ميدان کې داسې قوانين وضع کړي، چې د انساني کرامت ساتنه یقیني کوي، خو بالعکس؛ داعش بې ګناه انسانان وژني، اسيران تعذيبوي او خپل وګړي د اسلامي نظام پر وړاندې جګړې ته هڅوي.

 

لکه څرنګه چې د مصيبتونو طوفاني پیښې له ډېره وخته په هېواد کې په چټکۍ سره تېرېدې او دا سيمه همېشه د استعماري ځواکونو د يرغلونو ښکار وه، هغه مهال چې زموږ ګران هېواد د امريکا او ناټو د ښکېلاک تر ناولو قدمونو لاندې و او راتلونکی يې له يو شمېر نامعلومو ستونزو سره مخ و، په دغه وخت کې استخباراتي ادارو د اسلامي خلافت (داعش) په نوم جوړه شوې ډله په افغانستان کې فعاله کړه، تر څو له دې لارې هغه افغانان چې په ظاهره بې وزله ښکاري، د خپلو شومو موخو ښکار کړي.

 

خو لله الحمد د الله عزوجل په فضل او د افغانانو زړورو د قربانيو په برکت، د دوی شومې موخې يو په بل پسې ناکامې شوې، دوی ونه توانېدل چې په افغانستان کې خپلې شومې موخې ترسره کړي.

 

اوس د اسلامي امت ځوانان د دين د احکامو فلسفې ته په پاملرنه او د اسلامي نظام د پراخو اړخونو په ژوره څېړنه دې حقيقت ته رسېدلي، چې داعش د زمانې خوارج دي او په عين حال کې د استخباراتي ادارو استازي دي؛ داعش هغه ډله ده چې د اسلامي نظام سره په کلکه مخالفت لري، دوی د خپل تکفيري او افراطي فکر په وسيله، د بېلابېلو ظالمانه طريقو له لارې غواړي د اسلام سپېڅلې څهره په نړۍ کې منفوره وښيي.

 

اوس چې زموږ په اسلامي هېواد کې د شهيدانو د ارمانونو بېړۍ د بریا ساحل ته رسېدلې، چې دا هماغه سرتاسري سوله او د شريعت محمدي نفاذ دی، نو لازمه ده چې د غربيانو د نورو شومو موخو د ختمولو لپاره علماء، پوهان او فرهنګي شخصيتونه هاند او کوښښ وکړي چې د ځوانانو په عامه پوهاوي او دین و هیواد ته په خدمت کې فعاله ونډه واخلي.

 

دوی بايد د تېر تاريخ څخه عبرت واخلي او پرې نه ږدي چې د اسلامي امت ځوانان د استعماري ډلو ښکار شي او د دوی اسلامي او شرعي وجيبه ده چې د پرديو مغرضانه هڅې مخکي تر پلې کيدو شنډې کړي، همدارنګه نړيواله اسلامي ټولنه بايد د داعش پر ضد یوه واحده ستراتیژي غوره کړي، يوازې دې په نظامي عملياتو اکتفا نه کوي، بلکې د داعش په وړاندې دې فکري مبارزه هم وکړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version