داعش؛ د لویدیځ او سیالانو د فشار آله

#image_title

احمدالله مهاجر

 

د تاریخ په اوږدو کې اسلامي اُمت له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شوی، چې تل یې ورسره ژور مقاومت ښودلی او له ډېرو ناخوالو سره یې مبارزه کړې ده.

د افغانستان ملت چې د دې اُمت یوه برخه ده، په تېره بیا په تېرو سلو کلونو کې د یرغلګرو د ډېرو بریدونو او چاپو شاهد دی چې دُښمنانو د دې ملت د تسلیمېدو او سرټیټي لپاره له هرې لارې چارې کار اخیستی دی.

لس کاله شوروي سور پوځ د ټولو پرمختللو وسايلو او تجهيزاتو په درلودلو سره ونه توانېد چې خپلې موخې ترلاسه کړي او په شلو کلونو کې د خپل ټول مادي ځواک او د نړۍ د پنځوسو هېوادونو او بې ساري تجهيزاتو په لرلو سره امريکا هم په دې ونه توانېده چې دا خاوره او د دې خاورې میړني او غیور ملت تر خپل واک لاندې راولي.

تر دې؛ چې لويديځ او په تېره بيا امريکا په يو بل رزالت لاس پورې کړ او د “اسلامي دولت” تر نامه لاندې يې د “داعش” په نوم يوه پروژه جوړه کړه چې په لومړي سر کې يې د عراق د مجاهدينو پر ضد وکاروله او د دوی د کمزوري کولو هڅه يې پرې وکړه او بالاخره د دې فتنګرې ډلې(داعش) تخم یې په افغانستان کې هم خپور کړ او غوښتل یې چې له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي، خو الحمد لله مجاهدینو د دې ډلې(داعش) منفي پایلې په پیل کې ولیدلې او تر هغو یې پر ضد عمل وکړ، تر څو یې چې تخم په نطفه کې وچ کړ.

 

د افغانستان د اسلامي امارت په حاکمیت او بریاوو سره د دغې ډلې دسیسې چې تر دې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د کابل ملي امنیت او د وزیر اکبرخان او د هېواد په نورو برخو کې میلمستونونه وو، له منځه ولاړل او د امریکا او د هغوی د اجیرانو په تېښته سره یې په افغانستان کې د ځان لپاره خوندي ځای ونه موند. هر کله به یې چې سر پورته کاوو او د کامیابۍ اراده یې درلوده، بې له ځنډه به پرې برید ترسره کېدو او د تباهۍ کندې ته غورځېدل، تر دې چې په پای کې دوی اړ شول چې وتښتي او د خپلو پلرونو غېږې ته پناه یوسي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتلو وروسته د دغې ډلې(داعش) ځالې بلوچستان، پاکستان او نورو هېوادونو لکه: تاجکستان ته انتقال شوې او له هغه ځایه پاکستان، امریکا او تاجکستان له دغې ډلې څخه د خپلو دُښمنانو پر وړاندې د وسیلې په توګه کار اخلي، آن تر دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه مُلکي کنسرت باندې د داعش له برید وروسته وویل: چې؛ د حیرانتیا خبره دا ده چې داعش یوازې پر هغو کسانو بریدونه کوي چې د امریکا دُښمنان دي او ډېر داسې شواهد هم شته چې ښيي دغه ډله د لویدیځ له پروژو څخه ده او د امریکا او لویدیځ د دُښمنانو پر وړاندې په جګړه بوخته ده. حتیٰ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي: چې هغه داسې ژوندي شواهد لري چې متحده ایالاتو د دې ډلې لپاره په بېلابیلو ځایونو کې وسلې اخیستي او خوندي ځایونو ته یې لیږدولي دي او د دغې ډلې ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

 

نن داعش په پاکستان کې پناه اخیستې او له دوی د تودې غېږې څخه افغانستان ګواښي.

 

په المرصاد کې خپره شوې یوه لیکنه په دې اړه داسې وايي: د داعش له خراسان څانګې سره د پاکستان دوستانه اړیکي یو حقیقت دی او له پامه نه شي غورځول کېدای، ځکه پاکستان د داعش تر څنګ ولاړ دی، څو له یوې خوا افغانستان ناامنه وښيي او له بلې خوا پر اسلامي امارت او رهبرانو یې فشار راوړي، چې داعش د یوې احتمالي وسلې په توګه کارول کېدای شي.

په دې لړ کې د پاکستان پخواني موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په ښکاره توګه وویل: چې که اسلام آباد داعش ډلې ته پناه ورکړي او یا یې ملاتړ وکړي، نو کابل به څنګه احساس وکړي!؟

د حیرانتیا خبره ده چې یو هېواد پخپله اعتراف کوي چې د ترهګرو ځالې د دوی په هېواد کې دي او د هغوی تر ساتنې لاندې دي. مګر ” دوی خپله واوره د نورو په بامو اچوي.” او دوی په نړیواله او جهاني کچه داسې ګنګوسې خپروی چې؛ “افغانستان د ترهګرو ځاله ده چې سیمه او نړۍ له افغانستانه د ترهګرو له ګواښ سره مخ ده.» له یوې خوا پاکستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی او له بلې خوا افغانستان تورنوي. خو په تېرو څلور لسيزو کې ثابته شوې چې ترهګر د پاکستان له خوا روزل کېږي او له همدې هېواده امريکا او لوېديځ د سيمې پر هېوادونو فشار راوړي.

نن افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او له نورو څخه هم همدا تمه لري، لکه څنګه چې دغه تړون لاسلیک شوی، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد پر ضد فعالیتونه او ګواښ وکړي.

 

په پایله کې د افغانستان اسلامي امارت څو څو ځله ډاډ ورکړی او ورکوي؛ چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او نه به اجازه ورکړي چې له دې خاورې څخه د نورو هېوادونو په مقابل کې کار واخلي او نه به هم هیڅ ډلې او هېواد ته اجازه ورکړي چې د ګټو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې خپل سر پورته کړي او امنیتي وضعیت ګډوډ کړي او هېڅ هېواد باید هڅه ونه کړي چې د افغانستان د ګټو پر ضد فعالیت وکړي او یا یې تر فشار لاندې راولي، کنه؛ نو د خپل اور سوځلي به خپله دوی وي!

هرماس الافغاني
Exit mobile version