د داعش له پروژې څخه د غربیانو د اهدافو تفصیل
لومړی: د غربیانو د هغې ادعا پیاوړې کول چې اسلامي نظام او خلافت د ظلم، استبداد او د اوسني عصر لپاره د نه تطبیق وړ نظام دی.
غرب د داعش په وسیله د دې موخې لپاره لاندې کارونه ترسره کړل:
الف- د شلمې پېړۍ له نیمایي وروسته نږدې ټولو اسلامي او فقهي عالمانو د غلامۍ د پای ته رسېدو ملاتړ وکړ، ځکه اسلام یوازینی دین دی چې د غلامانو آزادولو ته یې خلک هڅولي او د دې کار لپاره یې ستر اخروي اجرونه ټاکلي دي. کله چې نړیوال نظم داسې جوړ شو چې د غلامۍ دوره پای ته رسېدلې ده، اسلامي هېوادونو او عالمانو هم دا تائید کړه. د عثماني خلافت په وروستیو پړاوونو کې د غلامانو د پېر او پلور ازاد بازارونه وتړل شول.
خو داعش یو ځل بیا دا لړۍ پیل کړه او خلکو ته یې داسې انځور وړاندې کړ، چې که خلافت راشي، نو د انسانانو د پېر او پلور بازارونه به بیا راژوندي شي.
ب- په اسلامي نظام کې هغو غیرمسلمانو ته، چې محارب نه وي او د اسلامي نظام قوانین مني، ځانګړي حقوق ورکړل شوي دي. داعش دا ټول اصول تر پښو لاندې کړل. د عراق ایزدیان، چې سلګونه کاله یې د بېلابېلو اسلامي نظامونو تر سیوري لاندې ژوند کړی و، قتل عام کړل، تر څو خلکو ته دا وښيي چې خلافت له ظلم او استبداد پرته بل څه نه دی.
ج- داعش لومړنۍ ډله شوه چې د خپل ظهور له پیل سره یې پر نږدې ټولو اسلامپالو د جهاد فتوا ورکړه او له هغوی سره یې جګړې پیل کړې، تر څو خلکو ته دا ذهنیت ورکړي چې که خلافت رامنځته شي، نو ټول مسلمانان به د یو بل پر ضد په جګړو اخته شي، او ځکه اسلامي نظام د اوسني وخت لپاره د تطبیق وړ نه دی.
د- داعش له کفارو مخکې اسلامي نړۍ په دارالاسلام او دارالحرب ووېشله. هغه سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې وې، دارالاسلام یې بللې، او هغه سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې نه وې، دارالحرب یې ګڼلې؛ حال دا چې د مسلمانانو د خاورې پنځه سلنه هم د دوی په لاس کې نه وه.
تر ټولو د حیرانتیا خبره دا وه چې د مسلمانانو د ښځو په اړه یې هم د وینځو حکم کاوه، د نړۍ ډېری مسلمانان یې کافران بلل، او د هغوی مال او ناموس یې غنیمت ګاڼه. د دوی د دې کړنو موخه دا وه چې دا تصور رامنځته کړي، ګواکې خلافت نه یوازې کفارو، بلکې مسلمانانو ته هم یو ستر خطر دی او له ظلم او استبداد پرته بل مفهوم نه لري.
داعش د خلافت او اسلامي نظام تر نوم لاندې، د غربیانو په اشاره، د مسلمانانو مالونه لوټ کړل، د هغوی عزتونه یې تر پښو لاندې کړل او قتل عامونه یې ترسره کړل. که په دقت وکتل شي، داعش د خپل ځواک د اوج پر مهال کفارو ته دومره زیان ونه رساوه، لکه مسلمانانو ته چې یې ورساوه. د موصل د مسلمانانو ګڼ تاریخي آثار، زیارتونه او نور تاریخي ابدات یې هم ویجاړ کړل.
داعش د خپل واکمنۍ پر مهال، له قتل، غارت او ظلم پرته، بل هېڅ عملي نظام وړاندې نه کړ. نه یې مسلمانانو ته د اسلامي اقتصاد او سیاست عملي بڼه تشریح کړه، نه یې دا روښانه کړه چې له غیرمحاربو کفارو سره د اسلامي نظام اړیکې څنګه وي، د ذمیانو حقوق څه دي، د اسلامي جګړې قوانین کوم دي، او نه یې دا بیان کړه چې خلافت د بشریت د هوساینې لپاره کومه تګلاره لري.
دا ټول موضوعات د داعش په ټوله دوره کې ناڅرګند پاتې شول، همدا ځکه چې داعش د غرب په اشاره همدغو کړنو ته دوام ورکاوه، څو خلکو ته دا ذهنیت ورکړي چې خلافت د ظلم، استبداد او د نننۍ نړۍ لپاره د نه تطبیق وړ نظام نوم دی. همداسې هم وشول. د داعش تر ظهور مخکې، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې چې ځوانان یې له سیکولرېزم څخه ستړي شوي وو، د اسلامي نظام د حاکمیت هیله ورځ تر بلې پیاوړې کېدله.
خو کله چې د ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۸م پورې د داعش د پروژې عملي بڼه خلکو ولیده، او ځوانانو ته دا انځور وړاندې شو چې همدا هغه خلافت دی چې تاسو یې غوښتنه کوئ، نو ډېرو مسلمانو ځوانانو له دې فکر څخه واټن واخیست او د سیکولري افکارو ملاتړي زیات شول. تر دې چې په عامو مسلمانانو کې د خلافت او اسلامي نظام نوم اخیستل هم یو ډول جرم وګرځېد، او په هغو هېوادونو کې چې اسلام ورځ تر بلې د خپرېدو په حال کې و، اسلام د خلکو په ذهنونو کې د وحشت او ظلم په توګه معرفي شو.
په مصر، تونس، اردن او ترکیه کې د داعش تر ظهور مخکې اسلامپالو د اسلامي نظام د فکر د خپرېدو لپاره پیاوړې داعیه درلوده، او ډېری مسلمان ځوانان همدې نظریې ته مایل وو. خو د داعش له کړنو او اعمالو وروسته د اسلامپالو ځوانانو داعیه کمزورې شوه، او خلکو ته دا ذهنیت ورکړل شو چې اسلامي نظام او خلافت د داعش له ظلمونو، کړنو او استبداد سره مترادف دي. په همدې توګه د داعش کړنو سیکولرانو ته د اسلامي نظام او خلافت پر ضد قوي سوژه او تبلیغاتي مواد په لاس ورکړل، او هغوی به د داعش کړنې د اسلامي نظام او خلافت پر ضد د دلیل په توګه وړاندې کول.











































