خوارج وپېژنئ/څلورمه برخه

طاهر احرار

4: علامه ابن حجر عسقلاني پخپل کتاب (فتح الباري على البخاري ج 12 ص 242) کې خوارج داسې تعريفوي:
الخوارج جمع خارجة اي طائفة وهم قوم مبتدعون سموا بذلک لخروجهم عن الدين وخروجهم على خيار المسلمين
علامه عسقلاني فرمايي: چې د خوارج لفظ مفرد خارجه په معنى دى، دغه ډله يوه بدعتي ډله ده، دوى ته خوارج ځکه ويل کيږي، چې دوى له مبارک دين خارج شوي او دوى د مسلمو امراوو له اطاعته خارج شوي او دغه خروج یې د مسلمانانو په وړاندې د مسلح جنګ لپاره کړی دی.
5: امام علامه بدرالدين عیني پخپل مايه ناﺯ تصنيف( عمدة القاري ج 24 ص84) کې خوارج داسې تعريفوي:
طائفة خرجوا عن الدين وهم قوم مبتدعون سموا بﺫالک لانهم خرجوا على خپار المسلمين.
امام بدرالدين ‌عيني فرمايي:
چې خوارج يوه داسې ډله ده، چې له اسلامه خارج دي.
دوى له خپل روایته دلايل راوړي،
دوى ته ځکه خوارج وايي؛ چې د مسلمو امراوو پر خلاف راوتلي او د جګړې اعلان يې کړی.
6: علامه ابن نجيم حنفي رح پخپل کتاب (البحرالرئق ج2 ص243) کې خوارج داسې تعريفوي :
الخوارج قوم لهم منعة وحمية خرجوا عليه بتأويل يرون انه على باطل کفر او معصية توجب قتاله بتأويلهم يستحلون دماء المسلمين واموالهم
ژباړه : خوارج هغه خلک دي، چې هغوى په مسلح ډول د امير څخه بغاوت کوي، د دوى د بغاوت دلیل دا دی، چې د هغه د ګناه او يا کفر لاره ده. دوى له خپل ځانه دليل له وجې د امير سره جګړه کوي او د مسلمانانو وينې توییدلو په لټه کې وي.
محترمو لوستونکو دلته مو د يو څو لويو علماوو له نظره خوارج وپېژندل او دا مو هم وليدل چې دغه ټول تعريفونه د خلافت په کاﺫبو مدعيانو مکمل صدق کوي.
همدغه ډله خوارج همدغه باغيان او له همدوى سره جهاد فرض دی،
اوس نو د دوى د مختصر تعارف نه وروسته به موږ د دوى ظلم او په مسلمانانو د هغوى بربريت د غندلو لپاره د قرانکريم، احاديث مبارکه، فقه، سير و تاريخ له کتابونو څخه بعضې مأخذونه او مصادر مطالعه کړو.
بعون الله عزوجل

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version