خوارج د قلم غله!؟ (د یوې لیکنې پر دفاع)

لیکنه: عمار احرار

څو ورځې ترمخه د غزوة الهند د غازیانو په ننګه زمونږ د یوه قلموال لیکنه نشر شوه، چې متن یې په لاندې ډول دی.
“د غزوة الهند د ګرمو سنګرو غازیانو واورئ!
تاسو د دې امت د برم د اعادې زړور سپاهیان یاست، همدا تاسې یاست چې د اسلام دا خلاص او ګړندۍ محاذ به په اغزنو لارو او تڼاکو پښو تر خپل وروستي منزله وړئ.
اې غازیانو!
پام کوئ!
سست نه شئ، د دنیا په فکر کې نه شئ، په مال او متاع دوکه نشئ، تاسو الله ﷻ د میلیونونو انسانانو له مینځه د قتال فی سبیل الله لپاره انتخاب کړي یاست، هیڅ د ماتې او ناکامۍ فکر لا ونه کړئ.
تاسو په هر حالت کې بریالي یاست، ستاسو وینه تر ټولو وینو پورته، او ستاسو ژوند تر ټولو رنګینیو ښکلی دی.
دښمن مو ډارن او فاحش دی، بې حیا انسانان سست ټمبل او ډارن وي، هر ځای چې دا شریرې حشرې پر مخ درتلې په خپلو بتارې تورو یې سرونه ترې ووهئ، پریږدئ چې میندې یې پرې وژاړي، پرېږدئ چې زامن یې بې پلاره شي، د هغوی زږېرویو ته زړه مه بدوئ، پر وژلو یې ثوابونه وګټئ، داسې خرپ ترې پورته کوئ چې آن غږ یې تر غرب او شرقه ورسېږي.

اې د کوزې پښتونخوا په سردرو کې ورکو شازلميو!
ویښ او بیداره اوسئ!
ستاسو دښمن ستاسو د خوږو او نږدې خپلوانو په جامه کې هم ځان پټولای شي، سترګې مو خلاصې کړئ، غوږونه مو هر لوري ته څک کړئ.
اې باطل ته په مورچلو کې ناستو مؤمن رجالو!
د الله ﷻ نصرت له تاسو سره دی، تاسو د مظلومانو دعاګانې یاست
هوکې؛
د ملګرو شهادت مو زړونه، همتونه او عزمونه کمزوري نه کړي، بلکې پر شهادتونو وياړ کول د مجاهد خاصه ده، زخم د خوند مرحله ده، ستوماني د الله ﷻ پر وړاندې عاجزي ډېروي.

اې زما اتلانو! واورئ!
ستاسو مبارزه او مقابله له کوم قوم سره نه ده، تاسو د اسلام د دفاع نعره یاست، تاسو د عمر د عدالت توره یاست، تاسو د خالد إبن ولید عسکر یاست، تاسو د محمد ابن قاسم هغه زړور لښکر یاست چې د سند د زندانونو دروازې به د الله اکبر په ملکوتي تکبیرونو دړې وړې کړﺉ!
اې زما د عقیدې وروڼو!
د هر مظلوم اوښکې پاکې کړئ، ځان وسوزئ خو مؤمنان د غرب له ظلمه وژغورئ”

نن همدا لیکنه د یوه خوارجي پر وال نشر شوې وه، خاص نوم او د موضوع بنسټیزو متونو ته یې بدلون ورکړی وو، نوره لیکنه پخوانۍ وه.

د یوې عادي لیکنې غلو واورئ: تاسو دومره کمزوري یاست چې د یوه ادنی مجاهد لیکنه مو د ځان لپاره د تعبیر په توګه کارولې، ستاسو دا ادبي غلاوې ستاسو پر سختې شرمنده ګۍ او کمزورۍ دلالت کوي.

زمونږ منهج: موږ د غزوة الهند د غزاء مجاهدین د ولي کامل أمير المؤمنین شیخ صیب هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی تر بیعت لاندې خپل جهاد ته ادامه ورکوو، زموږ د جهاد اصول هماغه دي چې ملا صیب محمد عمر مجاهد ایښي، زموږ د قلم بڅرکي هماغه د عمري عقیدې خواږه دي، زمونږ د لارې تهداب د ملا صیب دادالله او شهید منصور صیب په وینو ایښودل سوی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version