خوارجو څنګه يو دروند صحابي وواژه؟

ابو حمزه موحد

عبدالله بن خباب( رضي الله عنه) د رسول (الله صلى الله عليه وسلم) يو نژدې اوسيدونکى صحابي و، نوموړى صحابي له خپلې مېرمنې سره په سفر روان و، چې خوارج ورسره مخ شول، لاره يې ورته بنده کړه، او په ډېره بده او توهین امېزه لهجه يې ورته وويل: ته څوک يې؟ هغه ځواب ورکړ: زه عبدالله بن خباب، د رسول (الله صلی الله علیه وسلم) صحابي او ملګرى یم.
کله چې دوی د هغه په ​​هویت پوه شول، نو له هغه څخه یې وغوښتل چې دوی ته د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یو څه روایت کړي، نو هغه مبارک ورته د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه اوريدلي روايتونه وړاندې کړل.
خوارجو بيا له نوموړي صحابي څخه د ابوبکر او عمر (رضی الله عنهما) په اړه پوښتنې وکړې او هغه د عمر او ابوبکر نومونه په ډېر تعریف او ستاینې سره ورته یاد کړل.
خوارجو وپوښتل: ته د عثمان ( رضی الله عنه) د خلافت په پيل او په اخر کې څه وايې؟ هغه ځواب ورکړ: عثمان (رضی الله عنه) د خپل خلافت په پیل او پای کې یو رښتینی سړی و.
بالاخره يې د علي (کرم الله وجهه) په اړه د هغه د خلافت نه مخکې او وروسته پوښتنه وکړه، عبدالله بن خباب رضي الله عنه ورته په ځواب کې وويل: په حقيقت کې هغه تر تاسو ډېر پوه، په دين کې ډېر قوي او هوښيار شخصیت دی. دې خبرې خوارج په غصه کړل او ویې ویل: «تاسو یوازې د هیلو پیروي کوئ او یوازې د دوی د نومونو (د دوی د شهرت) له امله ورته وفادار یاست، نه د دوی د عملونو له امله، په الله قسم چې موږ به تا په داسې ډول ووژنو چې تر دې مخکې مو هېڅوک نه وو وژلي.»
هغوئ ظالمانو هغه مبارک صحابي وواژه او وینه یې اوبو ته روانه شوه (هلته نژدې یوه سیند وو) بيا يې د هغه حاملې ښځې ته مخ وراړوه، هغه مظلومه ډيره ووېرېدله او ويې ويل: زه يوه ښځه يم، آيا تاسو له الله څخه نه وېرېږئ، چې ما وژنى؟ هغوى سره له دې هم، هغه ووژله او د هغې رحم یې وغورځاوه او ماشوم يې مړ کړ.
(تاریخ الطبري ۵/۸۲)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version