تفصیل

نن شنبه د هیواد په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د ډریونډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر هغو نظامي تاسیساتو همغږي عملیات پيل شول چې د افغانستان د حریم په نقضولو کې استفاده ترې کېده.
د معلوماتو له مخې، نن شنبه ماښام په کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په امتداد کې د افغانستان د اسلامي امارت پوځ د پاکستاني ملېشو پر هغو پوستو عملیات پيل کړل چې وخت ناوخت به د افغانستان د هوايي حریم او ارضي تمامیت په نقض کې استفاده ترې کېده او د فرضي کرښې دې غاړې ته به یې پر عامو خلکو بریدونه کول.
د عملیاتو په جریان کې تر دې دمه لاندې پرمختګونه شوي:
– د کونړ د دانګام ولسوالۍ په بنشۍ سیمه کې ۳ پوستې نیول شوې، ۵ پاکستاني پوځیان پکې قتل او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، پاتې پوځیان په تېښته بریالي شوي دي.
– د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې جوړه شوې دروازه او نظامي تاسیسات د ځنځیري ټانکونو په مټ تخریب شوي دي.
– په ډنډپټان ولسوالۍ کې د فرضي کرښې هاخوا ته د ګیوي په نوم پوسته کې لږترلږه ۶ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
– د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ۳ پوستې نیول شوې او پکې پرتو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
– د ننګرهار په باندر سیمه کې د پاکستان ملېشو خپلې پوستې پرېښې دي او په دوربابا ولسوالۍ کې د فرضي کرښې هاغاړې ته یوه پوسته تر نیول کېدو وروسته په بمونو الوزول شوې ده.
– د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو څلور پوستې سره له مهماتو نیول شوې، چې ۸ پاکستاني عسکر پکې قتل او ۶ نور ټپیان شوي دي.
– د کونړ ولایت په غاښي کنډو سیمه کې پاکستانۍ ملېشې له خپلو پوستو تښتېدلې دي.
– د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو درې پوستې سره له مهماتو نیول شوې، لږترلږه ۱۲ عسکر پکې وژل شوي او پوستې یې د ټانکونو په توسط تخریب شوې دي.
– د زابل د شملزو ولسوالۍ په ولګۍ سیمه کې د فرضي کرښې هاغاړې ته د پاکستانۍ ملېشې یوه پوسته نیول شوې ده.
– د کندهار د معروف او ارغسان ولسوالیو په امتداد کې د پاکستاني ملېشو پر پوستو په برید کې ۶ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
بریدونه لا هم جریان لري او دقیق راپور به وروسته خپور شي.

Exit mobile version