الله مولانا ولا مولا لكم

كله چې د احد په غزا کې مسلمانانو ته شکست ور واوښتی … او حضرت ابو سفیان رضی الله تعالی چی په هغه وخت کې د کفارو سردار وو په یوه غونډی ودریدی.. او ږغ یی کړی.. او ویل : “الا فیکم محمدا” حضرت عمر رضي الله تعالى چې په هغه وخت کې د نبي صلی الله علیه وسلم سره نیژدی ناست وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یی غوښتنه وکړه چې جواب ورکړی…

مګر نبی صلی الله علیه وسلم منع کړی، ابوسفیان چې ولیدل چې د مسلمانانو له جواب نه ورغلی.. نو یقین یی سو چې رسول الله شهید شوی دی.. نو ځکه یی بیا ور ږغ کړه… او ویل : ألا فيكم أبو بكر بن ابي قحافة؟

يعني ايا په تاسو کې ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی چې د ابی قحافه زوی دی.. سته کنه؟

حضرت عمر رضی الله تعالی بیا وغوښتل چې جواب ورکې مګر نبی صلی الله علیه وسلم بیا منع کړی..

کله چې بیا ابو سفیان د مسلمانانو له جواب نه واوریدی نو یی بیا یقین سو چې حضرت ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی هم شهید شوی دی…

نو ځکه یی بیا ویل : ألا فيكم عمر بن الخطاب؟

یعنی ایا په تاسو کې عمر بن الخطاب سته؟

حضرت عمر رضی الله تعالی چې تر دې وخته یی ډیر په سخته د جواب ورکولو څخه ځان نیولی وو د نبی صلی الله علیه وسلم په اجازه جست ور وغورځیدی.. او ناره یی کړه…

کذبت یا عدو الله … فینا رسول الله وفینا ابوبکر وانا عمر بن الخطاب اتکلم..

یعنی درواغ دی وویل ای د خدای دښمنه.. په مونږ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر سته او زه خپله عمر بن الخطاب خبری درسره کوم…

کله چې ابوسفیان دا واوریده نو ناره یی کړه او ویل: اعل هبل

یعنی هبل مرتبه دی لوړه شه… یا کومک دی را ورسیږه..

حضرت عمر رضی الله تعالی ته نبی صلی الله علیه وسلم وویل چې ورته ووایه: الله اعلی واجل

ابوسفیان بیا وویل:

لنا العزی ولا عزی لکم

حضرت عمر رضی الله تعالی ته نبی صلی الله علیه وسلم بیا وویل جی جواب ورکه او ورته ووایه:

الله مولانا ولا مولی لکم..

حضرت عمر رضی الله عنه

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version