صنعت؛ د ځانبسیاینې پر لور ګام
صنعت د هر هېواد د اقتصاد له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي. هغه هېواد چې خپلې ډېری اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي او کورنی تولیدي ظرفیت یې محدود وي، تل له اقتصادي وابستګۍ او د بهرنیو بازارونو د بدلونونو له امله له زیانونو سره مخ وي. افغانستان هم له کلونو راهیسې له همدې وضعیت سره لاس او ګرېوان دی.
د جمهوریت په دوره کې، سره له دې چې په صنعتي برخه کې ځینې فعالیتونه ترسره کېدل، خو دغه سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ و؛ لکه د برېښنا کمښت، د کورنیو تولیداتو لپاره د کافي ملاتړ نشتوالی، ګمرکي ستونزې، اداري فساد او له وارداتي توکو سره نابرابره سیالي. د همدې ستونزو په پایله کې، یو شمېر فابریکې یو په بل پسې له فعالیت څخه پاتې شوې او د هېواد د بازار ډېری اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کېدې.
د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعت پراختیا د اقتصادي پروګرامونو له مهمو برخو څخه وګرځېدل. په دې موده کې هڅې شوې دي چې د تولیدي فابریکو د فعالیت لپاره مناسب شرایط برابر شي، په صنعتي برخه کې پانګونه وهڅول شي او پر وارداتي توکو د بازار تکیه راکمه شي. دغه تګلاره په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې لا ډېر اهمیت لري چې هېواد له مالي او اقتصادي محدودیتونو سره مخ دی؛ ځکه د کورني تولید پیاوړتیا د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د ملي عوایدو په زیاتوالي او د هېواد له شته سرچینو څخه په غوره ګټې اخیستنې کې مهم رول لوبولی شي.
په دې برخه کې یو له بنسټیزو اقداماتو څخه صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرول دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي ماشینآلاتو د ګمرکي تعرفو د کمولو ترڅنګ، د فابریکو د اړتیا وړ خامو موادو پر وارداتو هم ګمرکي معافیتونه په پام کې نیولي دي. دغه اقدام د تولید لګښتونه راکموي او کورنیو تولیداتو ته دا زمینه برابروي چې له وارداتي توکو سره په ښه توګه سیالي وکړي. همدارنګه، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش، د فعالیت جوازونو د ترلاسه کولو د بهیر اسانه کول او پانګهوالو ته د اسانتیاوو برابرول هغه نور اقدامات دي چې د دغه سکټور د پراختیا لپاره ترسره شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنځم ملي او نړیوال صنعتي او کانونو نندارتون د راپور له مخې، د صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره تر دوه زره او اته سوه جریبه ډېره ځمکه وېشل شوې او د کورنیو تولیداتو تنوع هم زیاته شوې ده. په دغه راپور کې د تولیدي توکو د شمېر له شاوخوا پنځو سوو څخه دوه زرو قلمونو ته د زیاتېدو او د دغو توکو له ډلې د ځینو په تولید کې د ځانبسیاینې یادونه هم شوې ده. په راپور کې د صنعتي پارکونو جوړول، د ماشینآلاتو د ګمرکي تعرفو کمول او د خامو موادو پر وارداتو ګمرکي معافیتونه هم د حمایوي اقداماتو په توګه یاد شوي دي. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو پراختیا هم له هغو اقداماتو څخه ده چې د صنعت د متوازنې ودې لپاره زمینه برابرولی شي.
د دغو اقداماتو ترڅنګ، د برېښنا برابرول او د مناسبو بنسټیزو اسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان د صنعت له اساسي اړتیاوو څخه دي. تولیدي فابریکې د دوامدار فعالیت لپاره باوري برېښنا، اوبو، ترانسپورتي لارو او خامو موادو ته اسانه لاسرسي ته اړتیا لري. د اوبو برېښناکوټونو او د کورني انرژۍ د تولید نورو پروژو پلي کېدل کولی شي په اوږدمهال کې د دغو اړتیاوو د یوې برخې په پوره کولو کې مرسته وکړي. همدارنګه، د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژه، چې له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته برېښنا لېږدوي، د برېښنا د عرضې په ښه کولو کې مهم رول لوبولی شي.
دا هغه لاستهراوړنې دي چې باید د واقعیتونو په رڼا کې وارزول شي. البته، د صنعت پراختیا او په دې برخه کې ځانبسیاینه ډېر وخت ته اړتیا لري او په څو کلونو کې بشپړه ځانبسیاینه ناشونې ده؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې ظالمانه بندیزونه او د هېواد د شتمنیو کنګل کېدل لا هم دوام لري. له دې ټولو ستونزو سره سره، په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسؤلینو هڅې د پام وړ دي.
ځینې منتقدین وایي چې د افغانستان کورني تولیدات لا هم له بهرنیو توکو سره د سیالۍ وړتیا نه لري او د څو فابریکو فعالیتونه د هېواد اقتصاد نه شي بدلولی. دغه لیدلوری د واقعیت یوه برخه بیانوي، خو ټوله موضوع نه رانغاړي. د یوه هېواد صنعتي کېدل یو تدریجي بهیر دی چې پانګونې، ټکنالوژۍ، مسلکي کاري ځواک او مناسب بازار ته اړتیا لري. دا تمه نه شي کېدای چې یو صنعت، چې کلونه کلونه له اړینو اسانتیاوو او امکاناتو بېبرخې و، په لنډ وخت کې د نړۍ په بازارونو کې پراخې سیالۍ ته ورسېږي.
مهمه خبره دا ده چې د تولید لپاره زمینه برابره شي، له صنعتکارانو ملاتړ وشي او د کورنیو فابریکو تولیدي وړتیا په تدریجي ډول لوړه شي. انشاءالله، په اوږدمهال کې به د نظام د مسؤلینو د جدي هڅو په پایله کې، چې په دې برخه کې یې پیل کړې دي، د ځانبسیاینې او په ټولو برخو کې له بهرنیو توکو سره د سیالۍ شاهدان واوسو.
په ټوله کې، صنعت او صنعتي کېدل د افغانستان د اقتصاد له اساسي اړتیاوو څخه دي. پر وارداتو د تکیې کمول، د کورنیو فابریکو ملاتړ، صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرول او د صنعتي پارکونو پراختیا هغه اقدامات دي چې هېواد د تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د پراختیا پر لور بېولی شي. خو د دې بهیر دوام اغېزمن مدیریت، له پانګهوالو څخه دوامدار ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت ښهوالی او د اړینو بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته اړتیا لري. وروستی هدف دا دی چې افغانستان په تدریجي ډول له یوه مصرفي او پر وارداتو متکي بازار څخه په داسې هېواد بدل شي چې پراخ تولیدي ظرفیت ولري او د سیمې په بازارونو کې د سیالۍ وړتیا پیدا کړي.










































