په نننۍ نړۍ کې د ډېرو هېوادونو په رأس کې داسې کسان واکمن دي چې د واکمنۍ موخه یې تر ډېره شخصي، ګوندي او یا مادي ګټې وي. خو د دې ټولو په منځ کې امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له هغو مشرانو څخه دی چې اساسي موخه او ستره اندېښنه یې د ټولنې لارښوونه او د شرعي احکامو له مخې د هغې اصلاح ده. نوموړي خپل ټول وخت او ځواک همدې موخې ته ځانګړی کړی او د خپلو خلکو د لارښوونې او اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې، فرامین او لارښوونې چمتو کوي.
د اسلام د سپېڅلي حقیقت د ورپېژندلو په موخه یې لیکلي آثار هم وړاندې کړي دي، چې غوره بېلګه یې د «اهل سنت او جماعت عقیده» کتاب دی. پر دې سربېره، ګڼ شمېر نور فرامین او لارښوونې هم لري چې هر یو یې د ټولنې د لارښوونې لپاره د یوه څراغ حیثیت لري. په نننۍ ماديپالې نړۍ کې د داسې مشر موندل ستونزمن دي چې د ټولنې د اصلاح او له منکراتو څخه د هغې د ژغورنې لپاره رښتینې اندېښنه ولري او د خپلو خلکو د دنیا او آخرت نېکمرغي دواړه په پام کې ونیسي.
یوه مهمه خبره چې باید په پیل کې روښانه شي، دا ده چې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین باید یوازې وچ اداري او حکومتي امرونه ونه ګڼل شي. د شرعي لیدلوري له مخې، هغه فرمان چې د قرآن عظیمالشان او سنتو پر بنسټ صادرېږي، په هغو اصولو کې ریښې لري چې دین د انسان د نېکمرغۍ لپاره ټاکلي دي. کله چې اسلامي واکمن یو فرمان صادروي، په حقیقت کې د هغې لارې دوام دی چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم او خلفای راشدینو رضیاللهعنهم د خلکو د لارښوونې لپاره خپله کړې وه. له همدې امله، د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین هم شرعي او هم ټولنیز اړخ لري؛ یعنې له یوې خوا د خلکو دیني مکلفیتونه روښانوي او له بلې خوا په ټولنه کې د هغوی د ژوند د اصلاح لپاره لاره هواروي.
د یوه فرمان شرعي اړخ په دې کې دی چې خلک له حیرانتیا او سرګردانۍ څخه راباسي. په هغو مسئلو کې چې د نظر اختلاف موجود وي، یا خلک په دې نه پوهېږي چې شرعي دنده یې څه ده، د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرمان د یوه څراغ په څېر د هغوی د لارښوونې لار روښانوي. دغه فرمانونه د دیني علماوو له مشورې او د شرعي دلایلو پر بنسټ چمتو کېږي او موخه یې دا ده چې خلک په ډاډه زړه خپلې شرعي دندې ترسره کړي. په قرآن عظیمالشان کې هم د اوليالامر پر اطاعت ټینګار شوی، خو په دې شرط چې دغه اطاعت د الله تعالی د نافرمانۍ لامل نه شي. له همدې امله، د شریعت پر بنسټ د صادر شوي فرمان اطاعت نه یوازې عبادت دی، بلکې د وجدان د ډاډ او ارامتیا لامل هم ګرځي.
خو د فرمان اغېزې یوازې د فردي وجدان پورې محدودې دای نه شي، بلکې په ټولنیز ژوند کې هم څرګندېږي. ډېر فرمانونه د منکراتو، اداري فساد، ظلم، رشوت او بېعدالتۍ د له منځه وړلو په موخه صادرېږي. کله چې دا ډول فرمانونه په ټولنه کې عملي شي، له نظام سره د خلکو باور پیاوړی کېږي، ټولنیزې اړیکې سالمېږي او د معنوي او مادي پرمختګ لپاره زمینه برابرېږي. تجربو ښودلې ده چې هر ځای د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین په جدي توګه عملي شوي، هلته نظم، امنیت او عدالت هم ښه شوی دی.
همدا د شرعي حکم او ټولنیزې اغېزې ترمنځ هغه اړیکه ده چې باید درک شي؛ شریعت د انسان د نېکمرغۍ لپاره راغلی او د انسان نېکمرغي په ټولنه کې تحقق مومي.
په پای کې باید یادونه وشي چې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د فرامینو د عملي کولو مسئولیت یوازې د حکومت پر غاړه نه دی، بلکې خلک هم په دې برخه کې مسئولیت لري. په پوره پوهې او شعور سره اطاعت، د فرمان د ښه درک کولو لپاره په ادب او درناوي پوښتنې کول او د هغه په عملي کولو کې همکاري، هغه درې مهم مسئولیتونه دي چې هر مسلمان یې باید ترسره کړي. که خلک فرامین جدي وګڼي او یوازې اداري امرونه یې ونه بولي، بلکې خپل شرعي مکلفیتونه یې وګڼي، نو اغېزې به یې په کور، بازار، ښوونځي او جومات کې په څرګنده توګه ولیدل شي.
همدا هغه موخه ده چې امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی یې د دغو فرامینو په صادرولو سره تعقیبوي؛ یعنې د داسې اصلاح شوې، باخبره او د شرعي احکامو پر وړاندې د ژمنې لرونکې ټولنې رامنځته کول چې هم یې دنیا اباده وي او هم یې آخرت.












































