۳ ـ تحریف شوی جهاد
د داعش په فکري لیدلوري کې د جهاد مفهوم په پراخه کچه تحریف شوی. دې تاوتریخپالې تکفیري ډلې د جهاد له مفهوم څخه په خپل منحرف او تاوتریخجن تعبیر سره، د خپلو تر ټولو وحشیانه جنایتونو د توجیه لپاره لاره هواره کړې ده. د ترسره شویو څېړنو له مخې، د جهاد په اړه د داعش د لیدلوري مهمې ځانګړنې دا دي: دفاعي جهاد ردول او پر یرغلیز جهاد ټینګار؛ جهاد د دین له نه بېلېدونکو اصولو څخه ګڼل؛ جهاد عرفي کول او فردي بڼه ورکول (یعنې د شرعي واکمن له اجازې پرته د جهاد ترسره کول)؛ د جهاد د دایرې پراخول او ټول مخالفان د هدف په توګه ټاکل؛ او په اسلام کې د جهاد اصولو او قوانینو ته نه پاملرنه.
دا نوي بدعات، چې د اسلامي جهاد په تاریخ کې هېڅ تاریخ نه لري، د دې تکفیري خوارجي ډلې د فکري انحراف ژورتیا څرګندوي. دا نظریې په ډاګه کوي چې دغې ګمراهې ډلې جهاد له یوې الهي فریضې څخه په داسې وسیله بدل کړی، چې د خپلو سیاسي موخو، ځمکنۍ پراختیا غوښتنې او تاوتریخپالنې لپاره ترې ګټه اخلي.
د داعش له لیدلوري، جهاد د اسلام د دودیز او رسمي تعبیر پر خلاف، هېڅ دفاعي بڼه نه لري. په داسې حال کې چې په اسلامي فقه کې دفاعي جهاد، یعنې د یرغلګرو پر وړاندې مبارزه، پر ټولو مسلمانانو فرض عین ګرځي؛ خو یرغلیز جهاد، یعنې نورو ملتونو ته د اسلام بلنه ورکول، فرض کفایي ګڼل کېږي. داعش بیا د خپل تحریف شوي او تکفیري تعبیر له مخې، ټولې هغه سیمې «دارالکفر» او «دارالحرب» ګڼي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې نه وي او له دغو سیمو سره هر ډول سوله او زغم حرام بولي. په بله وینا، د داعش په لیدلوري کې جهاد د دښمن د تېري پر وړاندې دفاع نه ده، بلکې د ټولې نړۍ د نیولو او پر ټولو خلکو د اسلام د خپل تاوتریخواليډک تعبیر د تپلو لپاره یوه هر اړخیزه او پرلهپسې جګړه ده.
په سینمایي بڼه د وحشت خپرول، د داعش په فکري لیدلوري کې د جهاد بله ځانګړنه ده. د نورو جهادي ډلو پر خلاف، چې د بندیانو ډلهییزه وژنه ناروا او له حده تېری ګڼي، داعش بیا ډلهییزې وژنې او په سینمایي بڼه د وحشت نندارې ته وړاندې کول د مخالفانو د ځپلو او له منځه وړلو، په خلکو کې د وېرې خپرولو او د خپلې واکمنۍ د سیمو د ساتلو یوه وسیله ګرځولې ده. د بندیانو سرونه پرې کول، ژوندي سوځول، په روغتونونو کې پر بسترو رواني ناروغانو ته اور اچول، په فلزي قفسونو کې د قربانیانو ډوبول او د دغو جنایتونو په خورا لوړ سینمایي کیفیت انځورول او په ټوله نړۍ کې یې خپرول، هغه کړنې دي چې په اسلامي تاریخ کې هېڅ سابقه نه لري.
داعش دا ډول وحشتونه د جهاد په نوم په خپلو مجلو کې په بېلابېلو ژبو خپاره کړي، د دغو جنایتونو د توجیه لپاره یې په تفصیل سره دلایل وړاندې کړي او هغه یې د کافرانو پر وړاندې په جګړه کې د نبوي سنتو بیا راژوندي کول بللي دي؛ خو دا ادعا د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له سیرت سره په بشپړ ټکر کې ده، ځکه هغه صلیاللهعلیهوسلم تل په جګړه کې د اخلاقي اصولو پر رعایت ټینګار کاوه.
بل لوري، په اسلام کې د جهاد لپاره څرګند او کره اخلاقي او حقوقي اصول ټاکل شوي دي، خو داعش ټول تر پښو لاندې کړي دي. اسلامي فقهاوو د دیني سرچینو پر بنسټ ټینګار کړی چې د ښځو، ماشومانو، سپینږیرو، راهبانو او عبادتکوونکو وژل حرام دي؛ یعنې هغه کسان چې په جګړه کې برخه نه اخلي، باید ونه وژل شي. همدارنګه، د مړو د بدن غړي پرې کول او مثله کول په کلکه منع شوي او دا کړنه د اسلام د دښمنانو له اعمالو څخه ګڼل شوې ده.
د عبادت ځایونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو ویجاړول هم روا نه دي. جګړه یوازې له هغو کسانو سره کېدای شي چې په جګړه کې فعاله ونډه لري او د مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي. د قرآن عظیمالشان آیتونو هم په څرګنده توګه په جهاد کې د اعتدال او له حده د نه تېرېدو پر رعایت ټینګار کوي. الله تعالی جلجلاله فرمایي: «او د الله په لار کې له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې له تاسو سره جنګېږي، خو له حده مه تېرېږئ؛ بېشکه الله تعالی جلجلاله له حده تېرېدونکي نه خوښوي.»
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم هم په ګڼو روایتونو کې مسلمانان د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو له وژلو منع کړي او مثله کول یې حرام ګرځولي دي. له همدې امله، د جهاد په اړه د داعش تاوتریخجن تعبیر نه یوازې د نبوي سیرت او د فقهاوو له اجماع سره په ټکر کې دی، بلکې په جګړه کې د اسلامي اخلاقو بشپړ متضاد انځور وړاندې کوي. د جهاد په اړه د داعش دې دریځ په نړیواله کچه د اسلام سپېڅلې څېره سخته بدنامه کړې او په غیرمسلمانو هېوادونو کې یې د اسلام ضد د پراخېدو لامل شوی دی.
ان د اسلامي نړۍ معتبرو بنسټونو هم د جهاد په اړه د داعش دا تعبیر بدعت او د شریعت خلاف بللی دی. په حقیقت کې، داعش په دې کړنلاره جهاد له یوې الهي فریضې څخه په جنایتکارې وسیلې بدل کړی او د اسلامي امت پر وجود یې تر ټولو ستر ګوزار وارد کړی دی.












































