کرنه؛ له انحصار تر ځانبسیاینې او د خوړو خوندیتوب پورې
کرنه د افغانستان د اقتصاد یوه بنسټیزه ستنه ده او د هېواد د وګړو د یوې لویې برخې د عاید او کارموندنې مهمه سرچینه ګڼل کېږي. د میلیونونو کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو ژوند له ځمکې، اوبو او کرنیزو تولیداتو سره تړلی دی. له همدې امله، د بزګرانو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د اوبو د سرچینو سم مدیریت یوازې اقتصادي موضوعات نه دي، بلکې د خوړو له خوندیتوب او د ټولنې له عمومي هوساینې سره هم نېغ په نېغه تړاو لري.
د تیرې ادارې پر مهال، سره له دې چې د کرنې په برخه کې ځینې پروګرامونه پلي شوي وو، دغه سکتور له ګڼو جدي ستونزو سره مخ و. د خوراکي توکو پر وارداتو تکیه، د اوبولګولو د کافي امکاناتو نشتوالی، د اصلاح شویو تخمونو او لوړکیفیته سرې کمښت، د اوبو د سرچینو کمزوری مدیریت او پرلهپسې وچکالۍ هغه عوامل وو چې پر کرنیزو تولیداتو یې منفي اغېز درلود. په ډېرو سیمو کې بزګران اړینو امکاناتو او تخنیکي مشورو ته لاسرسی نه درلود او د ځانګړې شوې مرستې یوه برخه هم د کمزوري مدیریت او اداري فساد له امله په اغېزمنه توګه هغوی ته نه رسېده. په پایله کې، افغانستان د خپلو خوراکي اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو لپاره پر وارداتو متکي و او د بهرنیو بازارونو د بیو د بدلونونو پر وړاندې یې زیانمنونکی وضعیت درلود.
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو په برخه کې ځانبسیاینې ته وده ورکول د هېواد له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه وګرځېدل. په همدې موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ، د غنمو د کښت د پراختیا، د اصلاح شویو تخمونو د وېش او د تولیدي لارو چارو د ښه والي لپاره یو لړ پروګرامونه په لاره اچولي دي. د دغه وزارت د رسمي راپور له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په افغانستان کې د غنمو د تولید کچه شاوخوا ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلې ده، چې له دې ډلې څه باندې ۴.۱۳ میلیونه ټنه یې آبي غنم او شاوخوا ۴۰۴ زره ټنه یې للمي غنم دي. دغه اندازه تولید په داسې حال کې ترلاسه شوی چې وچکالۍ پر للمي کښت منفي اغېز کړی او د تېر کال په پرتله یې تولید د پام وړ کم شوی دی. له دې سره سره، د آبي غنمو د تولید دوام د خوراکي توکو پر عرضې د فشار په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.
د تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ، د بزګرانو وضعیت ته پاملرنه هم ځانګړی اهمیت لري. د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنې د نویو لارو چارو د ورپېژندلو په موخه د بېلګهییزو کروندو جوړول، د تخنیکي مشورو وړاندې کول او د مېوهلرونکو بڼونو د پراختیا ملاتړ هغه فعالیتونه دي چې په دې برخه کې ترسره شوي دي. دغه اقدامات د کرنیزو ځمکو د حاصلورکولو د وړتیا په لوړولو، د محصولاتو د کیفیت په ښه کولو او له شته امکاناتو څخه په غوره ګټې اخیستنې کې مرسته کولای شي. د بزګرانو ملاتړ هغه مهال دوامداره پایلې لرلای شي چې اصلاح شویو تخمونو، سرې، کرنیزو ماشینونو، د محصولاتو د پلور بازارونو او مشورتي خدمتونو ته یې لاسرسی هم پیاوړی شي.
د اوبو د سرچینو مدیریت هم د افغانستان د کرنې د پراختیا له بنسټیزو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه د هېواد ډېره برخه کرنیزې ځمکې د باران پر اوبو متکي دي او وچکالي کولای شي د بزګرانو تولیدات له جدي ګواښ سره مخ کړي. په همدې برخه کې په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډېمونو او د اوبو د زېرمه کولو کوچني بندونو د جوړولو، د سطحي اوبو تنظیمول او د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي. همدارنګه، د قوشتېپې کانال پروژه د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده چې په شمالي ولایتونو کې د کرنې د پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کرنیزو ځمکو پراخه برخه د اوبولګولو تر پوښښ لاندې راشي او د تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د بزګرانو د کورنیو د ژوند د ښه کېدو زمینه برابره کړي.
له دې ټولو سره سره، یو شمېر مخالفې رسنۍ او ډلې د بېوزلۍ او د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د نړیوالو سازمانونو د راپورونو په استناد هڅه کوي چې د خلکو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې د نظام د ناکامۍ انځور وړاندې کړي. خو دغه ډول شننې ډېری وخت یو اساسي حقیقت له پامه غورځوي: په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د ستونزې یوه د پام وړ برخه د نظام د کړنو پایله نه، بلکې د ظالمانه بندیزونو، په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او د بشري مرستو د پام وړ کمښت مستقیمه پایله ده. د اسلامي امارت نظام په داسې شرایطو کې چې د شتمنیو له کنګل کېدو او نړیوالو اقتصادي فشارونو سره لاس او ګرېوان دی، توانېدلی چې د غنمو کورنی تولید په داسې کچه وساتي چې د هېواد د اړتیاوو تر نیمايي زیاته برخه پوره کړي. که دغه بندیزونه لرې شي او نظام وکولای شي خپلو مالي سرچینو ته له خنډ پرته لاسرسی ومومي، د تولیداتو د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب د ښه کېدو ظرفیت به په مراتبو لوړ شي.
په ټوله کې، د کرنې پراختیا او د بزګرانو ملاتړ د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي. د غنمو د تولید زیاتوالی، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د بڼونو پراختیا، د اوبو د بندونو جوړول او د قوشتېپې پروژې پرمخ بېول په دې برخه کې د ترسره شویو هڅو یوازې ځینې بېلګې دي.











































