میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, نوومبر 8, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — اوومه برخه

    د پیغمبر صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې  پنځمه برخه

    اسلامي تمدن؛ د بشریت میراث، د معنویت او پرمختګ ترمنځ بېلګه  څلورمه برخه

    د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې   څلورمه برخه

    د سود په اړه اصطلاحي مغالطې او د اسلامي اقتصاد بنسټیز جوړښت! لومړۍ برخه

    د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې د حقیقت په هنداره کې او د تورونو ځوابونه اوومه برخه

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

ډاکټر همام سلطاني

Share on FacebookShare on Twitter

ماتریدیه او د قبوري عقایدو د نسبت مسئله
پر ماتریدیه‌وو نیوکې کوونکې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د بریلوي مکتب په ځینو کړیو کې د قبرونو په اړه موجود اختلافي عقاید او دودونه ټولو ماتریدیه‌وو ته منسوب کړي.
دا ډول استدلال له علمي امانتدارۍ او انصاف سره سمون نه لري؛ ځکه د یوه فکري مکتب د ځینو پیروانو یا ډلو ځانګړي نظریات د ټول مکتب متفق‌علیه عقیده نه شي ګڼل کېدای.
یوازې د ماتریدي تړاو پر بنسټ ماتریدیه او طالبان د قبوري عقایدو پیروان ګڼل سم نه دي. لکه څنګه چې د ځینو ظالمو واکمنانو پلویان او درباري علماء که له سلفیت سره د تړاو ادعا وکړي، نو د هغوی د افکارو او کړنو پړه پر ټول سلفي مکتب نه شي اچول کېدای؛ همدارنګه د بریلوي مکتب د ځینو کړیو ځانګړي عقاید هم ټولو ماتریدیه‌وو ته نه شي منسوبېدای.
د عدل او انصاف غوښتنه دا ده چې د هر فکري مکتب عقاید د هغه د معتبرو علمي سرچینو او مستندو علماوو د څرګندونو په رڼا کې وپېژندل شي، نه دا چې د ځینو اړوندو اشخاصو د افکارو او کړنو پر بنسټ د ټول مکتب په اړه حکم صادر شي.

آیا ماتریدي عقیده پر کفر ولاړه ده؟
د ماتریدي عقیدې د کفر عمومي ادعا له لازم شرعي استدلال څخه برخمنه نه ده؛ ځکه ماتریدي علماء د اسلام پر بنسټیزو ارکانو، د الله تعالی پر وحدانیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر رسالت او خاتمیت، د قرآن کریم پر حقانیت او د آخرت پر ورځ ایمان لري.
په اسلامي شریعت کې تکفیر خورا حساس حکم دی، چې د مسلمان د دیني حیثیت په اړه له پرېکړې سره تړاو لري. له همدې امله، شریعت د مسلمانانو د تکفیر په مسئله کې له بې‌احتیاطۍ او له شرعي دلیل پرته د کفر له نسبت څخه په کلکه منع کړې ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«أَيُّمَا رَجُلٍ قَالَ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا».(البخاري، حدیث: ۶۱۰۴)
ژباړه: هر څوک چې خپل ورور ته ووایي: اې کافره! نو دا خبره له دواړو څخه یوه ته ورګرځي.
همدارنګه الله تعالی فرمایي:
﴿ وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا﴾. (النساء: ۹۴)
ژباړه: او چا چې تاسو ته د سولې او سلامتۍ (سلام) وړاندیز وکړ، ورته مه وایئ چې ته مؤمن نه یې.

ورته مقالې

د پیغمبر صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې پنځمه برخه

اسلامي تمدن؛ د بشریت میراث، د معنویت او پرمختګ ترمنځ بېلګه څلورمه برخه

د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې څلورمه برخه

د دغو شرعي لارښوونو له مخې، د یوه مسلمان یا مسلمانې ډلې تکفیر یوازې د مذهبي نسبت، کلامي اختلاف یا د مخالفینو د ادعاوو پر بنسټ نه شي کېدای.
د معین شخص د تکفیر لپاره باید لومړی د هغه د اړوند قول یا عمل شرعي حکم په کره توګه وڅېړل شي، بیا د تکفیر د شرایطو پوره کېدل او د موانعو نشتوالی په پام کې ونیول شي. جهل، معتبر تأویل، اکراه او نور شرعي عذرونه د مسئلې له نوعیت سره سم په دې بحث کې اهمیت لري، چې ارزونه یې د اهل علم مسئولیت دی.
په دې توګه، د یوه قول یا عقیدې د کفر حکم، د هغه بدعت ګڼل او پر معین شخص د کفر حکم تطبیقول جلا شرعي بحثونه دي. له همدې امله، یوازې د کلامي اختلافاتو یا مذهبي نسبت پر بنسټ د ماتریدي علماوو او د دې عقیدې د پیروانو عمومي تکفیر شرعي توجیه نه لري.

د اسلامي امارت او طالبانو د تکفیر ادعا او شرعي ارزونه
داعشي خوارج او ځینې نورې تکفیري ډلې د اسلامي امارت او طالبانو د تکفیر لپاره د هغوی دیوبندي نسبت او ماتریدي عقیده د دلیل په توګه وړاندې کوي؛ خو یوازې دغه علمي او اعتقادي نسبتونه د تکفیر لپاره شرعي دلیل نه شي کېدای.
په دې تړاو دا حقیقت هم د یادونې وړ دی چې د افغانستان عام ولس او د طالبانو اکثریت د دغو پېچلو کلامي بحثونو او اعتقادي اختلافاتو له جزئیاتو سره بلد نه دي او نه هم له دغو باریکو مسائلو سره ځانګړې لېوالتیا لري. هغوی عموماً د خپلو علماوو او مشایخو د علمي او اعتقادي تګلارې پیروي کوي، پرته له دې چې د ټولو کلامي اختلافاتو له تفصیلاتو سره اشنا وي.
خو د طالبانو ځینې مخالفین همدغو کلامي اختلافاتو ته له حده زیاته لمن وهي، مبالغه پکې کوي او د تکفیر او تفرقې د رامنځته کولو لپاره ترې وسیله جوړوي.
د طالبانو د اعتقادي چلند په اړه دا هم مهمه ده چې دوی د شیخ الاسلام ابن تیمیه، امام ابن القیم رحمهماالله او د امت د نورو سترو علماوو سپکاوی نه کوي، بلکې د دغو اکابرو اقوال او لارښوونې د طالبانو په رسمي مجلو او علمي مراجعو کې پخوا هم نقل کېدې او نن هم نقل کېږي.
همدارنګه د طالبانو دریځ دا دی چې د سلفي عقیدې لرل په خپله د مجازات یا تعقیب سبب نه ګرځي او یوازې د مذهبي او مسلکي اختلاف له امله د سلفیانو په عقایدو، مدرسو او جوماتونو کې لاسوهنه نه کوي. البته کله چې ځینې کړۍ طالبان تکفیروي، یا یې پر ضد خلک پاروي او مقابلې ته راپاڅېږي، نو طالبان یې پر وړاندې د اقدام دریځ خپلوي.
له همدې امله، هغه عمومي تورونه چې ګواکې طالبان یوازې د سلفي عقیدې د لرلو له امله، پرته له کوم جرم څخه، سلفیان وژني او ځپي، د مشخصو او معتبرو شواهدو له وړاندې کولو پرته د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د راپورونو له مخې، سلفي جماعتونو هم له اسلامي امارت سره بیعت کړی او له دې لارې یې له موجود نظام سره د همکارۍ څرګندونه کړې ده. د دغو جماعتونو او اسلامي امارت ترمنځ د ښو اړیکو او متقابل باور پیاوړتیا دا څرګندوي چې د فقهي اختلافاتو له شتون سره سره، مسلمانان کولای شي د ګډو اسلامي ارزښتونو، متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ له یو بل سره سوله‌ییزې او رغنده اړیکې ولري.
اسلامي امارت او سلفي جماعتونه د اسلام پر بنسټیزو عقایدو، د قرآن کریم او نبوي سنتو پر حقانیت او د اسلامي امت پر یووالي باور لري. له همدې امله، د دوی ترمنځ موجود علمي او کلامي اختلافات باید د دښمنۍ، تکفیر او خپلمنځي تفرقې وسیله ونه ګرځول شي.
د اسلامي امت مصلحت همدا ایجابوي چې د بېلابېلو علمي او اعتقادي مکتبونو پیروان د اختلافاتو د ژورولو پر ځای، پر خپلو ګډو دیني ارزښتونو ټینګار وکړي، د بې‌بنسټه تورونو او تکفیري تبلیغاتو مخه ونیسي او د ورورولۍ، یووالي او متقابل باور فضا پیاوړې کړي.

د اسلامي تاریخ بېلګې او د اعتقادي اختلافاتو په اړه د انصاف غوښتنه
د اسلامي امت ګڼ شمېر جلیل‌القدره علماء د اشعري فکري مکتب پیروان تېر شوي دي، چې امام نووي، حافظ ابن حجر عسقلاني او عزالدین بن عبدالسلام یې له مشهورو بېلګو څخه دي. له همدې فکري مکتب سره تړلو نومیالیو واکمنانو او پوځي قوماندانانو هم د اسلام په تاریخ کې ستر خدمتونه ترسره کړي او لویې فتحې یې ترلاسه کړې دي.
په دغو شخصیتونو کې د سلطان صلاح الدین ایوبي نوم په ځانګړي ډول د یادونې وړ دی؛ هغه ستر فاتح چې بیت المقدس یې له نږدې نهو لسیزو صلیبي واکمنۍ وروسته آزاد کړ. نن هم علماء، مؤرخین، شاعران او لیکوالان د هغه دغه ستر تاریخي خدمت په ویاړ او ستاینه یادوي، حال دا چې سلطان صلاح الدین ایوبي د اشعري عقیدې کلک ملاتړی و او د خپلې واکمنۍ تر ولکې لاندې سیمو، په ځانګړي ډول مصر کې یې د دې عقیدې ترویج ته ځانګړې پاملرنه کوله.
له بلې خوا، د عثماني سلطنت ستر واکمن سلطان محمد فاتح د حنفي او ماتریدي علمي دود له مشهورو تاریخي شخصیتونو څخه و، چې فتوحات، پوځي مشرتابه او تاریخي خدمتونه یې نن هم د اعتراف او ستاینې وړ ګڼل کېږي.
د دغو دوو واکمنانو تاریخي بېلګې څرګندوي چې د اسلامي تاریخ د شخصیتونو او واکمنیو ارزونه باید یوازې د هغوی د کلامي نسبت پر بنسټ ونه شي، بلکې د هغوی عقاید، کړنې، عدالت، دیني خدمتونه او د مسلمانانو په ژوند کې یې اغېزې هم په پام کې ونیول شي.
د دې بحث اساسي موخه دا ده چې مسلمانان باید د خپلو اعتقادي اختلافاتو له امله د یو بل علمي، دیني او تاریخي خدمتونه له پامه ونه غورځوي. د اسلامي امت اړتیا داسې عادلانه واکمنۍ ته ده چې د خلکو د دین او دنیا ساتنه وکړي، د شریعت احکام پلي کړي، د مظلومانو ملاتړ وکړي او د مسلمانانو د امنیت او مشروعو حقوقو د خوندي کولو وسیله وګرځي؛ که د هغې مشري د سلطان محمد فاتح په څېر د یوه ماتریدي په لاس کې وي او که د سلطان صلاح الدین ایوبي په څېر د یوه اشعري په لاس کې.
له همدې امله، که څوک اشعري وي او که ماتریدي، خو د الله تعالی د شریعت له مخې د خلکو ترمنځ پرېکړې کوي، د هغوی د دین او دنیا ساتنه کوي، د هغوی له دښمنانو سره دوستي نه پالي او د مسلمانانو پر ضد یې ملاتړ نه کوي، نو داسې شخص تر هغه تش په نامه سلفي زرګونه، بلکې لکونه ځله غوره دی، چې د شریعت احکام تحریفوي، اصلي بڼه یې مسخ کوي، احکام یې معطلوي او له پلي کېدو یې مخنیوی کوي، د ظالمو او سرکښو واکمنانو ملاتړ کوي، د دین د دښمنانو ترڅنګ درېږي او د مسلمانانو پر هېوادونو او شتمنیو د یهودو او نصاراوو د واکمنولو لپاره له هغوی سره مرسته کوي!
پایله
له پورته بحث څخه څرګندېږي چې ماتریدیت د اسلامي عقایدو یوه پېژندل شوې کلامي تګلاره ده، چې له حنفي اعتقادي روایت سره ژور تاریخي او علمي تړاو لري. د دې تګلارې علماوو د اسلامي عقایدو په دفاع، تفسیر، حدیث، فقه او نورو اسلامي علومو کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي، که څه هم د ځینو کلامي مسائلو په اړه یې له نورو علماوو سره اختلافات موجود دي.
دغه اختلافات د علمي نقد او څېړنې موضوع کېدای شي، خو یوازې د مذهبي نسبت یا کلامي اختلاف پر بنسټ د ماتریدي علماوو، د دې عقیدې د پیروانو او یا د اسلامي امارت او طالبانو عمومي تکفیر له لازم شرعي استدلال څخه برخمن نه دی.
له همدې امله، د اسلامي امت د علماوو او فکري مکتبونو ترمنځ د اختلافاتو په ارزونه کې علمي انصاف، شرعي احتیاط او متقابل احترام اړین دي؛ ځکه بې‌دلیله تکفیر او د مذهبي اختلافاتو له لارې د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او تفرقې رامنځته کول د امت یووالي او اسلامي ورورولۍ ته زیان رسوي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د پیغمبر صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې پنځمه برخه

ورته مقالې

جهادي لیکني

مونږ ولي د خوارجو (داعش) په ضد خپل قلمونه وڅرخول ؟!

دسمبر 31, 2022
د غزې مقاومت؛ د وینو په بیه د ازادۍ نه ماتېدونکې افسانه!
جهادي لیکني

د غزې مقاومت؛ د وینو په بیه د ازادۍ نه ماتېدونکې افسانه!

مې 20, 2026
خوارج العصر

مسلم دوست: افغانستان کې داعش د استخباراتو په لاس کې لوېدلی

دسمبر 29, 2022
د داعش فکري تګلاره؛ ویجاړي، وحشت او د نورو نه منل!
خوارج العصر

د داعش فکري تګلاره؛ ویجاړي، وحشت او د نورو نه منل!

اکتوبر 30, 2024
داعش؛ د اسلام په غاړه تېره توره
خوارج العصر

داعش؛ د اسلام په غاړه تېره توره

جولای 7, 2024
د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د بدبختيو پيل!
افغانستان

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د بدبختيو پيل!

اکتوبر 7, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

اکتوبر 31, 2026
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — اوومه برخه

د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — اوومه برخه

نوومبر 8, 2026
د پیغمبر صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې  پنځمه برخه

د پیغمبر صلی‌ الله‌ علیه‌ وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې پنځمه برخه

نوومبر 8, 2026
اسلامي تمدن؛ د بشریت میراث، د معنویت او پرمختګ ترمنځ بېلګه  څلورمه برخه

اسلامي تمدن؛ د بشریت میراث، د معنویت او پرمختګ ترمنځ بېلګه څلورمه برخه

نوومبر 7, 2026
د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې   څلورمه برخه

د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې د خوارجو نښې څلورمه برخه

نوومبر 5, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.