له نړۍ او سیمې سره رغنده اړیکې؛ د ډیپلوماسۍ بریاوې او د افغانستان سیمهییز دریځ
د امنیت له ټینګښت، د حکومتولۍ له پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت له تأمین او اقتصادي ځانبسیاینې پر لور له ګامونو پورته کولو وروسته، اسلامي امارت په بهرني سیاست کې فعاله او متوازنه تګلاره خپله کړې ده. دغه تګلاره پر متقابل درناوي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې او د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ولاړه ده. د هغو رسنیو د تبلیغاتو خلاف چې افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه شوی هېواد معرفي کوي، عملي واقعیتونه له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د پراخو او مخ پر ودې اړیکو څرګندونه کوي. دغه اړیکې نه یوازې په سیاسي ډګر کې، بلکې په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي برخو کې هم په څرګنده لیدل کېږي او لمن یې ورځ تر بلې پراخېږي.
د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې، افغانستان نن د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې لري. په وروستیو کلونو کې، له نړیوالو فشارونو او بانکي محدودیتونو سره سره، د هېواد د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه مخ پر لوړېدو پاتې شوې ده. د افغانستان صادرات، چې ډېره برخه یې کرنیز محصولات، معدني توکي او لاسي صنایع دي، د سیمې او له هغې ورهاخوا بازارونو ته رسېږي. همدارنګه، اړین توکي له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه، واردېږي. دغه وضعیت ښيي چې د بندیزونو او سیاسي فشارونو سربېره، د افغانستان بازار لا هم د سوداګریزو شریکانو لپاره د پام وړ دی او بهرني سوداګر او پانګهوال له افغانستان سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.
د پانګونې په برخه کې، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او سیمهییزو شریکانو ترمنځ د لسګونو تفاهملیکونو او سوداګریزو او پانګیزو قراردادونو د لاسلیک زمینه برابره کړې ده. دغه قراردادونه د کانونو، کرنې، صنعت او ترانزیټ په برخو کې لاسلیک شوي او د افغانستان پر اقتصادي ظرفیتونو د سیمهییزو هېوادونو د پام وړ باور څرګندوي. همدارنګه، فابریکو ته د صنعتي ځمکو په وېش او په بېلابېلو برخو کې د نویو صنعتي شرکتونو د فعالیتونو په پیل سره، د لا زیاتو پانګونو د راجلبولو او د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره زمینه برابره شوې ده. دغه اقتصادي اړیکې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي؛ ځکه د افغانستان ثبات او اقتصادي سوکالي د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت او پرمختګ هم مستقيمه مثبته اغېزه لري.
د ترانزیټ او لېږد رالېږد په برخه کې هم د اسلامي امارت لاستهراوړنې د پام وړ دي. د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې په وروستیو کلونو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. دغه زیاتوالی ښيي چې افغانستان ورو ورو په سیمه کې د یوه مهم ترانزیټي مرکز په توګه خپل دریځ ټینګوي او د بدیلو لارو په پراختیا سره خپله پخوانۍ اتکا پر یوې واحدې لارې کموي. اوس مهال سوداګریز توکي د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات په ګډون، د بېلابېلو لارو څخه د ګاونډیو او له هغو ورهاخوا هېوادونو ته لېږدول کېږي. د دغو لارو تنوع د افغانستان ترانزیټي موقعیت پیاوړی کړی او په سیمهییزه سوداګرۍ کې یې د هېواد رول پراخ کړی دی.
د سترو سیمهییزو پروژو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د ټاپي پروژه، چې موخه یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز لېږد دی، د افغانستان په خاوره کې روانه ده او تمه ده چې مهمې برخې به یې په راتلونکو کلونو کې بشپړې شي. د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژه هم له هغو بنسټیزو پروژو څخه ده چې د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي. اسلامي امارت دغه پروژه د سیمهییز اتصال او د افغانستان له جغرافیایي موقعیت څخه د ګټې اخیستنې په موخه تعقیبوي. دغه پروژې نه یوازې هېواد ته د پام وړ اقتصادي ګټې رسوي، بلکې افغانستان د سیمې د نښلولو د یوې مهمې کړۍ په توګه هم ورپېژني.
له دې ټولو سره سره، ځینې مغرض کسان، مخالفې رسنۍ او بهرنۍ سیاسي کړۍ د دغو پراخو اړیکو له پامه غورځولو سره د افغانستان د نړیوال ګوښهوالي دعوه کوي. خو پوښتنه دا ده چې که افغانستان په رښتیا له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه شوی وای، نو څنګه یې له ګڼو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې ساتلای شوې؟ څنګه یې له بېلابېلو سیمهییزو هېوادونو سره لسګونه تفاهملیکونه او سوداګریز قراردادونه لاسلیکولای شول؟ او څنګه به د ټاپي او کاسا ـ ۱۰۰۰ په څېر سترې پروژې د څو هېوادونو په همکارۍ د افغانستان په خاوره کې پر مخ تللای شوې؟
د افغانستان د نړیوال ګوښهوالي دعوه تر ډېره د مغرضو اشخاصو او ډلو سیاسي روایت دی، نه یو ثابت حقیقت. دغه کسان چې په افغانستان کې خپلې ناروا ګټې نه شي ترلاسه کولای، په خپلو سیاسي شننو کې او یا د خپلو پورې تړلو کسانو له لارې، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پر دروغجنو تورونو او د واقعیتونو پر تحریف لاس پورې کوي. خو دغه بېبنسټه تورونه له عملي شواهدو سره هېڅ سمون نه لري.
په ډیپلوماټیک ډګر کې بله لاستهراوړنه د ملي ګټو په چوکاټ کې له نړیوالو ادارو او مرستندویه بنسټونو سره رغنده اړیکې او همکاري ده. اسلامي امارت په وار وار څرګنده کړې چې په بشري او اقتصادي برخو کې له نړۍ سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو دا همکاري باید د متقابل درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ ولاړه وي. دغه اصولي تګلاره ورو ورو د سیمې او له هغې ورهاخوا د ګڼو هېوادونو د منلو وړ ګرځېدلې او په راتلونکي کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.
نن افغانستان، د مخالفینو د تبلیغاتو خلاف، د نړۍ په څنډه کې نه، بلکې د سیمهییزو بدلونونو په منځ کې ځای لري. دا د بهرني سیاست په ډګر کې د اسلامي امارت د سنجول شوې تګلارې، تدبیر او خپلواکې پرېکړې کولو یوه لاستهراوړنه ده.












































