میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
دوشنبه, اکتوبر 26, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — پنځمه برخه

    اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! شپاړلسمه برخه

    د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

    اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه  څلورمه برخه

    د ابراهیمي ایثار په پله!

    د ابراهیمي ایثار په پله!

    پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه!   دویمه او وروستۍ برخه

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

ډاکټر همام سلطاني

Share on FacebookShare on Twitter

داعشي خوارج او غالي مدخلیان د اسلامي امارت او طالبانو د تکفیر لپاره دا پلمه وړاندې کوي چې ګواکې د هغوی عقیده دیوبندي او ماتریدي ده. دغه تکفیري ډلې ادعا کوي چې دا عقیده پر کفر ولاړه ده، له بده مرغه، ځینې کسان، په ځانګړي ډول په عربي نړۍ کې، د دغو تورونو له حقیقت او علمي او تاریخي شالید څخه د ناخبرۍ له امله د یادو تکفیري ډلو تر تبلیغاتي اغېز لاندې راځي. په دې تړاو د ځینو بنسټیزو حقیقتونو پېژندل اړین دي، ترڅو د دې تور اصلي حقیقت، علمي او تاریخي شالید او په اړه یې خپرې شوې ناسمې انګېرنې او غلط فهمۍ روښانه شي.

دیوبندیت: تاریخي شالید، علمي تګلاره او دیني او اصلاحي خدمتونه

ورته مقالې

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! شپاړلسمه برخه

د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه څلورمه برخه

دیوبندیت په اصل کې کومه نوې یا خپلواکه عقیده او مذهب نه دی، بلکې د دیني علومو د زده‌کړې او تدریس، د عقایدو او اعمالو د اصلاح او د علمي، اخلاقي او روحاني روزنې یوه جامع تګلاره ده، چې د برصغیر او افغانستان ګڼ شمېر علماء او مشایخ ورسره تړاو لري. د دیوبندیت نسبت د هندوستان تاریخي ښار دیوبند ته کېږي، چې په ۱۸۶۶ زېږدیز کال (د ۱۲۸۳ هجري قمري کال د محرم الحرام په ۱۵مه) کې د «دارالعلوم دیوبند» په نوم د دیني علومو یوه ستره او نامتو مدرسه پکې تأسیس شوه. دغه مدرسه وروسته په برصغیر کې د یوه اغېزناک علمي، اصلاحي او جهادي خوځښت پر مرکز بدله شوه.

تاریخي شالید او د دارالعلوم دیوبند تأسیس

دا حقیقت باید په پام کې ولرو چې د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره کومه نوې رامنځته شوې تګلاره نه وه، بلکې بنسټونه یې د اسلامي تاریخ په لرغونو علمي دودونو او روایتونو کې ژورې ریښې لرلې. په ځانګړي ډول په برصغیر کې شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله او د هغه علمي او فکري وارثانو د قرآن او سنتو لوري ته د رجوع، د توحید د دعوت، د دیني علومو د احیا، د عقایدو او اعمالو د اصلاح او په ټولنه کې د دودو شویو شرکي عقایدو او بدعتونو د رد او مخنیوي په برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي وو. د دیوبند اکابرو همدغه علمي او اصلاحي میراث ته دوام ورکړ او د یوه منظم تعلیمي، روزنیز او اصلاحي خوځښت بڼه یې ورکړه.

پر برصغیر د برتانوي استعمار واکمنۍ، د ۱۸۵۷ زېږدیز کال له جګړې وروسته د مسلمانانو سیاسي او پوځي ځواک ته د اوښتو سختو زیانونو او د هغوی دیني او کلتوري هویت ته د ورپېښو ګواښونو په پام کې نیولو سره، د دیوبند اکابرو د داسې یوه علمي مرکز جوړول اړین وبلل، چې له یوې خوا د مسلمانانو د دین او ایمان، اسلامي تمدن، علمي میراث او دیني هویت ساتنه وکړي او له بلې خوا داسې وړ او پیاوړې علمي او فکري رهبرۍ وروزي، چې د استعماري واکمنۍ پر وړاندې د مبارزې وړتیا ولري او په امت کې د دیني ویښتیا او خپلواکۍ روحیه ژوندۍ وساتي.

د همدې موخې لپاره د دارالعلوم دیوبند بنسټ کېښودل شو. دغه علمي مرکز د وخت په تېرېدو سره یوازې تر یوه تعلیمي بنسټ محدود پاتې نه شو، بلکې د یوه پراخ علمي، دیني، فکري او جهادي خوځښت پر اغېزناک مرکز بدل شو. د دې سترې دیني مدرسې له روزنیزې غېږې څخه داسې نومیالي علماء، محدثین، فقهاء، مصلحین او مجاهدین راووتل، چې د برصغیر او افغانستان پر علمي او دیني ډګرونو یې ژورې اغېزې وښندلې او د برتانوي استعمار پر وړاندې یې په علمي، فکري، سیاسي او عملي مبارزو کې څرګند او ارزښتناک رول ولوباوه.

د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره

د دارالعلوم دیوبند تعلیمي نظام یوازې د کتابونو تر تدریس او د علمي معلوماتو تر لېږد پورې محدود نه دی، بلکې د علم او عمل، تعلیم او تربیې، اصلاح او تزکیې یو جامع او منظم نظام دی. په دې تګلاره کې استاد یوازې د یوه ښوونکي حیثیت نه لري، بلکې د روزونکي، لارښود او د شخصیت او کردار د جوړوونکي دنده هم ترسره کوي. زده‌کوونکي د خپلو استادانو تر مستقیمې څارنې لاندې دیني علوم زده کوي، د هغوی له علمي او روزنیزې ملګرتیا څخه ګټه اخلي او د کتابونو د الفاظو او عبارتونو ترڅنګ د هغو په معناوو، موخو او عملي غوښتنو هم ځان پوهوي. په دې توګه، زده کوونکي له کتابونو څخه د علم د ترلاسه کولو ترڅنګ، د استادانو له صحبت او لارښوونو څخه علمي پوخوالی، فکري وده او عملي روزنه هم ترلاسه کوي.

د دې تګلارې یوه څرګنده ځانګړنه دا ده چې علم له عمل او تعلیم له تربیې څخه بېل نه ګڼل کېږي. دلته یوازې پر دې بسنه نه کېږي چې زده‌کوونکي په علمي بحثونو کې مهارت ترلاسه کړي او له دیني مسائلو سره بلد شي، بلکې د هغوی د باطن اصلاح، د اخلاقو سمون، د کردار پاکوالي او د ظاهري او باطني اعمالو اصلاح ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي. پر عباداتو پابندي، د ذکر او اذکارو دوام، تقوا او پرهېزګاري او د نفس تزکیه د دیني تعلیم او تربیې مهمې برخې ګڼل کېږي، ترڅو له دې علمي مرکز څخه فارغېدونکی طالب‌العلم یوازې د دیني علومو پوه او حامل نه وي، بلکې په خپل ژوند او کردار کې د خپل علم عملي بېلګه هم وګرځي.

د نفس تزکیه، تصوف او د دیوبند د اکابرو تګلاره

ځینې افراطیان او تکفیریان د دارالعلوم دیوبند د همدې روحاني او اصلاحي اړخ په پلمه، د دې مدرسې علماء او ورسره تړلي کسان په منفي بڼه قبوري صوفیان معرفي کوي او هڅه کوي چې هغوی له هغو صوفي ډلو سره یو شان وښيي چې په غلو او بدعتونو کې ښکېلې دي. حال دا چې د دیوبند د اکابرو په اند، د باطن اصلاح او د نفس تزکیه باید د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمه او د اسلامي شریعت د حدودو تابع وي.

د هغوی په تګلاره کې د روحاني روزنې موخه دا ده چې انسان د شریعت پابند وګرځوي، اخلاق او کردار یې اصلاح کړي، باطن یې له ناوړه صفاتو پاک کړي او د الله تعالی اطاعت او بندګۍ ته یې متوجه کړي؛ نه دا چې له قبرونو سره تړلو غیرشرعي عقایدو، له حده اوښتو تصوراتو او په دین کې د بې‌بنسټه دودونو او رواجونو د خپرولو وسیله وګرځي.

له همدې امله، د دیوبند د اکابرو اصلاحي او روزنیزه تګلاره د هغو صوفي ډلو له عقایدو او اعمالو سره یو شان ګڼل، چې د غلو او غیرشرعي دودونو نیوکې پرې کېږي، په حقیقت کې د دې علمي مکتب له علمي او فکري ماهیت څخه سترګې پټول دي. د دیوبندي علماوو په اند، د نفس د تزکیې او د باطن د اصلاح اساسي موخه دا ده چې د انسان ظاهر او باطن دواړه د شریعت تابع شي او ټول ژوند یې د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمون ومومي.

دا هماغه علمي او اصلاحي میراث دی چې بنسټونه یې شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله او د هغه علمي او فکري وارثانو پیاوړي کړي وو او وروسته د دیوبند اکابرو د تعلیم او تدریس، دعوت او اصلاح او د نفس د تزکیې د یوه منظم نظام په بڼه ورته دوام ورکړ. د دې علمي او اصلاحي خوځښت اغېزې ورو ورو د برصغیر له پولو واوښتې او افغانستان او د نړۍ نورو سیمو ته هم ورسېدې.

د استعماري ځواکونو پر وړاندې مبارزه او د دیوبند علمي میراث

د دارالعلوم دیوبند علمي، فکري او روحاني اغېزې یوازې د برتانوي استعمار تر دورې محدودې پاتې نه شوې، بلکې په وروستیو پړاوونو کې هم له دې فکري منهج سره تړلو علماوو او دیني خوځښتونو په بېلابېلو ډګرونو کې څرګند او اغېزناک رول ولوباوه. په برصغیر کې د دیوبند اکابرو د برتانوي استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ په مبارزه کې پراخه ونډه واخیسته. همدارنګه په افغانستان کې هم له دې علمي میراث سره تړلو علماوو او دیني کړیو د برتانوي استعمار پر وړاندې په مبارزو، د شوروي ځواکونو د پوځي یرغل پر وړاندې په مقاومت او وروسته د امریکايي او متحدو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې په بېلابېلو برخو کې ونډه درلوده.

په ځانګړي ډول پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل وروسته، له دیوبندي علمي میراث سره تړلو ګڼو شخصیتونو او ډلو په افغانستان او پاکستان کې د امریکايي او متحدو ځواکونو پر وړاندې په مقاومت کې څرګند رول ولوباوه. بالاخره، له دوو لسیزو جګړې، پوځي مقاومت او سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو وروسته، امریکا له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې تړون لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

په دې توګه، د دیوبند علمي او فکري میراث لا هم له خپلو اغېزو سره ژوندی پاتې دی. له دې علمي منهج سره تړلې ادارې د اسلامي علومو خپرول، د دیني ارزښتونو ساتنه، د ټولنې اصلاح او د دیني او کلتوري خپلواکۍ دفاع خپله تاریخي دنده ګڼي. د هغوی په اند، تر هغه چې د استعماري واکمنۍ اغېزې پاتې وي او د مسلمانانو دیني او کلتوري هویت له ګواښونو سره مخ وي، د علم او څېړنې، دعوت او اصلاح، فکري او جهادي مبارزې او د خپلو دیني او ټولنیزو حقونو د ساتنې په ډګرونو کې به د هغوی مسؤلیتونه هم دوام ولري.

د دیوبندي نسبت حقیقت

د دارالعلوم دیوبند علمي او روزنیزه تګلاره د خپلو ځانګړنو، جامعیت او دیني او اصلاحي خدمتونو له امله له برصغیر څخه افغانستان او نورو سیمو ته هم وغځېده. له دې علمي مرکز څخه فارغ شوي علماء او د دې ادارې له علمي او فکري تګلارې سره تړلي کسان د همدې علمي تړاو له امله په «دیوبندیانو» مشهور شول؛ لکه څنګه چې له جامع الازهر سره تړلي علماء د «ازهریانو» په نوم یادېږي.

له دې څخه څرګندېږي چې دیوبندي په اصل کې یو علمي او تعلیمي نسبت دی، چې له دارالعلوم دیوبند، د هغه له فکري میراث او ځانګړې تعلیمي او اصلاحي تګلارې سره تړاو څرګندوي، نه دا چې د کومې نوې یا خپلواکې عقیدې نوم وي. البته، د دې علمي او فکري بهیر علماء د فقهې له پلوه حنفي مذهبه دي او د عقایدو په کلامي بحثونو کې له ماتریدي فکري تګلارې سره تړاو لري.

د هر علمي او فکري بهیر په اړه د عادلانه او منصفانه نظر د جوړولو لپاره اړینه ده چې د هغه عقاید، علمي سرچینې، تاریخي شالید او بنسټیزې لارښوونې په جلا جلا توګه وپېژندل شي. یوازې د یوه علمي یا تعلیمي نسبت پر بنسټ د یوه ټول علمي او فکري بهیر په اړه حکم صادرول د علمي څېړنې او انصاف له غوښتنو خلاف دي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! شپاړلسمه برخه

ورته مقالې

دیني لیکني

د دين په خاطر کړاوونه زغمل!

جنوري 23, 2023
داعش د افغانانو د ځورولو نوې پروژه!
خوارج العصر

داعش د افغانانو د ځورولو نوې پروژه!

نوومبر 4, 2024
شنني او لیکني

د هرات پاڅون؛ که ارادې قوي او اتحاد ساتلی و اوسي.

مارچ 15, 2023
د واخان دهلیز ته د ننوتلو خبرې د جنګ د اعلان په معنا دي
سیاسي لیکني

د واخان دهلیز ته د ننوتلو خبرې د جنګ د اعلان په معنا دي

مارچ 22, 2024
داعش؛ که د پاکستان پوځي اداره
خوارج العصر

داعش؛ که د پاکستان پوځي اداره

مې 13, 2026
خوارج العصر

امریکا او داعش د یوه خره دوه غوږونه

دسمبر 31, 2022

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — پنځمه برخه

د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — پنځمه برخه

اکتوبر 26, 2026
اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! شپاړلسمه برخه

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! شپاړلسمه برخه

اکتوبر 26, 2026
د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

اکتوبر 25, 2026
د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

اکتوبر 25, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.