د پاکستان د پوځي رژيم ولسمشر نن یکشنبه په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري وضعیت او په اصطلاح ګورنر راج د پیل پرېکړه لاسلیک او اعلان کړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، آصف علي زرداري د لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې د سلا په تاییدولو سره اعلان کړه چې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲ مادې پر اساس په خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت (ایمرجنسي) نافذ دی او د ۲۳۴ مادې مطابق د ایالت ټول واک والي (ګورنر) ته انتقال شوی دی.
په دې پریکړې سره، د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یې اداره کوي، عملًا سلب صلاحیت شو او ایالتي شورا لغوه شوه.
لس ورځې وړاندې المرصاد د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې د پاکستان فدرال حکومت، چې په بشپړ ډول یې واګې د پوځ په لاس کې دي، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري وضعیت نافذولو او د ایالتي حکومت د سلب صلاحیت کولو پلان لري.






































