د امریکا او د هغې د متحدینو له شل کلن خونړي اشغال وروسته، په پای کې اسلامي امارت د زرګونو شهیدانو او ټپیانو په قربانۍ د کابل لاسپوڅی حکومت نسکور کړ او د دې خاورې پر سر یې د خپلواکۍ بیرغ ورپاوه. په دې منځ کې، د پاکستان پوځي رژیم ګومان کاوه چې دغه بدلون ورته یو زرین فرصت برابر کړی، څو پر افغانستان د یوه ستر ځواک په توګه ځان وتپي او خپلې ناوړه او زړې شوې پالیسۍ په دې هېواد کې پلې کړي. خو د اسلاماباد پوځي رژیم له دې حقیقت څخه ناخبره و چې اسلامي امارت د تېرو لاسپوڅو نظامونو په څېر نه دی، چې په ناچیزه بیه دې په دې خاوره کې بهرنیانو ته د لاسوهنې زمینه برابره کړي.
د پاکستان پوځي رژیم په لومړي سر کې هڅه وکړه چې په پټ او ښکاره نفوذ سره په افغانستان کې خپلې پښې ټینګې کړي او اسلامي امارت دې ته اړ کړي چې د دغه رژیم ناپاکې او غیرانساني پالیسۍ ومني. خو کله چې اسلامي امارت د دغو غوښتنو پر وړاندې کلک دریځ ونیو او د لاسوهنې دروازې یې د دغه رژیم پر مخ وتړلې، نو د فشار راوړلو لارو چارو ته یې مخه کړه. د دغه رژیم لومړنی ګام د میلیونونو افغان کډوالو شړل وو؛ نارینه، ښځې او ماشومان یې له هر ډول حقوقي او انساني معیارونو پرته له خپلو کورونو او مېنو وایستل او شتمنۍ او مالونه یې ترې لاندې کړل. دوی ګومان کاوه چې دا فشار به اسلامي امارت پر ګونډو کړي؛ خو اسلامي امارت د غره په څېر ټینګ ودرېد، د کډوالو ستونزو ته یې رسېدنه وکړه او ثابته یې کړه چې هېڅ فشار یې اراده نه شي کمزورې کولای.
له دې ناکامۍ وروسته، د پاکستان پوځي رژیم بله لاره غوره کړه او د افغانستان پر مخ یې خپلې سوداګریزې دروازې وتړلې. موخه یې د افغانستان د اقتصاد کمزوري کول او اسلامي امارت تسلیمېدو ته اړ ایستل وو. خو دغه سیاست هم د مخکیني سیاست په څېر برعکس پایله ورکړه. له پاکستانه هند او منځنۍ اسیا ته غځېدلې سوداګریزې لارې پرې شوې او تر ټولو ډېر زیان خپله پاکستان ولید. کرنیز محصولات او سوداګریز توکي په ګمرکونو کې خراب شول، پاکستاني بزګران او سوداګر له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شول او د دغه هېواد نازک اقتصاد د سقوط کندې ته لا ډېر ورنږدې شو. افغانستان هم په چټکۍ سره بدیلې سوداګریزې لارې فعالې کړې او ثابته یې کړه چې هېڅ ډول بندیز نه شي کولای دا ملت پر ګونډو کړي.
له دغو دوو درنو ماتو وروسته، د پاکستان پوځي رژیم خپل وروستي او تر ټولو ناوړه اقدام ته مخه کړه: پر بېدفاع ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو یې هوايي او توپچي بریدونه پیل کړل. ګومان یې کاوه چې ښايي د بېګناه انسانانو د وینو په تویولو سره اسلامي امارت شاتګ ته اړ کړي. خو دغه سیاست هم ناکام شو؛ ځکه د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو په نقضولو سره یې د نړۍ د ویښو وجدانونو غوسه راوپاروله او د ګڼو سیاستوالو او بشري بنسټونو له سختو غندنو سره مخ شو. د نړۍ په نظر کې د پاکستان څېره لا پسې توره شوه او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقضوونکي په توګه د دغه رژیم اصلي څېره څرګنده شوه.
د پاکستان پوځي رژیم باید پوه شي چې د اسلامي امارت نظام د تېرو نظامونو په څېر نه دی، چې د هر باد په لګېدو ولړزېږي او په دې خاوره کې بهرنیانو ته د نفوذ او لاسوهنې زمینه برابره کړي. دغه نظام د زرګونو شهیدانو او معلولینو په قربانۍ خپله خپلواکي او عزت ترلاسه کړی دی او د خپلې خاورې او خلکو د دفاع په لار کې د هېچا له ملامتۍ نه وېرېږي. اسلامي امارت د غره په څېر ټینګ ولاړ دی او هېڅ هېواد ته په دې خاوره کې د لاسوهنې حق نه ورکوي، که څه هم په دې لار کې د بېشمېره قربانیو ورکولو ته اړ شي.
د پاکستان پوځي رژیم باید د غفلت له خوبه راویښ شي او پوه شي چې زړې شوې پالیسۍ او ناپاکې موخې یې نور د دې خپلواک او ویښ ملت پر وړاندې له ماتې سره مخ دي. تاریخ ګواهي ورکوي چې هر یرغلګر په پای کې د خپلواکو ملتونو د ټینګې ارادې پر وړاندې سر ټیټولو ته اړ شوی دی.









































