د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په مدینه منوره کې د «طیبه برېښنا د وېش پر مرکز» د حوثیانو ډرون برید، د منځني ختیځ له وړاندې تاوده او کړکېچن امنیتي وضعیت ته نوی او خطرناک اړخ ورکړی دی. که څه هم د یمن حوثيانو د معمول په څېر د دغه برید مسؤولیت رد کړی؛ ښايي لامل یې دا وي چې هغوی ښه پوهېږي، د حرمینو شریفینو په څېر د اسلامي امت له وروستۍ «سرې کرښې» څخه د اوښتو مسؤولیت پر غاړه اخیستل، په اسلامي نړۍ کې د سخت غبرګون له څپې سره د هغوی د مخامخ کېدو لامل کېدای شي.
خو د سعودي استخباراتو په وینا، د پېښې له ځایه د «ایراني جوړښت لرونکي ډرون پاتې شوني او عدلي ـ تخنیکي شواهد» موندل شوي، چې د شک ګوته په مستقیم ډول د حوثیانو پر لور نیسي. د حوثیانو دغه انکار په لومړي نظر کې ښايي یوازې د یوې امنیتي اعلامیې برخه وبرېښي، خو که موضوع ته ژور وکتل شي، څرګندېږي چې دغه برید په حقیقت کې د ۲۰۲۶ کال د اګست پر اوومه رامنځته شوي «د مکې ګډ دفاعي تړون» د ستراتیژیکې ژورتیا او د غړو هېوادونو د غبرګون د کچې د معلومولو لپاره یوه ژوره پوځي ازموینه وه. ظاهراً حوثیانو غوښتل وازمويي چې که د مدینې منورې امنیتي حصار وننګول شي، نو د «مکې تړون» په څېر دغه نوي پوځي ائتلاف عملي ځواب به تر کومه بریده جدي او سخت وي؟
خو د دغه بحران په وړاندې د پاکستان په څېر د یوه مهم غړي غبرګون د نړیوالې ټولنې لپاره د حیرانتیا تر بریده دودیز پاتې شوی دی. اسلاماباد په سختو ټکو برید وغانده، خو په عملي ډګر کې داسې کوم څرګند، پرېکنده او پوځي غبرګون ونه لیدل شو چې د حوثیانو د چلند او د ډرون له پاتې شونو څخه د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ د ایران په څېر د هغوی د ملاتړي په زړه کې «بازدارنده وېره» رامنځته کړي.
پاکستان یوه «په ظاهره مسلمان(!) اټومي ځواک» دی. د دغه هېواد دا «ډیپلوماټیکه چوپتیا» یوازې د سستۍ یا بېپروایۍ پایله نه شي ګڼل کېدای، بلکې دا د «معاملاتي ډیپلوماسۍ» (Transactional Diplomacy) یوه کلاسیکه بېلګه ده؛ هغه ډیپلوماسي چې تر شا یې پېچلې جیوپولیټیکي ستونزې او اقتصادي مجبوریتونه پراته دي؛ هماغه مجبوریتونه چې شهباز شریف یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د لندن او نیویارک د اوسېدونکو په اړه د خبرو پر مهال یادونه کړې وه.
هغه ویلي وو: «که موږ د نړۍ په کچه سختدریځي (مجاهدین) په پاکستان کې بوخت نه وای ساتلي، نو نن به دغه کسان د لندن او نیویارک په کوڅو کې په ازاده توګه ګرځېدل. له همدې امله باید تاسې ټول له پاکستان سره اقتصادي مرسته وکړئ، ځکه پاکستان په حقیقت کې د لوېدیځ او امریکا د خوندیتوب جګړه پر مخ وړي.»
له همدې امله د مکې تړون په تړاو د پاکستان د چوپتیا لومړی اړخ د پاکستان او ایران له پخوانیو، خو حساسو اړیکو سره تړاو لري. د پاکستان لپاره د منځني ختیځ، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان، په دفاعي معادلو کې د دایمي بازدارنده پوځي تأسیساتو جوړول داسې یو ګام کېدای شي چې بیه یې باید له ایران سره پر خپلې اوږدې پولې پرې کړي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د حوثیانو پر ضد سختو څرګندونو او ریاض ته د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر له سفر وروسته، د ایران د علمي کړیو له لوري هغه ښکاره نیوکې چې پاکستان ته پکې د «دوست او دښمن ترمنځ د توپیر» یادونه شوې او د سترګو د پرانیستو خبرداری ورکړل شوی و، دا ښيي چې تهران د اسلاماباد هر حرکت له نږدې څاري.
د دې معادلې دویم اړخ دا دی چې د پاکستان په دولتي او پوځي جوړښتونو کې پر مهمو مقامونو د اغېزناکې شیعه ټولنې حضور او په هېواد کې د داخلي فرقهییز توازن ساتل، ظاهراً د اسلاماباد له لومړیتوبونو څخه دي. له همدې امله پاکستان ښايي د پردې تر شا د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او د سعودي د هوايي حریم په څارنه کې همکاري وکړي، خو د حوثیانو پر وړاندې به له مستقیم پوځي اقدام څخه ځان ساتي، څو د نیابتي جګړې مخ د راولپنډۍ پر لور راونه ګرځي.
خو د دغه ستراتیژیک احتیاط تر ټولو مهم او پرېکنده اړخ خالص اقتصادي دی. پاکستان دا مهال له داسې اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی چې په دې وضعیت کې د بل هېواد لپاره د «وړیا جګړې» توان نه لري. د ۲۰۲۶ کال په جولای کې پاکستان له سعودي عربستان څخه د ۶.۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د تېلو یوه امتیازي اسانتیا غوښتې وه، چې د ۱۵ کلونو په اوږدمهاله پور ولاړه وي، د سود کچه یې یوازې یو سلنه وي او په لومړیو پنځو کلونو کې هېڅ ډول تادیه ترې ونه غوښتل شي.
سعودي عربستان چې د «ویژن ۲۰۳۰» تر چتر لاندې غواړي خپل اقتصاد له جګړو لرې وساتي او ثبات ورکړي، د پاکستان پر دغه اوږدمهاله اقتصادي پور د هوکړې له لاسلیکولو ډډه کوي. ظاهراً داسې ښکاري چې د حوثیانو له دراندازۍ سره سره، د مکې تړون د پوځي عملي کولو په تړاو د پاکستان وروستۍ چوپتیا پر ریاض د فشار اچولو یوه تګلاره ده؛ یعنې که سعودي عربستان د حرمینو شریفینو او یا د خپل امنیت لپاره د پاکستان د دودیز او اټومي ځواک «امنیتي تضمین» غواړي، نو باید پاکستان ته اوږدمهاله اقتصادي ژوندبښونکې مرسته هم برابره کړي.
په دې ډیپلوماټیکه شطرنج کې وضعیت هغه مهال لا تریخ شو چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د سعودي عربستان د انرژۍ ستر شرکت «ډیلټا انټرنېشنل انرژي» د پاکستان ټولې غوښتنې او د «ځانګړې پانګونې د اسانتیا شورا» (SIFC) وړاندیزونه له پامه وغورځول او د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت سره یې د هرات او نورو ولایتونو د تېلو او ګازو د اکتشاف لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو لومړنی تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان لپاره، چې دا مهال له کابل سره د ټي ټي پي په نوم د تش په نامه او ځانجوړ شوي قضیې پر سر سخت امنیتي کړکېچ رامنځته کوي، د سعودي له لوري کابل ته اقتصادي ملاتړ ورکول او په پاکستان کې د پانګونې درول، یو ستر ډیپلوماټیک ګوزار و. له دې وړاندې، کله چې سعودي عربستان ته څرګنده شوه چې پاکستان د ایران په مهارولو کې پاتې راغلی، ریاض پاکستان ته د یوه خاموش پیغام په توګه د مکې په تړون کې د ترکیې په څېر یو ستر او بااعتباره ځواک شامل کړ، څو د پاکستان لپاره بدیل ولټوي. خو پاکستان، سره له دې چې حضور یې نور چندان ضروري نه ښکارېده، له تړونه د وتلو له ډیپلوماټیک زیان څخه د ځان ژغورلو لپاره غوره وګڼله چې د تړون برخه پاتې شي؛ خو ظاهراً یې د خپلو پوځي خدمتونو سرعت په قصدي ډول ورو کړ.
له دغه وضعیت څخه داسې ښکاري چې د مکې د تړون له مخې د حرمینو شریفینو ساتنه، که د اسلامي امت لپاره له عاطفي پلوه هر څومره مهمه وي، خو په جیوپولیټیک ډګر کې د پاکستان لپاره د «امنیت په بدل کې د اقتصادي مرستې» په یوه پېچلې لوبه بدله شوې ده.
که سعودي عربستان د پاکستان د ۱۵ کلن پور پر بنسټ د تېلو د غوښتنې او په پاکستان کې د داخلي پانګونې د ژمنو په اړه بیا غور ونه کړي، نو پاکستان به د مکې په تړون کې د ترکیې تر شا یوازې په یوه ثانوي (Secondary) او سمبولیک رول بسنه وکړي، او غبرګون به یې ښايي یوازې تر غندونکو اعلامیو محدود پاتې شي.
په اوږدمهال کې دغه سړښت پاکستان د منځني ختیځ له دودیز بلاک څخه لرې کولی او د چین، او په پاکستان کې د شیعه لابي د اغېز له امله، له ایران سره یې د یوه بدیل ستراتیژیک ائتلاف پر لور بیولی شي. که څه هم دا بدلون ښايي په سیمه کې د ځواک توازن په بشپړه او دایمي توګه بدل نه کړي، خو د پاکستان لپاره د اسلامي نړۍ له اهل سنت بلاک څخه د واټن د زیاتېدو لامل کېدای شي.










































