د نړیوالو اړیکو او دفاعي جیوپولیټیک معتبرې امریکايي مجلې «دي ډیپلومات»(The Diplomat) وروستی تحلیل یوازې یوه لیکنه نه ده، بلکې د راولپنډۍ د پوځي مرکز د پالیسي جوړونې دهلېزونو ته د یوه هندارې حیثیت لري. دغه راپور په ډاګه کوي چې پاکستاني پوځ په کومې ستراتیژیکې تېروتنې او د غرور په ناکام خیال کې راګیر دی؛ داسې خیال چې نه یوازې یې ټوله سیمه د باروتو په لوګي او بوی لړلې، بلکې خپله اسلاماباد یې هم داسې ډنډ ته ورټېل وهلی چې ترې راوتل ورځ تر بلې ستونزمن ښکاري.
که روان وضعیت د افغانستان د اسلامي امارت د اصولي، دفاعي او شرعي دریځ له زاویې په ژوره توګه وڅېړل شي، نو دا حقیقت د لمر په څېر روښانه کېږي چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ د خپلو کورنیو سیاسي او امنیتي بحرانونو د پړې پر کابل اچولو لپاره کومه خطرناکه لوبه پیل کړې وه، اوس هماغه لوبه بېرته د ده پر لور راګرځېدلې ده.
د پاکستاني پوځ د اوسني ستراتیژیک اضطراب اصلي لامل په کابل کې د هغه خوب ماتېدل دي چې له مخې یې پاکستان له لسیزو راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتیژیکې عمق»(Strategic Depth) په توګه، یعنې تر ډېره د یوې تابع او تر اغېز لاندې دولت په سترګه کاته. کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې افغانانو د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې شل کلن امریکايي اشغال او بهرنی تسلط پای ته ورساوه او خپله خپلواکه او مستقل حکومتولي یې رامنځته کړه، راولپنډۍ داسې انګېرله چې د کابل نوې مشرتابه به د دوی پر اشارو حرکت کوي.
خو کله چې اسلامي امارت بېطرفه، خپلواکه او د افغانستان پر ملي ګټو ولاړه بهرنۍ تګلاره غوره کړه، د پاکستان د پوځي جنرالانو اندېښنې زیاتې شوې. هغه نفوذ چې دوی د کلونو په اوږدو کې د سیاسي لاسوهنو او معاملاتو له لارې د جوړولو هڅه کړې وه، په چټکۍ سره کمزوری شو. پاکستاني پوځ د همدې سیاسي او ډیپلوماتیکې ناکامۍ د پټولو او پر کابل د خپل مطلوب نفوذ د بیا ټینګولو لپاره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوم د یوه پلمې په توګه کارول پیل کړل.
د «دي ډیپلومات» په راپور کې وړاندې شوي دفاعي ارقام هم د راولپنډۍ د همدې وارخطایۍ یوه عملي بېلګه بلل شوې ده. د راپور له مخې، پاکستاني پوځ په تېرو څه کم یوه کال کې د افغانستان د حریم په نقضولو سره لږ تر لږه تر ۱۵ ډېر هوايي او ډرون بریدونه کړي دي. په دې لړ کې پر کونړ او پکتیکا د امریکا په جوړو شوو «GBU-12» بمونو ترسره شوې بمبارۍ هم یادېږي. د دغو بریدونو له امله افغان ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته د اوښتو زیانونو ادعاوې دا بحث لا پسې جدي کوي چې پاکستاني پوځي مشرتابه د امنیت تر عنوان لاندې د افغانستان پر خاوره پوځي عملیات پراخ کړي دي.
خو د یادې مجلې د تحلیل له مخې، دغو بریدونو او بمباریو راولپنډۍ ته هغه ستراتیژیکه پایله نه ده ورکړې چې تمه یې ترې کېده، بلکې د مطلوبو موخو په ترلاسه کولو کې یې ناکامي لیدلې ده. تر دې هم د اندېښنې وړ د پاکستاني پوځ هغه تورن پسپردې رول بلل کېږي چې ګواکې د افغان حکومت د وسلهوالو مخالفینو، ډیت اسکواډ«مرګ ډلو» او نورو ګډوډوونکو عناصرو ملاتړ او تمویل کوي. له یوې خوا اسلاماباد نړیوالې ټولنې ته ځان د ترهګرۍ قرباني معرفي کوي، خو له بلې خوا پرې تور لګېږي چې د کابل د حکومت د ثبات د مخنیوي لپاره د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. تاریخ ګڼې داسې بېلګې لري چې کله دولتونه د خپلو کورنیو ستونزو حل د پولو هاخوا په بمباریو او د نیابتي وسلهوالو ډلو په ملاتړ کې لټوي، پایلې یې بېرته پر خپله امنیتي او سیاسي فضا هم اغېز کوي.
«دي ډیپلومات» د راولپنډۍ د پالیسي جوړوونکو لپاره دا خبرداری مطرح کړی چې د اقتصادي فشار، د سرحدونو د تړلو او هوايي بریدونو له لارې د کابل پر ګونډو کولو هڅه یوه «لنډلیدې»(Short-Sighted) تګلاره ده. هغه کسان چې د افغانستان د معاصر تاریخ تجربه له پامه غورځوي، باید په یاد ولري چې هغه افغانستان او ولس چې امریکا او د پاکستاني پوځ په ګډون ۴۸ متحدو هېوادونو د دوو لسیزو په اوږدو کې، له خورا وحشتناکو زورزیاتیو او مرګونو پوځي تکتیکونو سره سره، د الله تعالی په فضل، د ځان پر وړاندې ټیټ نه کړای شو، نو د پاکستاني پوځ بمبارۍ به یې څنګه ماتې کړي، هغه پوځ چې کړنې یې تر لېونتوب پورې له بېعقلۍ ډکې دي؟
الله تعالی د اسلامپالو افغانانو په فطرت کې دا نه دي ایښي چې د بهرني فشار یا د ټوپک د شپېلۍ په زور ورباندې تپل شوې پرېکړې ومني. د راولپنډۍ د دې متعصبې او له کرکې ډکې تګلارې یوازینۍ پایله دا شوې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ، په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې، د پاکستان پر ضد د ولسي غوسې او کرکې یو نوی او سخت څپانده توپان راولاړ شوی دی.
د دې ستراتیژیک زوال ژورتیا هغه مهال لا پسې روښانه کېږي، چې د پاکستاني پوځ، د ټرمپ له کورنۍ سره د اړیکو او له اسرائیل پلوو شرکتونو سره د پټو ډرون معاملاتو حقایق رابرسېره کېږي. د خپل هېواد د ولس د مالیاتو په پیسو، د فلسطینیانو له وژونکو او د اسرائیلي نفوذ له لابیانو سره د پټو معاملو له لارې د پوځي ټکنالوژۍ ترلاسه کول، د پاکستاني پوځي اسټبلشمنټ هغه خونړی مخ څرګندوي چې اوس یې پټول ورته ورځ تر بلې ناشوني کېږي.
دا هر څه ښيي چې د پاکستاني پوځ په لومړیتوبونو کې نه اسلامي ورورولي او نه هم د سیمې سوله ځای لري؛ بلکې د خپل واک او بقا د خوندي کولو او د هغو امریکايي ګټو د تعقیب جګړه ده. حقیقت دا دی چې د امنیتي بحران په اړه بحث یوازې پر کابل نه راڅرخي، بلکې د اسلاماباد او راولپنډۍ خپلې تګلارې هم د جدي ارزونې وړ دي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې روان داخلي وضعیت او له کابل سره د مستقیمو خبرو لپاره د ځینو صوبايي چارواکو غوښتنې ښيي چې یوازې پر ګاونډي هېواد د پړې اچولو امنیتي تګلاره په پاکستان کې دننه هم له پوښتنو سره مخ شوې ده.
ولس او ولایتي حکومتونه اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د پوځ د ناکامۍ لامل د افغانستان نه همکاري نه، بلکې د راولپنډۍ خپله بېکفایتي، دوهمخې او منافقانه تګلارې دي. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت تل د حکمت، زغم او له خپل ځان او خاورې څخه د دفاع د بشپړ حق پر بنسټ د دغو ټولو دسیسو مقابله کړې ده. پر افغان حکومت او ولس د فشار راوړلو لپاره دا ټولې پوځي هڅې د شګو د دېوال په څېر نړېدلې او بېپایلې ثابتې شوې دي.
که د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ لا هم له واقعیتونو عبرت وانخلي، د افغانستان د حریم له سرغړونو لاس وانخلي او د زور او ځواک پر غرور ولاړ دریځ پرېنږدي، نو د دې لنډلیدې او ناسنجول شوې تګلارې وروستی سیاسي او دفاعي زیان به خپله د پاکستان سیاسي او دفاعي وجود ته ورسېږي. تاریخ شاهد دی، کله چې د ظلم او بېعدالتۍ تر څنګ د توپونو او بمونو لوګي فضا توره کړي، نو په پای کې بری د هغو کسانو په برخه وي چې د خپل حق لپاره په کلکه ودرېږي.











































