له امیر څخه اطاعت؛ د اسلامي نظام د یووالي او بقا راز
اسلامي نظام د ټولنې د منظمې ادارې، د امنیت د تأمین، د یووالي د ساتنې او د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره په عمومي چارو کې واحدې رهبرۍ او څرګندې مرجعې ته اړتیا لري؛ ځکه اسلامي نظام له داسې خواخوږي او ولسپاله امیر او زعیم پرته چې پر شرعي احکامو برلاسی وي دوام نه شي موندلای. په افغانستان او نورو هېوادونو کې د جګړو او ناامنیو د کلونو تجربو په ډاګه کړې چې هرکله یوه ټولنه له واحدې او د منلو وړ رهبرۍ څخه بېبرخې شوې، د وژونکو اختلافونو او تفرقې ښکار شوې ده.
امیرالمؤمنین حفظهالله، د اسلامي امارت د زعیم په توګه، څو ځله پر دې بنسټیز اصل ټینګار کړی چې له امیر څخه اطاعت یوازې یوه سیاسي یا اداري سپارښتنه نه، بلکې شرعي فریضه ده. له امیر څخه د اطاعت اصل په قرآن عظیمالشان او نبوي سنتو کې په څرګندو ټکو بیان شوی دی.
الله جلجلاله په قرآن عظیمالشان کې فرمایي:«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ» (النساء: ۵۹).
په دې آیت کې مهم ټکی دا دی چې له اوليالامر څخه اطاعت د الله تعالی جلجلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم له اطاعت سره یوځای یاد شوی دی؛ له همدې امله، په اسلامي نظام کې له امیر څخه اطاعت باید د شریعت په چوکاټ او د الهي احکامو د پلي کېدو او د ټولنې د عامه مصلحتونو د تأمین په موخه وپېژندل شي.
امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبتالله اخندزاده حفظهالله، د همدې مبارک آیت په استناد، له اوليالامر څخه اطاعت پر هر مسلمان واجب او لازمي ګڼلی او هغه یې د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه بللی دی؛ ځکه د نوموړي له لیدلوري، له امیر څخه اطاعت په حقیقت کې د الله تعالی جلجلاله او د هغه د رسول صلیاللهعلیهوسلم اطاعت دی؛ ځکه د مسلمانانو امیر د شریعت د پلي کولو او د الهي احکامو د ټینګښت لپاره ټاکل شوی دی.
له همدې امله، د امیر له هر فرمان څخه سرغړونه نه یوازې د ټولنې نظم ګډوډوي، بلکې د الهي حکم له نافرمانۍ سره هممعنا ګڼل کېږي. د اسلامي امارت مشرانو هم څو ځله له امیر څخه پر اطاعت ټینګار کړی او هغه یې د اسلامي نظام او الهي شریعت د ساتنې په موخه الهي واجب او اړین بللی دی. امیرالمؤمنین حفظهالله د کندهار ښار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر په وینا کې په څرګندو ټکو ویلي چې له امیر څخه اطاعت د خلکو د یووالي او اتفاق لامل کېږي؛ او که یوه ګړۍ هم له امیر پرته تېره شي، فتنه رامنځته کېږي او اختلاف پیدا کېږي.
د نوموړي دا څرګندونې د بېرهبرۍ د زیانونو په اړه د هغه د ژور درک څرګندونه کوي؛ داسې حالت چې په هغه کې نه څوک د خپل مال څښتن پاتې کېږي او نه د خپل عزت خاوند. په دې وینا کې، چې شاوخوا یې یوه ساعت دوام وکړ، شیخ صاحب حفظهالله څو ځله د یووالي او څو ځله له امیر څخه د اطاعت پر موضوع ټینګار وکړ چې دا چاره د نوموړي په اند کې د دغو مفاهیمو د فوقالعاده اهمیت څرګندونه کوي.
د امیرالمؤمنین حفظهالله له لیدلوري، له اوليالامر څخه اطاعت ګڼ حکمتونه لري، چې له ډلې یې د نظام ساتنه، د اسلامي امت د یووالي خوندي کول، د اسلامي ټولنې دوام، د استبداد او هرجومرج مخنیوی، د امنیت او ټولنیز نظم ټینګښت او د عدالت ټینګول یادولای شو.
شیخ صاحب حفظهالله په دې وینا کې په خبرداري ورکوونکي انداز کې ټینګار کړی چې که څوک له بیعت او امیر څخه له اطاعت پرته مړ شي، نو د جاهلیت پر مرګ مړ شوی دی. د جاهلیت له مرګه موخه هغه دوره ده چې خلکو به د الله تعالی جلجلاله د عبادت پر ځای د بندګانو او بتانو عبادت کاوه؛ او دا ډول مرګ ډېر بد او ناخوښ دی.
د نوموړي دا څرګندې او سختې ویناوې په اسلامي نظام کې د اطاعت د مسئلې د لوړ اهمیت څرګندونه کوي او دا راښيي چې له امیر څخه نافرماني یوازې یوه سیاسي سرغړونه نه، بلکې یوه ستره شرعي ګناه ده چې د دنیا او آخرت درانه عواقب له ځان سره لري.
همدارنګه، د شیخ صاحب حفظهالله په سپارښتنو کې له خلکو غوښتل شوي چې د نوموړي له فرمانونو څخه پرته له کوم شک او شبهې پیروي وکړي؛ ځکه دا فرمانونه شرعي دي او د قرآن عظیمالشان او سنت پر بنسټ صادرېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د امیر فرمانونه د شخصي غوښتنو پر بنسټ نه، بلکې د الهي احکامو له مخې ترتیبېږي؛ له همدې امله، پر ټولو مسلمانانو یې اطاعت واجب دی.
همدارنګه، شیخ صاحب حفظهالله د خپلو خبرو په بله برخه کې، د تاریخي تجربو په یادولو سره، خبرداری ورکړی چې هرکله خلکو د خپلو مشرانو له لارښوونو څخه سرغړونه کړې، له منځه تللي دي؛ او که خلک له اوسني نظام څخه اطاعت ونه کړي، فتنه به راپورته شي.
امیرالمؤمنین حفظهالله له علماوو کرامو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې خلک یووالي ته وهڅوي، له یو بل څخه اطاعت وکړي او په خپلو منځونو کې خبرې اترې او مشورې ولري. نوموړي ټینګار کړی چې په اطاعت سره یووالی رامنځته کېږي او جماعت ځواکمنېږي.
له بلې خوا، د اسلامي امارت زعیم له علماوو او د افغانستان له خلکو څخه مننه کړې چې له اسلامي امارت څخه اطاعت کوي او په راتلونکي کې به یې هم وکړي. دا مننه له اسلامي نظام سره د خلکو د ملګرتیا په اړه د نوموړي د قدردانۍ څرګندونه کوي او دا راښيي چې د خلکو اطاعت د نظام تر ټولو ستر ملاتړ دی. له همدې امله، د امیرالمؤمنین حفظهالله د اطاعت د وجوب په اړه څرګندونې په اسلامي ټولنه کې د یووالي او انسجام په ساتنه کې د رهبرۍ د محوري رول په اړه د نوموړي د ژور درک څرګندونه کوي.
نوموړی د قرآن عظیمالشان او سنت پر بنسټ هڅه کوي داسې یو سیاسي نظام رامنځته کړي چې د شرعي اطاعت پر محور ولاړ وي؛ داسې نظام چې په هغه کې ټول خلک او مسئولین د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د اسلامي نظام د موخو د تحقق لپاره ګډ کار وکړي. د نوموړي په اند، له امیر څخه اطاعت ړوند اطاعت نه، بلکې یوه شرعي او الهي دنده ده چې د نظام د ساتنې، د شریعت د پلي کولو او د فتنې او اختلاف د مخنیوي په موخه پر ټولو مسلمانانو واجب ګرځول شوې ده.
البته باید دې ټکي ته پاملرنه وشي چې د امیرالمؤمنین حفظهالله له امیر څخه د اطاعت ټینګار د شریعت د پلي کولو په چوکاټ کې معنا پیدا کوي؛ او هر هغه اطاعت چې له شریعت سره په ټکر کې وي، د نوموړي له لیدلوري د منلو وړ نه دی. دا لیدلوری اسلامي امارت د یوه عدالتمحور او شریعتمدار نظام پر لور بیایي؛ داسې نظام چې په هغه کې د ټولنې ټول وګړي د امیر او الهي احکامو تر سیوري لاندې، د ارامۍ او نېکمرغۍ ژوند ته رسېږي.
همدا هغه آرمان دی چې مجاهدینو او د حق او عدالت لارویانو یې د تحقق لپاره کلونه جهاد کړی او خپلې پاکې وینې یې نذرانه کړې دي، څو نن د داسې نظام د ټینګښت شاهدان واوسو چې په هغه کې الهي شریعت حاکم وي او خلک یې تر سیوري لاندې، د واحدې رهبرۍ په چوکاټ کې، په عزت او آرامۍ ژوند وکړي.











































