پاکستان پر اسلامي امارت دا تور لګوي چې «خپل ماشومان پوځي چاپېریال او جهادي ذهنیت ته ورټېل وهي.» په ظاهره دا بېځایه شورماشور د ماشومانو د خوندیتوب په زړهراښکونکې پلمه راپورته کېږي؛ خو کله چې د راولپنډۍ دغه واویلا د هغې د خپل کردار په هنداره کې وکتل شي، حقیقت په ډاګه څرګندېږي. دا د کوم نړیوال اصل یا اخلاقي ارزښت رعایت نه دی، بلکې د افغانستان له اسلامي امارت سره د کینې او یوازې د مخالفت لپاره یوه نوې پاڼه ده.
که په افغانستان کې کمعمره ماشومان کومې غونډې یا ښوونیز بنسټ ته پوځي جامې اغوستې راشي، د خپل هېواد د دفاعي مسؤولیتونو په اړه خبرې واوري او هوډ وکړي چې په راتلونکي کې به د خپل اسلامي هېواد ساتونکي شي، نو د پاکستاني پوځ رسنیز او ډیپلوماټیک ماشین سمدستي په خوځښت راځي. ناڅاپه دا کار «نړیوال جرم» او «پوځي ذهنیت جوړونه» وبلل شي او په ټوله نړۍ کې پرې واویلا پیل شي.
خو له دغې راولپنډۍ مېشتې پوځي واکمنې کړۍ څخه، چې ځان مظلوم ښيي، دې یو ځل دا پوښتنه وشي: «که په ماشومانو کې د اسلامي هېواد د ساتنې او دفاع جذبه راپارول جرم وي، نو د پاکستان پوځ پخپله څنګه له دې جرمه سپین باز وتلی شي؟» پاکستانی پوځ له لسیزو راهیسې د پاکستان واړه معصوم ماشومان خپلو پوځي اډو او رسمګذشتونو ته وربولي، پوځي جامې وراغوندي، جګړهییزې ترانې پرې وایي او د هېواد د دفاع په نوم د پوځپالنې درس ورکوي. د پاکستان د لسګونو کېډټ کالجونو او پوځي ښوونځیو ټول نظام پر همدې یوه ټکي ولاړ دی چې ماشومان له کوچنیوالي څخه له پوځي چاپېریال سره وتړل شي.
که د راولپنډۍ تر سیوري لاندې د ماشومانو پوځي جامې اغوستل «هېوادپالنه» او «ملي شعور» وي، نو د هندوکش په سیمه کې د افغان ماشومانو له خوا د خپلو پولو او دین د ساتنې خبره ناڅاپه څنګه «توندلاري» شوه؟ ایا د نړۍ ټول اخلاقي اصول او قوانین د بدنامې راولپنډۍ له پولو سره سم بدلېږي؟ د پاکستاني پوځ اصلي ستونزه له اسلامي نظام سره ده!
که ځیر شو، اصلي درد د افغان ماشومانو له پوځي جامو یا روزنې څخه نه دی؛ بلکې اصلي درد دا دی چې افغانستان خپل ماشومان د یوه خپلواک اسلامي نظام تر سیوري لاندې روزي. په اسلام کې روزنه یوازې بلوغ ته له رسېدو، یا د معاصرې ډیموکراسۍ له مخې شپاړس کلنۍ ته له رسېدو وروسته نه پیلېږي، بلکې له ماشومتوبه د ماشوم په ذهن کې د اخلاقو، عباداتو او ټولنیزو مسؤولیتونو تخم کرل کېږي. لکه څنګه چې ماشوم ته په اووه کلنۍ کې د لمانځه امر کېږي، همداسې ورته د خپلې ټولنې او اسلام د دفاع د بنسټیزو مسؤولیتونو احساس هم ورکول کېږي.
که د پاکستان ښوونیز نظام دا حق لري چې خپلو ماشومانو ته ووایي: کله چې لوی شئ، په پوځ یا نورو امنیتي ادارو کې به د خپل هېواد دفاع کوئ؛ نو که افغان ماشوم د خپل دین، ارزښتونو او هېواد د ساتنې خبره وکړي، پر هغه د «مجرمانه ذهنیت جوړونې» ټاپه لګول د راولپنډۍ له فکري بدنیتۍ پرته بل څه نه دي. که د ماشوم په ذهن کې د دفاع جذبه راویښول نړیوال جرم وي، نو د نړۍ هر پوځي نظام به اړ شي چې خپل ښوونیز جوړښتونه ړنګ کړي.
د روزنې او په عملي پوځي فعالیتونو کې د ښکېلتیا ترمنځ څرګند توپیر شته. اسلامي امارت هېڅکله کوم ماشوم په وسلهوال عملیات یا عملي جګړه کې نه دی کارولی. که اسلاماباد د دې خلاف کوم ثبوت لري، نو نړۍ ته دې وړاندې کړي. یوازې د کابل په کومو پوځي مراسمو کې د ماشومانو په لیدو پر هغه د «جنګي جرم» ټاپه لګول له یوه ناولي سیاسي روایت پرته بل څه نه دي.
د تاریخي بېلګو په اړه باید وویل شي چې په بدر غزا کې د ابوجهل د وژونکو، حضرت معاذ او حضرت معوذ بن عفراء رضی الله عنهم په څېر ماشومانو ګډون د اسلام د ستر دفاعي تاریخ برخه ده. دا څرګندوي چې د کمعمرۍ او ملي مسؤولیت اړیکه د معاصر لوېدیځ یا پاکستان له سیاسي لیدلوري نه شي درک کېدای. یوازې د «جهاد» له سپېڅلې کلمې څخه د اسلاماباد د پوځي مشرتابه وېرېدل د هغوی خپله سیاسي وېره څرګندوي.
پاکستانی پوځ له تضادونو ډک تریخ تاریخ لري!
د پاکستاني پوځ دغه واویلا، چیغې او ژړاګانې هغه مهال یوازې په یوې خندوونکې نندارې بدلېږي چې خپل داغلړلی تېر یې مخې ته راشي. د پېښور د اېپياېس ښوونځي د غمیزې په څېر له دردناکو پېښو وروسته، پاکستاني پوځ همدغه ښوونیز نظام او ماشومان د خپل دفاعي روایت لپاره په پراخه کچه وکارول. پر ماشومانو جګړهییزې ترانې وویل شوې، په پوځي تبلیغاتي فلمونو کې ونډې ورکړل شوې او د ښوونځیو ماشومان د هغه پوځ د ملاتړ د روایت ویاندویان وګرځول شول چې په بنګلهدېش کې یې ماتې خوړلې وه.
نو پوښتنه دا ده: ایا د راولپنډۍ له خوښې سره سم د «هېواد د دفاع» زدهکړه حلاله ده، خو د افغان ماشومانو له خوا د خپل هېواد د «دفاع» یادونه هم حرامه ګڼل کېږي؟
د پاکستاني پوځ اصلي څېره له امریکا سره د مرستې او اسانتیاوو برابرولو تور تاریخ توره کړې ده، د افغانستان پر ضد د راولپنډۍ دغه وروستی دریځ یوازې یو ډیپلوماټیک اعتراض ګڼل ناپوهي ده. په حقیقت کې، دا یوه وېروونکې، مکارانه او منافقانه مالي دسیسه ده چې غواړي افغانستان یو ځل بیا په نړیواله کچه بدنام او یو ستراتیژیک ګواښ ثابت کړي.
د پاکستان روزلې او پاللې کړۍ ناکامه هڅه کوي چې نړیوالو ته دا ومني چې په افغانستان کې د توندلارۍ روزنځایونه فعالیت کوي، څو د افغانستان پر ضد، د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته په څېر، هر ډول بهرني یا پوځي اقدام ته د نړۍ په وړاندې پلمه برابره شي. دلته د پاکستاني پوځ د ستراتیژیک رول په اړه نېغه او سخته پوښتنه راپورته کول خورا اړین دي، ایا پاکستان رښتیا هم د افغان ماشومانو د حقونو پروا لري؟ هېڅکله نه!
تاریخ شاهد دی چې په تېر وخت کې هر کله نړیوالو ځواکونو د افغانستان د خاورې د ورانولو لپاره د باروتو د اور بلولو پلان جوړ کړی، همدغه پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو یې امریکایي بمغورځوونکو الوتکو ته هوایي لارې، لوژستیکي ملاتړ او استخباراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي. هغه پاکستانی پوځ چې د افغان ماشومانو پر سرونو د بمونو د ورولو لپاره یې اډې او اسانتیاوې برابرولې، نن د افغان ماشومانو د حقونو د «بیرغوال» کېدو تمثیل کوي.
نن چې افغان ولس د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ازادۍ او خپلواکۍ کې ژوند کوي، پاکستان یو ځل بیا هماغه زړه لوبه کوي، څو په سیمه کې د خپل پوځي ـ صنعتي جوړښت د تمویل او د بهرنیو مرستو د بندېدو په حال کې نلونه بېرته پرانیزي.
حقه خبره ترخه وي!
اسلاماباد او راولپنډۍ باید د افغانستان پر ضد تر زهرو شیندلو مخکې خپل ګرېوان ته سر ټیټ کړي. د خپلو ښوونیزو بنسټونو، پوځي اکاډمیو او هغو پروګرامونو حساب باید ورکړي چې ماشومان د پوځپالنې بهیر ته ورګډوي.
که ستاسې په خپل هېواد کې د وطن د دفاع تصور «هېوادپالنه» وي، نو د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د «توندلارۍ» نوم ورکولو ناولې جرئت پرې مه کوئ. او که رښتیا هم ستاسې ضمیر راویښ شوی وي او اصل مو دا وي چې ماشومان باید له پوځي چاپېریاله لرې وساتل شي، نو لومړی دا قانون په خپل هېواد او خپلو کېډټ کالجونو کې پلی کړئ.
که نه، نړۍ پوره حق لري چې دا ترخې پوښتنې وکړي:
۱. ایا د راولپنډۍ پالیسي جوړوونکي رښتیا هم د ماشومانو د راتلونکي په غم کې دي، که یوازې د افغان ماشومانو خپلواکې روزنې د شپې خوب ترې تښتولی دی؟
۲. اعتراض د ماشومانو پر روزنه دی، که پر دې چې افغانستان ستاسې د لاسپوڅي کېدو پر ځای، له اسلامي ارزښتونو سره سم مخ پر وړاندې روان دی؟
۳. تر ټولو مهمه دا چې کوم عمل د پاکستان د پوځ لپاره «هېوادپالنه» وي، هماغه عمل د افغان ولس لپاره څنګه «ترهګري» ګرځي؟
۴. او تر دې هم مهمه دا چې ایا د افغانستان پر ضد د پاکستاني پوځ د دغه روایت موخه دا ده چې یو ځل بیا نړیوالو ځواکونو ته په سیمه کې د لاسوهنې پلمه برابره کړي، مجاهدین د اسلام د دښمنانو په لاس ونیسي او د عافیه صدیقي په څېر د میندو او خویندو د پلورلو له لارې د ډالرو ګټلو او ګټورې اسانتیا برابرونې تاریخ تکرار کړي؟
تر هغو چې پاکستانی پوځ دغه دوه ګوني معیارونه له منځه نه وي وړي، هر اعتراض به یې سیاسي ریاکاري، دوهمخیتوب او د افغانستان پر ضد د انسان او اسلام د دښمنو ځواکونو له خوا د جګړې د اور د لا بلولو یوه مکارانه هڅه ګڼل کېږي.











































