د مسلمان تکفیر؛ د قرآن، سنت او د سلفو د اقوالو په رڼا کې
په اسلام کې پر یوه مسلمان د کفر حکم کول (تکفیر) له خورا حساسو او درنو شرعي مسئلو څخه دي. دا مسئله د انسان له ایمان، ځان، مال، عزت او همدارنګه د هغه د دنیا او آخرت له احکامو سره مستقیم تړاو لري. له همدې امله شریعت په دې باب کې د ډېر احتیاط او پوره ځیرتیا امر کړی دی.
د اهلِ سنت والجماعت متفق علیه اصل دا دی چې د چا اسلام چې په یقین سره ثابت شوی وي، هغه یوازې د شک، ناسم تأویل، ګناه یا اجتهادي تېروتنې له امله له اسلامه نه وځي. بلکې د هغه د تکفیر لپاره لازمه ده چې څرګند او قطعي شرعي دلیل موجود وي، د تکفیر ټول شرطونه پوره شوي وي او ټول شرعي موانع له منځه تللي وي.
د قرآن کریم لارښوونې:
الله تعالی فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا…” (سورۃ النساء: ۹۴)
ژباړه: اې مؤمنانو! کله چې د الله په لار کې ووځئ، نو ښه پلټنه او تحقیق وکړئ، او چا چې تاسې ته د سولې او اسلام سلام درکړ، هغه ته مه وایئ چې: «ته مؤمن نه یې.»
دا مبارک آیت په څرګنده دلالت کوي چې یوازې د ګومان، شک او بېدلیله اټکل پر بنسټ د یوه مسلمان ایمان ردول او هغه له اسلامه ایستل روا نه دي.
همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ﴾(سورۃ الإسراء: ۳۶)
ژباړه: د هغه څه پسې مه ځئ چې پرې علم او یقین نه لرئ.
دا الهي لارښوونه مسلمان ته دا درس ورکوي چې په عقایدو، قضاوتونو او پرېکړو کې باید یوازې پر علم، دلیل او یقین تکیه وکړي، نه پر ګومان، اوازو او بېبنسټه ادعاوو.
نبوي احادیث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
“إذا قال الرجل لأخيه: يا كافر، فقد باء بها أحدهما.” (صحیح البخاري: ۶۱۰۴)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې یو څوک خپل مسلمان ورور ته ووایي: “ای کافره!”، نو د دې خبرې ګناه او وبال به خامخا له دواړو څخه پر یوه راګرځي.»
دا حدیث په څرګنده ښيي چې پر مسلمان د کفر حکم کول ډېر ستر او خطرناک کار دی. که چیرې هغه کس په حقیقت کې کافر نه وي، نو د بېځایه تکفیر ګناه بېرته د هماغه ویونکي پر غاړه راګرځي.
په یوه بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
من دعا رجلاً بالكفر أو قال: عدو الله، وليس كذلك إلا حار عليه. ( صحیح البخاری: ۶۰۴۵)
ژباړه: څوک چې یو انسان ته «کافر» یا «د الله دښمن» ووایي، حال دا چې هغه په حقیقت کې داسې نه وي، نو د دې تور او ګناه وبال بېرته هماغه ویونکي ته ورګرځي. (صحیح البخاري: ۶۰۴۵)
د همدې موضوع په تړاو د حضرت اسامه بن زید رضي الله عنه مشهور واقعه هم خورا مهمه او د عبرت وړ ده. نوموړي د جګړې پر مهال یو سړی، سره له دې چې هغه د «لا إله إلا الله» کلمه ویلې وه، وواژه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې کار سخت خپه او ناخوښ شو او ورته یې وفرمایل:
أقَتَلتَه بَعدَ ما قال: لا إلَهَ إلَّا اللهُ؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا تا هغه د «لا إله إلا الله» له ویلو وروسته هم وواژه؟
قال: قُلتُ: يا رَسولَ اللهِ، إنَّما كانَ مُتَعَوِّذًا.
حضرت اسامه رضي الله عنه وایي: ما عرض وکړ: اې د الله رسوله! هغه خو یوازې د خپلې ځان ژغورنې لپاره یې کلمه ویله.
فقال: أقَتَلتَه بَعدَ ما قال لا إلَهَ إلَّا اللهُ؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا وفرمایل: ایا تا هغه د «لا إله إلا الله» له ویلو وروسته هم وواژه؟
قال: فما زالَ يُكَرِّرُها عليَّ حتَّى تَمَنَّيتُ أنِّي لَم أكُنْ أسلَمتُ قَبلَ ذلك اليَومِ.(صحیح البخاری: 4269)
حضرت اسامه بن زید رضي الله عنه بیان کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا جمله بیا بیا تکراروله، تر دې چې ما هیله وکړه: کاش زه له هغې ورځې مخکې مسلمان شوی نه وای، (څو د دې سترې تېروتنې دروند بار راباندې نه وای).
د صالحو سلفو منهج
“لا نكفّر أحدًا من أهل القبلة بذنب ما لم يستحله.”
ژباړه: موږ د اهل قبله څخه هېڅ مسلمان د کومې ګناه په سبب کافر نه بولو، تر هغه چې هغه ګناه حلاله ونه ګڼي.
امام ابو حنیفه رحمه الله، د هغه دوه ستر شاګردان (امام ابو یوسف او امام محمد رحمهما الله)، امام احمد بن حنبل رحمه الله، امام ابن عبدالبر مالکي رحمه الله او د اهل سنتو ټولو امامانو پر دې خبره اتفاق کړی دی چې: موږ د اهل قبلې(مسلمانانو) څخه هېڅ یو کس یوازې د کومې ګناه د ترسره کولو له امله کافر نه ګڼو، تر هغه پورې چې هغه دغه ګناه روا او حلاله ونه وبولي.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله لیکي:
”وليس لأحد أن يكفر أحدا من المسلمين، وإن أخطأ وغلط؛ حتى تقام عليه الحجة، وتبين له المحجة، ومن ثبت إسلامه بيقين لم يزل ذلك عنه بشك؛ بل لا يزول إلا بعد إقامة الحجة، وإزالة الشبهة”. (مجموع الفتاوى، ۱۲/۴۶۶)
ژباړه: هیڅوک حق نه لري چې د مسلمانانو له ډلې کوم مسلمان د یوې تېروتنې یا خطا له امله کافر وبولي، تر هغه چې پر هغه شرعي حجت قائم نه شي او د حق لار ورته په څرګنده توګه روښانه نه شي. او د چا اسلام چې په یقین سره ثابت شوی وي، هغه یوازې په شک او ګومان نه له منځه ځي؛ بلکې تر هغه نه زایلېږي، څو چې پرې حجت قائم نه شي او هر ډول شبهه او اشتباه ترې لرې نه شي.
د تکفیر په باب کې د اهل سنت اصول
د اهل سنت والجماعت په نزد:
۱. د کومې وینا یا عمل کفر بلل یوه جلا مسئله ده.
۲. خو یو ټاکلي او مشخص شخص ته د کافر ویلو مسئله بیا بېله او ډېره حساسه مسئله ده.
د دې لپاره اړینه ده چې:
۱. له هغه کس څخه په رښتیا هم داسې وینا یا عمل ثابت شوی وي چې د کفر حکم پرې کېږي.
۲. د هغه وینا یا عمل شرعي حکم په څرګنده توګه معلوم او ثابت شوی وي.
۳. پر هغه کس شرعي حجت قائم شوی وي.
۴. د هغه شبهات او غلط فهمۍ له منځه وړل شوې وي.
۵. داسې شرعي خنډونه موجود نه وي لکه: جبر (مجبوریت)، ناپوهي، ناسم تأویل او نور هغه عذرونه چې د حکم د تطبیق مخه نیسي.
د خوارجو انحراف:
د اسلام په تاریخ کې خوارج هغه لومړۍ ډله وه چې د تکفیر په مسئله کې یې له حده زیاتوالی وکړ، او د لویو ګناهونو یا سیاسي اختلافاتو له امله یې مسلمانانو ته د کفر نسبت ورکول پیل کړل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی په اړه وفرمایل:
يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية. (صحیح البخاری: ۶۹۳۰)
ژباړه: هغوی به له دین څخه داسې ووځي، لکه غشی چې د ښکار له بدن څخه په تېزۍ سره بشپړ تېر شي او بل لور ته ووځي.
لنډیز:
اسلام د احتیاط، عدالت او تحقیق دین دی، نه د بېړني قضاوت او افراط او تفریط. د کوم مسلمان د کافر بللو (تکفیر) حکم داسې مسئله ده چې ډېر درانه دیني او ټولنیز اغېزونه لري؛ له همدې امله دا موضوع باید د احساساتو، سیاسي اختلافاتو او ډلهییز تعصب پر بنسټ ونه سنجول شي، بلکې یوازې د قرآن او سنت، د امت د اجماع او د علماوو له خوا د ټاکل شوو اصولو له مخې باید پرېکړه پرې وشي.
لومړی شبهه
د افراطي او تکفیري فکر تر اغېز لاندې کسانو له خوا د خپرو شوو شبهاتو له امله، ډېر ساده زړي ځوانان دا پوښتنه کوي: ایا د اسلامي امارت له ځینو غیر مسلمو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګول، یا د هغو ځینو غیر مسلمو او سیکولر هېوادونو د مشرانو ستاینه او مننه کول چې افغانستان ته مرستې او همکاري برابروي، انسان د کفر مرتکب ګرځوي؟
د دې شبهې بنسټ پر یوې سترې فکري مغالطې ولاړ دی. د مسلمان د تکفیر په مسئله کې له سترو تېروتنو څخه یوه دا ده چې هر هغه څوک کافر وګڼل شي چې د کوم غیر مسلم کس د کومې ښېګڼې اعتراف وکړي، د هغه د کوم مثبت اقدام ستاینه وکړي، یا ورسره په کوم روا او مشروع ډول معامله ولري؛ او دا ټول امور بې له کوم شرعي دلیل څخه د کفر سبب وبلل شي. حال دا چې د یو شخص د کافر کېدو اسباب یوازې د قرآن او سنتو له څرګندو او قطعي نصوصو څخه ثابتېږي؛ نه د نفساني غوښتنو، ډلهییزو تعصباتو، شخصي دښمنیو او یا احساساتي غبرګونونو پر بنسټ.
نو که یو غیر مسلمان، یا د هغه حکومت، له کوم مسلمان یا اسلامي دولت سره کومه نېکي او مرسته وکړي، نو د هغه د دې احسان مننه کول او یا د هغه د مثبت چلند ستاینه کول نه کفر دی او نه هم په شریعت کې منع شوي دي.
د دې څرګنده بېلګه خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې موجوده ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅکله د مطعم بن عدي احسان هېر نه کړ. هغه د بني هاشمو د ټولنیز محاصرې او بایکاټ د پای ته رسولو په هڅه کې مهم رول درلود، او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له طائف څخه بېرته راستون شو، نو مطعم بن عدي ورته خپل پناه هم ورکړه. د همدې احسان د اعتراف په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه ښه یادونه وکړه.
کله چې د بدر په غزا کې مسلمانانو له مشرکانو څخه اویا کسان بندیان کړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لو كان الْمُطْعِمُ بنُ عَديٍّ حيًّا ، ثم كلَّمَنى في هؤلاءِ النَّتْنَى لترکتُهم له – يعنى أسارَى بدرٍ –(صحیح البخاری: ۳۱۳۹)
ژباړه: که مطعم بن عدي نن ژوندی وای او د دغو بندیانو په اړه یې له ما څخه سپارښتنه کړې وای، نو ما به د هغه د سپارښتنې له امله ټول بندیان خوشې کړي وای.
په یوه روایت کې داسې راغلي دي:
«لَأَطْلَقْتُهُمْ لَهُ»
ژباړه: ما به خامخا د هغه په خاطر هغوی آزاد کړي وای.
حافظ ابن حجر رحمه الله په «فتح الباري» کې د دې حدیث د شرحې پر مهال لیکي:
وَأَنَّ الْمُرَادَ بِالْيَدِ الْمَذْكُورَةِ، مَا وَقَعَ مِنْهُ حِينَ رَجَعَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم مِنَ الطَّائِفِ، وَدَخَلَ فِي جِوَارِ الْمُطْعِمِ بْنِ عَدِيٍّ. وَقِيلَ: الْمُرَادُ بِالْيَدِ الْمَذْكُورَةِ أَنَّهُ كَانَ مِنْ أَشَدِّ مَنْ قَامَ فِي نَقْضِ الصَّحِيفَةِ الَّتِي كَتَبَتْهَا قُرَيْشٌ عَلَى بَنِي هَاشِمٍ وَمَنْ مَعَهُمْ مِنَ الْمُسْلِمِينَ حِينَ حَصَرُوهُمْ فِي الشِّعْبِ. (فتح الباري ج:۱۲ ح: ۳۱۳۹، المکتبة الوحیدیة، پشاور)
ژباړه: دا په حقیقت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د مطعم بن عدي د هغه احسان بدله وه چې هغه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کړی و؛ که هغه د طائف له سفر څخه د راستنېدو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پناه ورکول وو، او که د قریشو د هغې لیکلې پرېکړې د ختمولو په برخه کې د هغه مهم رول و، چې د هغې له لارې بني هاشم او له هغوی سره یو ځای مسلمانان ټولنیز او اقتصادي بایکاټ ته اړ شوي وو.
له همدې امله، که مطعم بن عدي ژوندی وای او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په سپارښتنه د بدر بندیان خوشې کړي وای، نو دا به د هغه د احسان د قدر کولو، د هغه د مننې او د هغه د ښه یادولو یوه روښانه بېلګه وه. ادامه لري…













































