د زمري (اسد) ۲۴مه، چې د اګست له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نظام د بدلون یا د یوې سیاسي مرحلې پای ته رسیدل نه دي، بلکې د اشغال د ختمېدو، د مجاهدینو او افغان ولس د بې سارې قربانیو د ثمرې لیدلو ورځ ده.
د اشغال په شل کلنه موده کې د نړۍ د ستر پوځي ایتلاف (امریکا+ناټو) د پرمختللو وسلو، ړندو بمباریو او قوي اقتصاد تر سېوري لاندې د دوی پر خلاف د افغانستان د میړنۍ خاورې په کلیو او کوڅو کې داسې مقاومت او جګړه روانه وه، چې په معاصر تاریخ کې یې بیلګه نه لیدل کیږي. د دې شل کلنې قوي مبارزې ریښتینی اتل افغان مظلوم او مجاهد ملت و، چې مجاهدینو ته یې په خپلو کورونو کی ځای ورکړ، له بې وسۍ او غریبۍ سره سره یې له مجاهدینو سره د جګړې لګښتونه شریک کړل او د دې ستر پوځي ایتلاف د چاپو، ړندو بمباریو او شهادتونو دروند پیټی یې په خپلو اوږو بار وړی.
د دې غیور ملت مجاهدینو په ډیرو سختو شرایطو کې د یخنیو، تودوخو، مالي کمزوریو او تر ټولو نا انډوله پوځي شرایطو لاندې یې له خپلې عقیدې، خاورې، ملت، اسلامي مقدساتو او ملي ارادې څخه دفاع وکړه. د بې شمېره ځوانانو شهادت، زخمي کیدل او د ژوند له ټولو هوساینو څخه تېریدل هغه څه وو، چې بلاخره یې د تاریخ تر ټولو مجهز او په عصري وسلو او وسایطو سمبال پوځونه له پښو وغورځول.
دا ټولو ته څرګنده ده؛ کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې امریکا او د دوی ۴۸ متحدینو په ډیر مغرورانه انداز پر افغانستان برید وکړ، تصور دا و، چې د افغانانو مقاومت به په څو میاشتو کې ختم، خاوره به یې اشغال او مونږ به پرې بریالي شو. اما له دوه لسیزو سخت مقاومت وروسته واقیعت ډیر متفاوت ثابت شو. امریکا او ۴۸ متحدینو یې د میلیاردونو ډالرو په لګښت او د زرګونه تنه پوځیانو به ضایع کولو سره هم په دې و نه توانیدل، چې د افغانانو پولادي عزم او قوی اراده ماته او یا یې له خپلې سمې لارې څخه منحرف کړي.
د دوحې د بریالي تړون له لاسلیک وروسته نړۍ دا واقیعت درک کړ، چې امریکا او متحدین یې له تحقیر او ډیرې وارخطایۍ سره مخ دي. د کابل له هوایي ډګره د دوی په شرمناک او شړل شوي انداز وتل او په الوتکو پورې د دوی د ناامیده همکارانو نښتل د هغې فرعوني امپراتورۍ د پلي شوې ماتې ژوندی انځور و، چې پر خپل فرعونیت مغروره وه.
لنډه دا چې د تېرې ۲۰ کلنې ادارې شرمونکې ماتې ناڅاپي نه وه، بلکې د خپل کورني فساد، له ولس څخه د لېرې والي، په بردیو پوځونو د غره کیدو او تر درواغجنو شعارونو لاندې د بهرنیو پروژو پلي کول د دوی د زوال طبیعي پایله وه.
ډیره له شرم ډکه خبره خو دا ده، چې کله د زمري په ۲۴مه، مجاهدین د کابل دروازو ته ورسیدل، د جمهوري ادارې لوړ بوړو چارواکو د خپل ولس او پوځ د لید لوري پر ځای شخصي تيښتې ته ترجیح ورکړه.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د لوړ پوړو چارواکو بې ننګې ټیښتې دا ثابته کړه، چې د هغوی واکمني د افغان ولس په زړونو نه، بلکې د بهرنیو په ملاتړ او غیږې درېدلې وه. نو ویلی شو، چې د زمري ۲۴مه یواځې د فتحې نمانځنه نه ده، بلکې په تول هیواد کې د ۴۰کلن ناورین د له منځه تلو، د نیابتي ډلو د وچیدو، د کورنۍ جګړې د ختمیدو، په ټول هیواد کې د سراسري آمنیت د تامین، د کونډو خویندو او بورو مېندو د خوښۍ ورځ ده.
د دې مبینې ورځې نمانځنه زمونږ غیور ملت ته دا یادونه کوي، چې پر پردیو پورې هیلې تړل تباهي او.ځان په خپل لاس د هلاکت کندې ته رسول دي او د خپل هیواد ریښتینی ودانول یوازې او یوازې د افغان ملت تر منځ په خپل منځي وحدت، د عدالت په تامین او د دغې درنې قربانۍ او ازادۍ د ارزښت په ساتلو ممکن ده.









































