د سیمې د پېچلو جیوپولیټیکي دسیسو په منځ کې، پاکستان چې له کلونو راهیسې یې ځان د ترهګرۍ ضد مبارزې مدعي باله، اوس د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره یوه نوې تباه کوونکې پدیده روزي. د پخوانیو اربکیانو کارول، هغه نیمهپوځي ډلې چې یو وخت د افغانستان په امنیتي جوړښت کې روزل شوې وې، د اسلامآباد د هغې خطرناکې لوبې د نوي فصل څرګندونه کوي چې موخه یې په ګاونډیو هېوادونو کې د تفرقې او ناامنۍ رامنځته کول دي. هغه څه چې نن د پاکستان د پوځي پروژو د پردې تر شا روان دي، د قومي اختلافونو د کړکېچ او ټوله سیمه د دوامدارې ګډوډۍ کندې ته د ټېل وهلو له هڅې پرته بل څه نه دي.
پخواني اربکیان، چې په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته سرګردانه او بېملاتړه پاتې شوي، نن د پاکستاني پوځي رژیم په لاس کې پر یوې وسیلې بدل شوي دي، څو د سیمې د دوو سترو قومونو؛ پښتنو او بلوڅو، پر ضد وکارول شي. دا تګلاره؛ «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» د هغې زړې پالیسۍ یادونه کوي چې د استعمار له دورې څخه په میراث پاتې شوې او اوس په نوې بڼه پلې کېږي.
پاکستان د دغو اجیرو او مزدورو ځواکونو په روزنه او وسلوالولو سره هڅه کوي د پښتنو او بلوڅو ترمنځ داسې ژور درز رامنځته کړي چې بیا هېڅکله د هغه ګډ ظلم پر وړاندې، چې دواړه ورسره مخ دي، د یووالي توان ونه لري. هغه سیاست چې په تاریخ کې د «تفرقې او واکمنۍ» په نوم پېژندل کېږي، نن د پاکستاني پوځي رژیم له لوري په بېساري دقت پلې کېږي.
بلوڅستان، دا له طبیعي زېرمو ډکه خاوره، له کلونو راهیسې د پاکستان د پوځي بنسټونو د بېشمېره ظلمونو شاهده ده. د پاکستان پوځ، چې تر ډېره د پنجاب د واکمنې کړۍ تر اغېز لاندې اداره کېږي، د دولت په ملاتړ د مرګونو ډلو په جوړولو سره د بلوڅ ولس پر ضد منظم ځپنیز سیاست غوره کړی دی. دغو نیمهپوځي ډلو د بېګناه ملکي وګړو تښتونې، شکنجې، وژنې او د وېرې او وحشت خپرولو ته کار ویلی.
اوس، د روزل شویو اربکیانو په ورګډېدو سره، پاکستانی پوځي رژیم غواړي خپله پټه نسلوژنه په داسې بڼه روانه وساتي چې د انکار امکان یې لا ډېر وي. دغه ډلې نه یوازې د بلوڅانو پر ضد، بلکې د پښتنو د حق غوښتونکو خوځښتونو، لکه د پښتنو د ژغورنې غورځنګ، د ځپلو لپاره هم کارول کېږي؛ هغه خوځښت چې په قبایلي سیمو کې د پوځي کېدو او روانو بېعدالتیو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
سربېره پر دې، پاکستان د اربکیانو په وسیله هڅه کوي چې په افغانستان کې هم کړکېچ ته لمن ووهي. دغه هېواد، چې له کلونو راهیسې د وسلهوالو ډلو د ملاتړي په توګه پېژندل کېږي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خپل پخواني نفوذ لویه برخه له لاسه ورکړې ده. په همدې شرایطو کې، د افغانستان د امنیت د ګډوډولو او پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د اربکیانو د شبکو بیا فعالول د اسلامآباد د پلانونو برخه ګرځېدلې ده.
راپورونه ښيي چې پاکستان دغه پخواني نیمهپوځي عناصر په بلوچستان او قبایلي سیمو کې په روزنیزو مرکزونو کې تنظیم او روزي او وروسته یې د افغانستان پر ضد په پولېاخوا عملیاتو کې کاروي. دغه دوهمخیزه لوبه، یعنې په یوه جبهه کې د افراطي ډلو ملاتړ او په بله جبهه کې له همدغو ډلو سره د جګړې ادعا، د پاکستان د دروغجنو سیمهییزو سیاستونو تر ټولو څرګنده ځانګړنه ده.
د پاکستان د تفرقې اچونې پروژه نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ګواښي، بلکې د همدې هېواد داخلي ثبات هم له جدي خطر سره مخ کوي. بلوڅ او پښتانه، چې له پېړیو راهیسې د یو بل ترڅنګ ژوند کوي، که څه هم کله ناکله له قبیلوي شخړو سره مخ شوي، خو هېڅکله یې له یو بل سره تاریخي دښمني نه ده لرلې. څېړنې ښيي چې دغه دواړه قومونه، تر دې چې یو بل ته د ګواښ په سترګه وګوري، د پاکستان مرکزي حکومت د خپلو محرومیتونو او ځپنې اصلي لامل ګڼي.
پاکستان په دې معادله کې د اجیرو او مزدورو ډلو په راښکېلولو سره هڅه کوي د قومي شخړو نوې څېره رامنځته کړي او په دې توګه د خپلو پراخو جنایتونو پام بل لوري ته واړوي. خو حقیقت دا دی چې دا پالیسي به نه یوازې خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، بلکې همدا اور به د پاکستان خپله لمن هم ونیسي او دغه هېواد به لا ډېر د انزوا او بېثباتۍ کندې ته ورټېل وهي. د تاریخ پاڼو په کراتو ثابته کړې چې د قومي اختلافونو اور بلونکی، په پای کې خپله هم د هماغه اور قرباني کېږي.












































