په داسې عصر کې چې پولې د ښیښېزو دېوالونو بڼه خپله کړې او ګواښونه د پخوا په پرتله په ډېرې بېپروايۍ د هېوادونو له خاورې یو پر بل وراوړي، د یوه ملت دفاعي ځواک یوازې د وسلو او پوځي تجهیزاتو په شمېر نه سنجول کېږي، بلکې د هغه ایمان، یووالي او کلک هوډ له مخې هم ارزول کېږي چې د دغو وسلو تر شا ولاړ وي. د افغانستان اسلامي امارت نن هغه پړاو ته رسېدلی چې نه یوازې د هر ډول تېري پر وړاندې د خپلو پولو د ساتنې وړتیا لري، بلکې کولای شي ګواښونه د هغوی په سرچینه کې، آن د نورو هېوادونو په خاوره کې، وپېژني او شنډ یې کړي. همدا ځانګړنه ده چې افغانستان یې له یوه زیانمن هېواد څخه په سیمه کې پر یوه مخنیوونکي او مخکښ ځواک بدل کړی دی.
په پاکستان کې د داعش خوارجو پر مرکزونو وروستي هوايي عملیات یوازې یو پوځي اقدام نه و، بلکې د نوي افغانستان د راټوکېدو عملي اعلان و؛ هغه افغانستان چې د شریعت پر بنسټ د ولاړ نظام تر سیوري لاندې د داسې ځواک او صلابت څښتن شوی چې د دښمنانو پلانونه نه یوازې د خپلو پولو تر شا، بلکې د هغوی د سنګرونو تر شا هم شنډولای شي.
اسلامي امارت په ښه ډول درک کړي چې تلپاتې امنیت د پولو تر شا په انتظار ایستلو نه ترلاسه کېږي، بلکې د ګواښونو تر ځالو پورې د هغوی په تعقیب او له منځه وړلو سره تأمینېږي. دغه ستراتیژیک بدلون د هېواد د پوځي او استخباراتي ودې څرګندونه کوي او دا حقیقت ثابتوي چې افغانستان نن داسې لوبغاړی دی چې د سیمې معادلې جوړوي، نه دا چې د هغو قرباني شي.
هغه ځواک چې اسلامي امارت نن ترې برخمن دی، په دوو بنسټیزو عناصرو ولاړ دی: لومړی، پر ایمان او د شریعت پر اصولو تکیه، چې دې نظام ته یې مشروعیت او ولسي مقبوليت ورکړی ده؛ او دویم، له هغو علمي، تخنیکي او استخباراتي وړتیاوو څخه ګټه اخیستنه چې د خپلواکۍ او ځانبسیاینې په سیوري کې ترلاسه شوې دي. د ایمان او ځواک دغه یوځایوالی هماغه راز دی چې اسلامي امارت یې د افغانستان د پخوانیو نظامونو او آن د سیمې د ځینو نورو نظامونو په پرتله ممتاز کړی دی.
په داسې حال کې چې ډېر هېوادونه د پردیو پر ملاتړ خپلې کورنۍ نیمګړتیاوې پټوي، افغانستان نن د خپلو مؤمنو او متخصصو ځوانانو پر مټ د ملي امنیت بنسټونه لا پیاوړي کړي دي. هغه نظام چې د شریعت پر بنسټ اداره کېږي، یوازې د دفاع لپاره له پوځي ځواک څخه کار نه اخلي، بلکې هغه د انساني کرامت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ د ساتنې اغېزمنه وسیله هم ګڼي.
قرآن عظیمالشان مسلمانان نه یوازې ځواکمنېدو ته هڅوي، بلکې د هر اړخیز چمتووالي امر هم ورته کوي. الله تعالی جلجلاله په سورة الانفال کې فرمایي: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ»؛ یعنې: «او د هغوی پر وړاندې هر څومره چې توان لرئ، ځواک او جنګي چمتووالی برابر کړئ، ترڅو د الله جلجلاله او خپلو دښمنانو زړونه پرې ووېروئ.» دغه آیت په څرګنده توګه مؤمنان د ځواکمنېدو او مخنیوي وړتیا لور ته رابولي او څرګندوي چې پوځي ځواک په اسلام کې نه یوازې رد شوی نه دی، بلکې د یوه اسلامي نظام له دیني او ملي مسئولیتونو څخه هم شمېرل کېږي.
اسلامي امارت نن د همدې الهي لارښوونې په رڼا کې ښودلې چې پوځي ځواک یې د سولې او امنیت په خدمت کې درولی او د مسلمانانو د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره ترې ګټه اخلي. نننی افغانستان نور هغه کمزوری او پردیو ته محتاج هېواد نه دی چې د کوچني ګواښ پر وړاندې هم د ځان د دفاع توان ونه لري. نن د دې خاورې مؤمنو او زړورو ځوانانو، د ایمان او معاصرې پوهې په وسله سمبال، د سیمې ګڼې معادلې د خپل هېواد په ګټه بدلې کړې دي.
هغوی ثابته کړې چې که کوم ګواښ د ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې هم رامنځته شي، افغانستان کولای شي تر دې وړاندې چې هغه ګواښ تر خپلو پولو ورسېږي، په سرچینه کې یې شنډ کړي. دغه وړتیا نه یوازې د پوځي برلاسۍ نښه ده، بلکې د اسلامي امارت د استخباراتي ودې او ستراتیژیک هوښیارۍ څرګندونه هم کوي. همدا ځانګړنه ده چې افغانستان یې په سیمه کې پر داسې ځواک بدل کړی چې له پامه غورځول یې ناشوني دي.
البته دا ځواک هېڅکله د تېري او یرغل معنا نه لري. اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې د دغو وړتیاوو موخه د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د امنیت ساتنه ده. هر هېواد حق لري چې د ګواښونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي او افغانستان هم له همدې مشروع حق څخه برخمن دی. خو مهمه دا ده چې اسلامي امارت دغه حق د اسلامي او انساني اصولو په چوکاټ کې، په دقت، هوښیارۍ او کره موخه نیونې سره کاروي او هېڅکله نه پرېږدي چې دغه ځواک د ظلم او تېري وسیله وګرځي.
په پای کې، اسلامي امارت د خپل پوځي او امنیتي ځواک پر مټ د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی فصل پرانیستی دی؛ داسې فصل چې په هغه کې افغانستان د نورو د پرېکړو قرباني نه، بلکې د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې اغېزمن رول لوبوي. دغه ځواک هغه ستر نعمت دی چې ملت ته له لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته ورپه برخه شوی، څو د ځانبسیاینې او مخنیوي وړتیا داسې کچې ته ورسېږي چې له خپل هېواد، نظام او ملي ګټو څخه د هر ډول توطئې پر وړاندې دفاع وکړای شي.
اسلامي امارت ثابته کړې چې د شریعت پر بنسټ ولاړ نظام نه یوازې په معنوي ډګر کې، بلکې په پوځي او امنیتي ډګرونو کې هم یو بریالی او اغېزمنه نمونه کېدای شي. دا د هغو ټولو لپاره یو ستر درس دی چې ګومان یې کاوه افغانستان به هېڅکله پر خپلو پښو ونه درېږي او خپله ریښتینې خپلواکي به بېرته ترلاسه نه کړي.











































