د ۱۹۷۱م کال په جګړه کې د پاکستاني پوځ رول
د ۱۹۷۱م کال جګړې د پاکستاني پوځ په تاریخ کې یو بل تور باب ورزیات کړ. په دې جګړه کې رامنځته شوې دردونکې پېښې د دې څرګند ثبوت وې چې د پاکستان له جوړېدو څلورویشت کاله وروسته هم د پوځ ذهنیت یو ذرې قدر نه و بدل شوی. انګرېز لومړی ځل د لوېدیځ هند پوځیان هغه مهال استعمال کړل چې په ۱۸۵۷م کال کې یې له بنګال څخه راپورته شوې پاڅون ځپلو. په ۱۹۷۱م کال کې پر بنګالیانو ترسره شوي ظلمونه هم په حقیقت کې د هماغو کرکې او تعصب احساساتو پایله وه چې انګرېز په ۱۸۵۷م کال کې د دې پوځ په خټه کې اچولي وو.
د پاکستان له جوړېدو وروسته هم د پوځ رهبرۍ خپل نظام د هماغو جاهلانه تعصباتو پر بنسټ وچلاوه چې انګرېز د دوی په ذهن او فکر کې ټینګ کړي وو. په پاکستاني پوځ کې د بېلابېلو قومونو تناسب هم تقریباً هماغسې پاتې شو لکه د پاکستان تر جوړېدو مخکې چې و.
د پوځي چارو شنونکې عائشه صدیقه په ۲۰۰۷م کال کې په خپلې څېړنې کې څرګندوي چې د پاکستاني پوځ د سرتېرو لوی اکثریت، یعنې ۷۱ سلنه، لا هم د پنجاب له ایالت څخه دي، په داسې حال کې چې:
• ۱۲ سلنه د خیبر پښتونخوا څخه،
• ۹ سلنه د آزاد کشمیر څخه،
• ۴ سلنه د سند څخه،
• ۳ سلنه د شمالي سیمو څخه،
• او له یو سلنې څخه کم د بلوچستان څخه دي.
سربېره پر دې، له سند څخه هم چې کوم سرتېري جذبېږي، له اتیا سلنې څخه زیات یې یوازې د کراچۍ او حیدرآباد اوسېدونکي وي، او د سند نورو سیمو ته نږدې هېڅ استازیتوب نه ورکول کېږي.
همدارنګه اسټیفن پي کوهن په ۱۹۹۸م کال کې په خپلې څېړنه کې څرګندوي چې د پاکستان پوځ لا هم د ”جنګي نسلونو“ پر هغه خرافاتي نظریه ولاړ دی چې انګرېز څه باندې یوه پېړۍ وړاندې جوړه کړې وه. د همدې فلسفې له امله تر نن ورځې د پوځ ۷۵ سلنه سرتېري د پنجاب او سرحد له هغو پنځو ولسوالیو څخه جذبېږي چې انګرېز به د خپلې خوښې”جنګي قومونه“ ګڼل.
د پوځ د رهبرۍ او مافوق الرتبه (بیوروکراسۍ) د همدې متعصبانه چلند له امله په بلوچستان، سند، سرحد او سویلي پنجاب کې بېلتونپالو خوځښتونو سر راپورته کړ؛ او د همدې تعصباتو پایله وه چې ختیځ پاکستان جلا شو.
د ختیځ پاکستان له مسلمانانو سره د چلند پر مهال پوځ نه یوازې د ”جنګي نسلونو“ پر همدې خرافاتي فلسفې ولاړ پاتې شو، بلکې د بنګالي مسلمانانو سپک ګڼلو او تر فشار لاندې ساتلو هغه ناوړه رویه یې هم روانه وساتله چې له ۱۸۵۷م کال وروسته یې له خپلو بادارانو څخه په میراث اخیستې وه.
له جګړې وروسته، د بنګالي مسلمانانو پر ضد د پوځ د ظلمونو د پلټنې او د جګړې د ناکامۍ د مسؤلینو د پېژندلو لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضي القضات حمود الرحمن تر مشرۍ لاندې یو کمېسیون جوړ شو. د دې کمېسیون په غړو کې د سند او بلوچستان د عالي محکمو مشران قاضیان هم شامل وو.
دغه کمېسیون د سلګونو شاهدانو له اقوالو او بشپړو څېړنو وروسته یو راپور ترتیب کړ، چې د پوځ د ناوړه کړنو پرده پورته کوي. که څه هم دا کمېسیون تر دې وړاندې چې خپلې څېړنې منطقي پایلې ته ورسوي، خپله له هماغه برخلیک سره مخ شو چې تمه یې کېده، خو راپور یې بیا هم د هر پاکستانی د سترګو پرانیستلو لپاره بسنه کوي.







































