داعش ډله چې پخوا يې مرکزيت په شام يا په اوسنۍ سوريه کې وو، د اوسنيو معلوماتو له مخې؛ دغې ډلې خپل مرکزيت صومال ته انتقال کړی دی، دغه انتقال له سختو مشورو او له تحليلونو وروسته ترسره شو. يو شمېر مؤثقې سرچينې وايي، چې په دې انتقال کې عراقي داعشيانو مهم رول درلود، ترڅو دا په انټرنیټ کې چلېدونکې د شام رهبري چې عراقيانو ته يې چندان وخت او مشري نه ورکوله، له شامي داعشيانو څخه يې افریقايي داعشيانو ته انتقال کړه.
دغه انتقال ولې وشو؟
لومړی:
د داعش پيل او ساختار عراقي داعشيانو وکړ، مشري او رهبري هم له دغو عراقيانو سره وه؛ که څه هم بغدادي د خپل جعلي خلافت مرکزي سيمه د شام ځمکه انتخاب کړه، خو د دې جعلي خلافت د مرکزي ادارو او وزارتونو په مهمو بستونو کې عراقيان مقرر وو. دغه تشکيلاتي جوړښت د ۲۰۱۷ ميلادي کال پورې ښه روان وو، له هغې وروسته په شام کې د عراق سرګرده او مهم داعشيان امريکا او متحدينو يې د شامي جاسوسانو په وسيله له منځه يوړل، ترڅو دغه بستونه د امريکا هغه شامي جاسوسانو ته پاتې شي، چې په لوړه کچه يې دغې ډله کې نفوذ ترسره کړی وو.
دغې هڅې يو څه نتیجه ورکړه، خو بيا هم ډېر کار پاتې وو، ځکه چې د بغدادي همراز او وفادار مشران لا پاتې وو.
په شام کې د داعش وضعيت ورځ تر بلې خرابېدو او دوی هڅه کوله، ترڅو وضعيت کنټرول کړي؛ خو کيسه د دوی له توان څخه وتلې وه، په دې وخت کې ابوبکر البغدادي هم له صحنې لاړ او ميدان کې عراقيان ډېر کم پاتې وو، شامي او عراقي داعشيانو په ګډه سره د داعش ټول تشکیلاتي جوړښت بدل، وزراتونه/دیوانونه يې اکثر ختم او ځيني وزارتونه يې له نورو سره منحل کړل، ځيني عمومي رياستونه يې لغوه او ځيني نور يې پرېښودل.
په دغه تشکيل کې لکه د امنيت وزارت يا ديوان العام مهم بست شاميانو ترلاسه کړ، ځکه دغه وزارت نظامي چارې پر مخ وړي او د خپلو مسؤلینو د پټننځايونو په اړه مهم تدابير او امینت نيسي، د خپلو نورو رسمي څانګو له مشرانو/واليانو سره په اړيکه کې وي، ترڅو دغه اداره د خپل ټول خلافت کنټرول وساتي.
دوهم:
په دې نوي تشکيل کې نيم سهم عراقيانو او نيم سهم شاميانو ترلاسه کړ، د وخت په تېرېدو سره عراقيان يو يو وژل کېدل، چې بالاخره په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې ترکيې د خپلو استخباراتي معلوماتو له مخې، د دغې ډلې رهبر او خليفه د سوريې په يو کلي کې په نښه کړ او له منځه يې يوړ، د أبو عمر په نوم وياند يې ژوندی ونېو.
داعش ډلې د نوموړي له وژل کیدو وروسته د درې مياشتو په موده کې مشورې او بحثونه کول، عراقي داعشيانو د صومال طرف کاوه او شامي داعشيانو ويل، بايد خليفه له شام څخه وي. دا چې د څار او واک ډېره برخه له افريقايانو سره وه، نو د افريقا پنځه څانګو په صومال کې له شيخ عبدالقادر مؤمن سره بيعت وکړ، خراسان او پاکستاني څانګو هم له نوموړي سره بيعت اعلان کړ، يواځې شامي داعشيان وو، چې دغه يې نه منلو او له ډېرو مذاکراتو وروسته يې د نوموړي بيعت ومانه.
شیخ عبدالقادر مؤمن په لمړي قطار کې د خپل ځان لپاره يو تن عراقي داعشی شيخ أبي حذيفه په نوم کس يې وياند وټاکه. همدرانګه د مکتبونو د څار ادارې لپاره يې يو تن شامي داعشي وټاکلو، چې په ۲۰۲۴ کال کې هغه د امریکايانو له لوري ووژل شو.
دريم:
د شامي او عراقي داعشيانو اختلاف له دې ځايه هم څرګنديږي، چې په ۲۰۲۵ ميلادي کال کې د سوریې کورنیو چارو وزارت ځواکونو او نړیوال ائتلاف د حلب ولایت ختیځ الباب ښار کې ګډ امنیتي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې څلور غړي ووژل. په دې عملیاتو کې د داعش یو لوړپوړی مشر، چې د ډلې رسمي ویاند او د عراق تبعه دی، ژوندی نیول شوی دی.
له دې بريد وروسته د ترکيې او سوريې سرحد سره ايتلافي ځواکونو يوه شپه عمليات ترسره کړل، د معلوماتو له مخې: په دې عملياتو کې د عمران په نوم يو تن شامي داعشي له منځه وړل شوی وو. عراقي رسنيو هغه مهال خبر ورکړ، چې دغه استخباراتي معلومات د عراق امنيتي ځواکونو ایتلافي ځواکونو ته ورکړي وو.











































