د عثماني خلافت له سقوط او زوال وروسته، په نړۍ کې او په عمومي ډول د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي نظامونو، خلافتونو او امارتونو د بیا اعادې هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې. د کفر بیا حاکمیت نړۍ د ظلم، وحشت او اشغال دور ته داخله کړه. مسلمان حاکمان او پاچاهان د شریعت د قانون د تطبیق پر ځای د کفر له خوا معرفي شویو افکارو لکه ډیموکراسۍ او نورو قوانینو ته اړ شول. له همدې امله، په اسلامي خاورو کې حاکمان او پوځونه د ظلم، وحشت او لوټمارۍ وسیلې وګرځېدې.
افغانستان هم له همدې حالت سره مخ وو، د ټوپک سالارانو، بدماشانو او د یرغلګرو ګوډاګیانو د ښارونو او کلیو کوڅې او لارې پر ولس اور ګرځولې وې. ټولنه د سرکشانو او ظالمانو په واک کې وه او هر چا به په زور ژوند تېراوه.
په همدې وخت کې، له یوې خړې او مظلومې مدرسې څخه، چې په ظاهر غریبه خو په باطن کې د ټولنې، ولس او امت لپاره د عدالت، شفقت او ځواک لویه سرمایه وه، د توکل علی الله په مدد یو حرکت راپورته شو. د ظلم، وحشت او اشغال د ختمولو لپاره یې له مدرسو څخه د اشر غوښتنه وکړه، څو روان حالات بدل کړي.
د دې مبارزې پیل ځینو ته د خندا وړ و، خو ځینو یې ملاتړ وکړ. تر څو کلونو مبارزې وروسته داسې بدلون راغی چې د یوې پېړۍ وروسته هغه سره کرښه (د شرعي نظام نه جوړېدل) ماته شوه، او د بیا اعادې او برم هیلې راژوندۍ شوې. په ځمکه شرعي نظام او اسلامي سیاست حاکم شو، چې د کفر لپاره د خطر زنګ وګرځېد، او د اسلامي نظام حاکمیت د یوې بلې سترې امپراتورۍ د ماتولو اعلان وکړ.
جالبه دا ده چې داسې امن، سوکالي او ارام ژوند رامنځته شو، چې د اسلام عظمت، قوت او ارزښت د خلکو لپاره په عملي ډول څرګند شو. په ځمکه عمري عدالت د اسلام په چوکاټ کې حاکم شو.
خو بیا هم د ظالمو، مستبدو او اشغالګرو د ازلي دښمنۍ او د اسلامي شرعي نظام د نه زغملو له امله، افغان خاوره شل کاله اشغال شوه. بیا د پخوا په څېر هوډمنې او غښتلې مبارزې او جهاد ته اړتیا پیدا شوه، څو خپله خاوره بېرته ازاده کړي.
د شلو کلونو مبارزې وروسته، د ثالث عمر رحمه الله لښکرو د اسلامي نظام د بیا ټینګښت او سیاست تر چتر لاندې بریا ترلاسه کړه، الحمدلله. ثالث عمر رحمه الله نه یوازې د افغان ولس لپاره د ارامۍ او سوکالۍ بېلګه وه، بلکې د اسلامي امت د بیا یووالي او برم لپاره یو اعلان او زنګ هم و، چې مسلمانان کولای شي داسې نظام رامنځته کړي چې د دین او انسانیت اړتیاوې پوره کړي.
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د یوې پېړۍ وروسته د خلافت، امارت او اسلامي سیاست د بیا پیل او اعادې نوم و.











































