پرون د سوئیس په داؤس ښار کې، د امریکا په سرمشرۍ د یو لړ اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو غونډه جوړه شوې او په دې غونډه کې د “بورډ آف پیس” یعنې سولې شوری په نوم یو نوی هیکل را منځته شوی دی، چې په اړه یې له تېر کال راهیسي فکر او هڅې روانې وې او پرون یې عملي بڼه اختیار کړه، د یاد هیکل اختیارات او کړنې به څه وي او تر کومې کچې به غځیږي؟
په دې اړه له لومړي سره اټکل دا وو چې دا هیکل به یوازې د غزې د امنیت اړوند کار کوي او هڅه به یې دا وي چې هلته روان وحشت ودروي او یوه ډاډمنه فضاء رامنځته کړي، خو پرون دا خبره راڅرګنده شوه چې د بورډ آف پیس کار به یوازي تر غزې محدود نه وي، که څه هم د بورډ آف پیس منشور لا روښانه نه دی، ولې ځیني لویدیځو رسنیو د بورډ آف پیس له منشور څخه ځینې برخې راڅرګندې کړې او د هغوی په رڼا کې یې وویل، چې یاد هیکل به په ټوله نړۍ کې د امنیت لور ته ګامونه اوچتوي، هر ځای او هر هیواد کې به د امنیت لپاره کار کوي او سوله ایز هوډ به لري.
د دغه رسنیو له قوله، د دې هیکل مشر به د امریکا رئیس جمهور وي، نور پنځه تنه یې هم په رأس کې ور سره دي چې له جملې څخه یې یو د ټرمپ زوم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر دی، د ویټو حق به یوازې له امریکا سره وي، د یادې شوری د غړیتوب لپاره به هماغه هیواد یو ملیارد ډالر هم ورکوي، دغه غړیتوب یوازې د دریو کلونو لپاره دی، البته کوم هیواد چې زیاتي پیسې ور کوي د هغوی غړیتوب به غځول کېږي، په یاده شوری کې د خبرو اترو او اجنډا د تشخیص حق یوازې له امریکا او ولسمشر سره دی، دمګړی یې تر ټولو له مخه اسرائیلو ته غړیتوب ورکړل شوی دی، سعودي، قطر، ترکیه او د پاکستان په شمول ځینو اسلامي او نورو هیوادونو غړیتوب ته خپله خوښې څرګنده کړې ده، خو د اروپا لوی اکثریت هیوادونه او فرانسې یې د غړیتوب څخه انکار کړی دی، روسیې له انکار او خوښۍ پرته په طنزیه انداز سره ویلي چې که زموږ کنګل شوې شتمني آزادیږي نو موږ یې غړیتوب ته آماده یو، چین بیا ددې هیکل جوړښت ته اندېښنه ښودلې او غړیتوب یې نه دی منلی.
د سولې تازه رامنځته شوې شوری به په لومړي سر کې د غزې لپاره د کار یوه اجرائیوي کمېټه جوړوي او هغه کمېټه به د غزې د نوي تعمیر او د اوسني تخریب د لیري کولو چاري پر مخ وړي، ور پسې به د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې د رامنځته کولو لپاره هلي ځلي کوي، په همدې موخه د پاکستان واکمن هم ورسره یو ځای شوي او د غړیتوب سند یې پرون لاسلیک او تائید کړی دی، چې ورسره په پاکستان کې د سیاسیونو او د ملت د نمائنده ګانو لخوا له تاوده غبرګون سره مخ شوی دی.
د دې پرېکړي په تائید کښې ولاړ خلک لومړی د سولې شوری یوه لویه فلسفه بیانوي، چې ملګري ملتونه او امنیت شوری د اوس لپاره دې درجې ته رسېدلي چي نه اجرائیه قوه لري او نه هم د ظالم لاس د ظلم څخه نیولای شي او نه نور څه. ځکه اړتیا وه چې یو داسې قوت رامنځته شي چې له یوه پلوه یې قوت زیات وي او بل پلو ته د امنیت را منځته کېدلو ته ژمنتیا ولري، دوی په دې باور دي چې په ملګرو ملتونو کي سرخېلان یوازي پنځه تنه وو او په دې پنځو تنو کې یو هم مسلمان نه وو، مسلمان هیوادونه په دوهمه درجه کي هم نه وو او دریمه مرتبه دوی ته ځانګړې شوې وه، د دوی په آند ددې لامل د ملګرو ملتونو او تر هغه وړاندې د لیګ آف نیشنز د قیام پر مهال د دوی له لورې یو لړ اندیښنې او دې بهیر ته په داخلیدلو کي ځنډ وو.
دوی په دې خبره تینګار کوي چې د ملګرو ملتونو له پلیټ فارم څخه تر ټولو زیاته ګټه اروپا اخیستې وه، ځکه اوس د ټرمپ د سولې شوری ته په مشکوک نظر ګوري او مسلمان هیوادونه ځکه په بېړه دې بهیر ته ور دانګي، تر څو د تېر په څېر غفلت یې بیا دریمي څوکۍ ته ور ټېل نه وهي، د پاکستان شمولیت ته دوی دا دلیل هم وایي چې سعودي، قطر او ترکیې لا پکښې ګډون کړی دی.
خو بل لورې ته په پاکستان کې ټول ملت او په ځانګړې توګه د هیواد سره خواخوږي سیاسیون دې پرېکړي ته سخته اندېښنه لري، هغوی وېره لري چې په دې بهیر کې شمولیت به هرومرو د څه ورکولو پر اساس ترسره شوی وي، دوی د خپلي ویرې د دلیل لپاره دا خبره کوي چې د سولې شوری د غړیتوب لپاره یو ملیارډ ډالر ورکول اړین دي، او د پاکستان اقتصادي وضعیت په اوسنیو شرایطو کې دا مقدار نه ایجابوي، نو خامخا به یې یو سودا کړې وي او په نتیجه کې به یې اسرائیل او یا هم امریکا هغه مقدار ډالر په خپل ځان منلي وي، تېره ورځ د پاکستان په پارلمان کې د یاد هیواد تر ټولو ستر مذهبي سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن دا خبره په ډاګه وکړه چې دا څنګه امن فورم دی؟ دا به څنګه په غزه کې امن راولي، په داسې حال کې چې د غزې د جنګ اصلي عاملین نتنیاهو او ټرمپ دي او هغوی دواړه ددې بهیر اصلي څېرې دي، هغه دا یادونه هم وکړه چې دومره لویه پرېکړه کې نه پارلمان په جریان کې دی او نه ملت ته پوهاوی ورکړل شوی دی، آن تر دې چې خپله د کابینې غړي هم په جریان کې نه دي.
د سیاسي چارو کارپوهان دا اندېښنه لري، چې د غزې لپاره جوړ شوي دې فورم کې نتنیاهو شتون لري، خو د فلسطین هیڅ یو جهت پکښې نه ښکاري، آیا ددې به دا مطلب نه وي چې دوی په دې ډول اسرائیل لا هم پیاوړي کوي او د فلسطین د آزادۍ ټول جهتونه ځپل غواړي؟ دا ځکه چې ټرمپ په خورا فرعوني لهجه سره وویل، چې که چیرې حماس خبره ونه مني نو د ځمکې له مخ به یې ختم کړو، په دې وخت کې د پاکستان په شمول ټول اسلامي هیوادونه خاموش پاتي وو، بلکې په عین صحنه کې د پاکستان له لوري د غړیتوب سند لاسلیک شو.
د دوی په باور امریکا او اسرائیل په دې ونه توانېده چې په فلسطین کې د مقاومت ریښه ختمه کړي، نو دا چاري یې مسلمانو هیوادونو ته د سپارلو لپاره د دې نوي فورم په وسیله ممکني کړلې، اوس به یې مسلمان هیوادونه، په ځانګړې توګه پاکستاني ځواکونه پر مخ وړي، دوی په دې اندېښنه دي چې بیا به حماس د پاکستاني ځواکونو سره لاس او ګریوان وي او د پاکستاني ملت به د خپل پوځ سره کینه تر اوسنۍ کچې لا زیاته شي.
د پاکستان یو مخکښ سیاسي کارپوه مصطفی نواز کهوکهر وایي، چې یاد بنسټ یوازې د اسرائیلو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی، ددې بنسټ موخه دا ده تر څو په اسلامي نړۍ کې اسرائیلو او امریکا ته نور هم نفوذ ور په برخه شي، هغه ددې مثال داسې وایي چې د یاد هیکل په کارونو کې یې اساسي کار د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سوله رامنځته کول دي، نو سبا به امریکا وغواړي چې دده او اسرائیلو ګډ دښمن ایران ته ور شي، او د سولې د راوستلو په نوم به هلته ځواکونه داخل کړي، اوسنی نظام به ګډوډ کړي او څه چې یې زړه وي هغه به رامنځته کړي، خو ددې ټول کار او خپلو ذاتي ګټو لپاره به دوی پاکستان او نور اسلامي هیوادونه کاروي، او هغوی به یې په وړاندي هیڅ نه شي کولای.
د مصطفی کهوکهر یاده خبره ځکه هم پر ځای ښکاري چې پاکستاني جهت د غړیتوب اخیستلو په مراسمو کې په تکرار سره دا خبره کول، چې پاکستان له پیله تر دې دمه د امریکا د ګټو خوندیتوب ته ژمن دی، پاکستان په تېر کې هر وخت امریکا ته وفادار پاته شوی دی، یعني دلته خو پکار دا وه چې پاکستان خپلو ګټو ته د خوندیتوب وقایه تر لاسه کړې وای، ولې ده ته د امریکا خوشحالي مهمه ده، ددې لپاره که د اسرائیلو منل وي، د هغوی چارې پر مخ وړل وي، د هغوی پر سر د یو اسلامي مملکت تر پښو لاندې کول وي او یا هم د خپلو وګړو ناحقه وژل وي، دی ورته تیار دی؛ او دا هر څه یې په خپل عمل سره په څو څو ځلې ثابته کړې ده، ځکه دی د خپلو ګتو خبره نه کوي، هر ځل د امریکا خبره را مخته کوي، له همدې امله مبصرین په دې نظر دي چې د اسرائیلو د پیاوړتیا دې بهیر کې شمولیت به د پاکستان حیثیت له سخت زیان سره مخ او زوال ته به یې سیخ کړي.











































