انجنير عمير
تاریخ پوهان او تاریخ لیکونکي د تاریخ د لوستلو یو اساسي فایده دا هم بیانوي، چې د تېرو نسلونو له ژوند څخه ګټه پورته کړو او هغه څه چې د هغوی د هلاکت سبب ګرځېدلي، بیا تکرار نکړو. خو متأسفانه چې د اوسنۍ زمانې وګړي په هغه اندازه تاریخ لوستلو ته وخت نه ورکوي، چې اړتیا ورته لېدل کېږي.
که د تاریخ لوستل ضروري او اساسي نه و، نو الله تعالی به په قرآن کریم کې د تېرو امتونو کیسې بار بار نه ذکر کولې، دا کیسې د همدې لپاره دي چې د کامیابۍ او ناکامۍ لارې چارې وپېژنو او په خپل ژوند کې یې عملي کړو.
څو ورځې وړاندې د دروغجن خلافت څو لیکوالونو د اعتراض په ډول په دې اړه لیکلي وو “چې ولې د امارت په صفوفو کې د پخواني حکومت کمونېستي مامورین پر دندو بوخت دي، پکار خو دا وه چې دوی په سخت ترینه سزا رسول شوي وای او سخت مجازات شوي وای، او یا یې ښکاره توبه باسلې وای او په خپل کفر یې څرګند اعتراض کړی وای” زه د دې مسألې شرعي اړخ نه څېړم، بلکې د دروغجن خلافت مکارتوب درته په ګوته کووم.
که تاسو د دروغجن خلافت تاریخ ته سر ورښکاره کړئ، دا به ښه درته روښانه شي چې دوی دغه اعتراض د الله تعالی د رضا لپاره کوي او که د خپل ضد او عناد له وجې يې کوي؟
د دروغجن خلافت اکثریت وګړي چې د دوی د خلافت په رأس کې قرار لري، بلکې ټول د صدام حسین د کمونېستي رژیم پاتې شوني دي، په هغه حکومت کې په لوړو مسئولیتونو پاتې شوي، د مسلمانانو په وژلو، شکنجه کولو او داړلو کې ځانګړی تاریخ او نوم لري.
د خلافت دروغجنو نه په دوی توبه وباسله او نه یې کومه سزا ورکړه، بلکې په لوړو مسئولیتونو یې وګمارل، چې زیاتره یې د شورا او کمیسیونونو غړي وټاکل شول.
که په افغانستان کې د کاذب خلافت تاریخ ته سر ورښکاره کړو، نو نور به هم روښانه شي چې د دوی دغه اعتراض تر کومه حده صحیح دی؟
کله چې دروغجن خلافت په افغانستان کې خپله څانګه پرانیستله، نو ډېر هغه وګړي چې د طالبانو په صف کې په خیانت او جرمونو بدنام وو، د طالبانو د نظامي کمېسيون تر څارنې لاندې وو او قضیې یې د امارت په محکمو کې روانې و، نو د داعش لاره یې ونیوله، د خلافت کاذبینو نه هغوی محکمه کړل او نه یې سزا ورکړه، بلکې په هماغه حنفي عقیده چې دوی یې ګمراهان، بدعتیان او مشرکين بولي، په خپل صف کې په لوړو مسئولیتونو وګمارل او د طالبانو لپاره یې جګړې ته وړاندې کړل، سیرت، سعد امارتي او عبدالخالق عمر یې ښې نمونې وې.
مونږ هغه ځوانانو ته چې د کاذب خلافت په کذابو داعیو تېر وځي، دوکه کېږي، یو ځل بیا توصیه کوو چې تاسو خو یو ځل د دوی د خلافت تاریخ مطالعه کړئ چې تر کومه د خلافت داعيې ته رښتوني دي.
و ما علينا إلا البلاغ