حسان مجاهد
دا چې په نبوي عصر کې آس د جهاد له مهمو وسائلو څخه شمېرل کیده؛ نو رسول الله ﷺ وفرمايل: د آسونو په ټنډو کې د قيامت تر ورځې پورې خير موجود دی[بخاري ج١ کتاب الجهاد].
په پورته حديث کې رسول الله ﷺ موږ ته یو لوی زيری راکړ؛ هغه دا چې جهاد به تر قيامته پورې روان وي او دا چې جهاد خو مجاهدین کوي، نو مجاهدین به هم تر قيامته پورې موجود وي، خو دلته دا پوښتنه راپورته کېږي؛ چې آیا مجاهدین به ټول نېک کسان وي او کنه؟
شاه انور شاه کشميري رحمه الله ليکي: هغه کارونه چې تر یو جماعت(ډلې) پورې تړاو لري، په هغوی کې د ټولو کسانو اصلاح نه ده ضروري؛ ځکه د ټول صف اصلاح نا ممکنه خبره ده او که چيرته د ټول صف اصلاح شرط وبلل شي؛ نو بيا به ډېر لوی لوی کارونه معطل پاتې شي.
جهاد به تر قيامته پورې جاري وي او دا خو ټولو ته معلومه ده چې جهاد د یو کس کار نه، بلکې د يوې ډلې کار دی، په ډله کې مشرانو ته ضرورت دی او نیک مشران خو په دنيا کې تل ژوندي نه پاتې کیږي؛ نو د نیکانو په نه شتون کې به یو له دوو کارونو څخه لازميږي، یا به جهاد پرېښودل کیږي او يا به په بدو مشرانو پسې اقتدا کیږي، ځکه نو د بدو مشرانو پيروي کول تر دې غوره ده، چې جهاد ته شا وګرځول شي او تل د غلامۍ ځنځير غاړې ته واچول شي.[فيض الباري شرح صحيح البخاري].
موږ که په نظام کې څه ناڅه ناغېړۍ او نیمګړتیاوې وينو؛ د نقد(نیوکې) پرځای یې بايد اصلاح په پام کې ونیسو او په ځاى ددې چې په نظام د خلګو بارو کمزوری کړو، بايد د نظام جوړونې ته پاملرنه وکړو.
په نظام کې باید د ځينو نیمګړتیاوو له امله د نظام زوال ته لاره هواره نه کړو؛ ځکه د شريعت یوه مهمه قاعده ده “ما لایدرک کله لا يترک کله” کوم شی چې ټول نه ترلاسه کیږي، ټول باید له لاسه هم ورنکړل شي.
ځيني کسان له امارت سره د خواږۍ په نوم د د دُښمنۍ تر عنوان لاندې داسې رسنيز فعالیت کوي چې په واقع کې نظام ته لوی زيان اړوي، دوی مخته ګوري او شاته نه ګوري، که د تېر رژیم هغه ناخوالې ذهن ته را حاضري کړو چې انسانیت او افغانيت يې په شرمونو وشرماوه، هله به بیا د اوسني نظام په قدر پوه شو.
دور د اصحابو نه دی، کمې ناپهمۍ شته.
وبښئ ولسه، که مو زړه کې ناهلیۍ شته.
ويې زغمئ ورو ورو به رب ټولې کیسې سمې کړي.
ځکه مفکورې د جوړونې آبادۍ شته.