لیکوال: عبدالرحیم ترین
په کال ۲۰۰۱ یو کې د متکبیرې امریکا د وخت ولسمشر بوش د نړۍ کابو ټول هیوادونه له ځان سره ملګري کړل او دلته يې د یو سوچه شرعي نظام لمنځه وړلو ته په ګډه اشر وکړ، یاد اشر ته یې بیلابیلې بهانې ولټولې، ترڅو په نړۍ کې د وخت د یوازیني اسلامي شرعي نظام ریښې له بیخه وباسي او په هر قیمت چې وي، په یوشیتمه پیړۍ کې د اسلام او نړۍ د قوي قدرتونو د هدیرې سنګر له خاورو سره خاورې کړي.
امریکا خپل کار او د موخې تعقیب ته په ډيرې چټکۍ، چل او فریب دوام ورکړ او له هیڅ ډول تبلیغاتو چې د افغانانو د ځوانانو او ولس اذهان پرې اشغال او د اسلام مینه يې ور وژني دریغ نکړل.
امریکا چې کله له ۲۰۰۴ وروسته بیا د اوسپنیزې عقیدې او د صلاح الدین ایوبي د لمسایانو او د امپراتیرو د هدیرې د مالکانو له کلکو ګذارونو سره مخ شوه نو بیا يې په یوې بلې طرحې کار پیل کړ او وې پتیله چې د افغان مسلمان ولس د جهاد مخه د نړۍ هیڅ قوت نشي نیولی، نو په عراق يې د خوارجو د ډلې رامنځته کولو په طرحه یې کار پیل کړ او هرکله چې یې افغانستان کې د امریکایانو د ماتې او زوال شیبې نږدې کیدې، نو په نړیواله کچه یې د خپلو تبلیغاتي لوډسپیکرانو رسینو پر مټ د خوارجو لپاره د مطرح کیدو کمپاین ته یې زور ورکوو او نړۍ ته يې ښودله چې خوارج به ګواښ درته جوړ کړي.
په کال ۲۰۱۴ کې چې نړۍ د امریکا د ماتې او زوال حالت په سترګو لیده، امریکایانو په افغانستان کې د خوارجو د مطرح او په عملي توګه یې ورته کمپاین او مرسته ورسره پیل کړه، چې ننګرهار یې ښه بیلګه ده.
د ا ا او امریکا ترمنځ د خبرو او دوحې تړون د لاسلیک تر وخت خوارج افغانستان ته د امریکایانو لخوا د یو بوؤ یعنې ستر خطر په توګه د دوی لخوا د تمویل کیدونکو رسینو لخوا ډنډوره او ستر خطر په توګه مطرح کیدل.
امریکایانو چې کله په دوحه کې د خپلې تاریخې ماتې تړون لاسلیک کړ، نو یې د مسلمان افغان ولس سره د جګړې او دښمنۍ بڼې ته بدلون ورکړ او د خپل هغه پلان او موخه یې چې په ۲۰۰۱ کې لرله د خوارجو په مټ یې د ترلاسه کولو ته کار او زمینه سازي وکړه.
امریکا چې په ۲۰۰۱ کې له ټولې نړۍ سره یې د اسلامي جذبې او اسلام د ختمولو قوي سنګر ته لاس په کار شوې وه اوس یې د هغه برعکس هغه پروژه خوارجي داعشيانو ته چې ټوله غربی او کفري نړۍ یې ور باندې پريښې ده او د یوازېني مسلمان او د شرعیت تبطیق کوونکي افغانستان دښمني ته یې ور را دانګلي دي.
خوارجو ته له غربي میډیا او مطبوعاتو ور اخوا اوس د دوئ نظامي او سیاسي چارواکو هم کمپاین پیل کړئ ده، چې لله الحمد هر شوم پلان او موخه او د فتنې مفکوره یې تر نن ورځې جهنم ته وړې ده او ان شاء الله وړي به يې نور هم.
مونږ له اوله پوهیدلو چې دوی د موساد او سی ای اې اجنټان او نماینده ګان او د هغوی د شومو موخو ترلاسه کولو لپاره ډالري قاتلان دي، چې یوازې او یوازې د اسلام او د نبي اخیر زمان د وارثانو سره دښمني لري.
دا ټول نیست او نابود کیدونکي دي او وروستي کوم ګذارونه چې دوی ته د افغان اتلو ځواکونو لخوا ورکړل شول ددې ښکاره ثبوت ده.
امریکا او کفر له مونږ سره دښمني نه ده پای ته رسولې بلکې اوس مو د اسلام په جامه کې د خپلو کرایې قاتلانو په مټ له مونږ سره دښمني پالي.
بیدار اوسئ او ددې د عصر خوارجو د نیست نایود کولو ته همداسې دوام او اسلامي نړۍ او دا پاکه جهاد پروروه خاوره ې له نجسو قدمونو څخه پاکه کړئ.
درنښت!