تاریخ کله ناکله خپل درسونه دومره روښانه او په وینو رنګین لیکي چې انسان یې، که هر څومره هم وغواړي، له سترګو پټولی نه شي. کله چې د زمري د ۲۴مې (د اګست ۱۵مې) په مناسبت پر افغان خاوره د بدلېدونکو سیاسي او پوځي حالاتو ارزونه کوو، ذهن په خپله هغه بنسټیزې پوښتنې ته ورګرځي چې:
آزادي د یوه ملت لپاره ولې دومره اړینه ده؟ او ولې د پردیو یا بیګانهوو سیاسي، اقتصادي او حکومتي واکمني د هر ژوندي ټولنې لپاره له وژونکي زهرو کمه نه ده؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره کومې نظري بحث ته اړتیا نشته؛ یوازې د قندوز هغه خونړۍ پېښه را یادول بسنه کوي چې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۳مه رامنځته شوه. په هغه توره شپه چې ټول ښار د جګړې له وېرې سره مخ و، د «بې پولې ډاکترانو» (MSF) روغتون د بېګناه خلکو یوازینۍ پناهځای و. خو کله چې د امریکا AC-130 جنګي الوتکې پر دغه روغتون بمبارۍ پیل کړې، نه د روغتون پر ودانۍ لګېدلو نړیوالو نښو کومه ګټه وکړه او نه هم هغه ټول اسناد او معلومات چې د ودانۍ هره برخه یې په نښه کړې وه.
بمبارۍ یوه بشپړه ګړۍ دوام وکړ؛ په عملیاتو خونه کې بېهوښه پراته ناروغان هماغلته وسوځېدل او ایرې شول، او پر هغو ډاکترانو چې د تېښتې هڅه یې کوله، له اسمانه د اور باران ورېد. وروسته د ۴۷ انسانانو د وژل کېدو پېښه یوازې «تخنیکي تېروتنه» وبلل شوه او دوسیه وتړل شوه.
دا دردناکه پېښه یوازې یوه تصادفي پېښه یا پوځي ناکامي نه وه، بلکې د دې حقیقت بربنډ انځور و چې کله د واک واګې د پردیو په لاس کې وي، د محکوم ملت وینه د هغوی لپاره څومره ارزانه تمامېږي. هرکله چې یو بهرنی ځواک پر یوه هېواد اقتصادي، سیاسي یا پوځي برلاسی ومومي، نو د پرمختګ او ډیموکراسۍ تر زړهراښکونکو شعارونو لاندې خپلې ګټې پټوي. د دغه تسلط تر ټولو ستر زیان دا وي چې د مظلوم او محکوم ملت عزت، آبرو او بشري حقونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
اسلامي لیدلوری په کلکه دا ردوي چې اسلامي ټولنې دې د خپلو پرېکړو، اقتصاد او حکومتي نظام په چارو کې د غیر اسلامي یا بهرنیو ځواکونو مرستې او ملاتړ ته اړې وي. د قرآن او سنت اساسي موخه دا ده چې انسان د پردیو له بندګۍ او رواني غلامۍ څخه آزاد کړي او د عزت او ځانبساینې پر بنسټ ورته د ژوند کولو زمینه برابره کړي. د پردیو سیاسي واکمني له مسلمان ملت څخه د خپلو لومړیتوبونو د ټاکلو حق اخلي، په داسې حال کې چې اقتصادي تسلط یې په نړیوالو بازارونو او پورونو کې داسې راګیرولای شي چې له دې جال څخه وتل ورته ناشوني شي.
تر هغه چې یو هېواد په خپلو اقتصادي او سیاسي پرېکړو کې بشپړه خپلواکي ونه لري، تر هغه پورې یې دین، کلتور او راتلونکي نسلونه هېڅکله په بشپړه توګه خوندي کېدای نه شي. د زمري ۲۴مه یوازې د امریکا د ماتې او پوځي وتلو ورځ نه ده، بلکې د هغه فکر د بریا ورځ ده چې آزادي هېڅ بدیل نه لري. دا ورځ موږ ته را زده کوي چې د بهرنیو ځواکونو تر سیوري لاندې ترلاسه کېدونکې ظاهري ارامي یوه لنډمهاله سراب دی، چې پایله یې بالاخره د کندز په څېر غمیزې وي.
د ریښتینې آزادۍ موخه یوازې د بهرنیو ځواکونو شړل نه دي، بلکې پر خپلو پښو درېدل او د داسې پیاوړي، عادلانه او ځانبسیا نظام جوړول دي چې هېڅ بهرني ځواک ته بیا د لاسوهنې جرئت ورنه کړي. ملتونه د پردیو په رحم او کرم کې ژوند کولو سره هېڅکله پرمختګ نه شي کولای. د هغوی بقا او عزت یوازې په خپلې آزادۍ، خپلواکۍ، ځاندرناوي او خپلو اصولو ته په ژمنتیا کې نغښتی دی.












































