څو ورځې وړاندې، د پاکستان متجاوزو ځواکونو یو ځل بیا د ټولو نړیوالو قوانینو، ډیپلوماټیکو موازینو او د ګاونډیتوب د رغنده حقونو بربنډ نقض وکړ او د افغانستان د سپېڅلي حریم پر وړاندې یې خپل ښکاره تېری نندارې ته وړاندې کړ. په دغو بېرحمانه هوايي او توغندیزو بریدونو کې، چې په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بېدفاع ملکي وګړو پر کورونو ترسره شول، یو ځل بیا د بشریت او مظلومیت د وینو رنګین داستان تکرار شو.
د دغه غافلګیرانه برید په پایله کې، په ډېرې بېرحمۍ او قساوت سره ۱۱ تنه بېګناه ماشومان، یوه مېرمن او یو سپینږیری شهیدان شوي او د ښځو او د زانګو د ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه نور سخت ټپیان شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو کورنیو او داخلي ناکامیو د پټولو او د عامه افکارو د منحرفولو لپاره، د نړیوالو جنګي جرمونو برعکس، پر بېدفاع افغانانو خپل درانه بمونه اوروي.
د مېرمنو او په خوب د ویده ماشومانو د بدنونو ټوټې کول نه یوازې د هېڅ اسلامي او غير اسلامي قانون او نظامي منشور له مخې د توجیه وړ نه دي، بلکې د دغه رژیم هغه وحشي او توره څېره نړۍ ته په ډاګه کوي چې د واک د بقا لپاره د انسانانو د وینو له بهولو هم ډډه نه کوي.دغه پېښه په نړیوالو حقوقي معیارونو کې د یو بشپړ عیان بشري جنایت او جنګي جرم په توګه پېژندل کېږي. شهیدان او ټپیان شوي وګړي ټول هغه مظلومان او پاخه مسلمانان وو چې په خپلو ساده او خټینو کورونو کې یې د هوسا او امن ژوند خوبونه لیدل. د دوی په ناحقه بهول شوې وینه د افغان مېړني خو مظلوم ولس د هغو قربانیو د لړۍ تسلسل دی چې له لسیزو راهیسې د بهرنیو مغرضو لوبو او د ګاونډي پوځ د کینې خوراک ګرځي.
د کوچنیو ماشومانو ساندې او د بېوسه میندو اوښکې چې د خپلو عزیزانو تر څنګ یې تویولې، د بشریت پر تندي یو تور داغ دی. دغه ولس سره له دې چې هېچا ته یې د زیان رسولو اراده نه ده کړې، خو بیا هم د داسې بېرحمانه او ظالمانه بریدونو ښکار ګرځي چې غږ او بېوزلي یې باید د نړۍ د هر بیداره وجدان او منصف انسان دروازه وټکوي. د افغانستان اسلامي امارت د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خپلو درنو وګړو له سر او مال څخه دفاع د ځان شرعي، اخلاقي او ملي مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې له هېڅ ډول سرښندنې درېغ نه کوي.
زموږ پر اصولو ولاړه پالیسي دا ده چې د هېواد هوايي او ځمکنۍ کرښې د ولس د عزت سرې کرښې دي او پر هغو هر ډول تېری په کلکه غندل کېږي او د خپل ځان د دفاع شرعي حق په هر حالت کې خوندي ساتل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت که څه هم د سیمې د ثبات، د ډیپلوماټیکو رواجونو د پاللو او له خپلو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د رغنده اړیکو غوښتونکی دی، خو دا چاره په هېڅ صورت د کمزورۍ یا د ولس د وینو د هېرولو په مانا نه ده، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه تل په پوره چمتووالي او همت سره د متجاوزینو د مخنیوي او د خاورې د دفاع لپاره د فولادي ډال په څېر ولاړ دي.
موږ پر ټوله نړیواله ټولنه، د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ پر هېوادونو او مشرانو غږ کوو چې د خپلو مادي او سیاسي ګټو پر ځای انساني ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي او د پاکستان د پوځي رژیم دغه مکرر، ظالمانه او وحشیانه بریدونه په رسمي او تر ټولو سختو ټکو په نړیواله کچه وغندي. د دې تر څنګ، دا لازمه او د ولس غوښتنه ده چې د دغو بېګناه او مظلومو قربانیانو د حقونو د اعادې او د اوښتو مالي او ځاني زیانونو د جبران لپاره پر یاد متجاوز رژیم جدي سیاسي او حقوقي فشارونه راوړل شي، ځکه چې د داسې جنایتونو پر وړاندې چوپتیا په سیمه کې د بلې لویې بېثباتۍ او ناورین د رامنځته کېدو لامل ګرځي چې اور به یې ټولې سیمې ته ورسېږي.
د افغانستان اسلامي امارت او د دغې غیورې خاورې ولس به هیڅکله د خپلو شهیدانو د پاکې وینې حساب او د دغه ستر جنایت ابعاد هېر نه کړي. د غلیمانو او متجاوزینو دا ډول بېباکه هڅې د افغان ولس پر عزم او یووالي هېڅ منفي اغېز نشي شيندلی، بلکې د حق په لاره کې د هغوی مقاومت نور هم پیاوړی کوي. له لوی رب عزوجل څخه د پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس، د قربانيانو کورنیو ته د جمیل صبر او ټولو زخمیانو ته د عاجلې او بشپړې شفا غوښتنه کوو.










































