افغانستان یوه مرد خېزه او غیرتي خاوره ده، ولس یې له کومې ورځې چې په اسلام مشرف شوی په خپلې عقیدې همداسې مضبوط او سندان پاتې شوی، چې د همدې مسلمانیت او حقانیت لپاره یې بیلابیلې نذرانې وړاندې کړي، ازمویل شوی، خوږ شوی، کړاوونه یې تېر کړي، د یرغلونو، اشغال، ښکېلاکونو او تاړاکونو کوربه پاتې شوی خو مات شوی او په شا شوی نه دی، دین او داعیه یې نه ده پرې ايښې؛ بلکې یرغلګرو او نابلل شویو مېلمنو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ور کړي دي.
په افغانستان کې د شل کلن اشغال لومړني وختونو وو، مسلمان ټاټوبي یو ځل بیا د بشر دوستانو د وحشتونو او نویو ازموینو انتظار کاوه، سهار او ماښام نه وو معلوم، هرې خوا ته د بمونو تور لوګي پورته کېدل، سوي څړیکې سره ګډې وې، د وینو ویالې بهېدې، تر خټينو نړېدلو دېوالونو به معصوم معصوم هډونه لاندې وو، روژې به په نیمو نیمو شپو ماتېدې، اذان سلګو اخیستی وو، امام به له محراب سره شهید وو، په حجرو کې به بخاري پاڼې پاڼې په وینو لت پرته وه، دا خوني تاراج هغوی راوړی وو چې د انسانیت دعوې یې تر اسمانونو رسېدې، خو دلته هر څه برعکس کېدل.
خو که له یوې خوا دا د اسلام او سپېڅلي شریعت په وړاندې خناسان او شیطانان وو، بلې خوا ته داسې زلمي او رجال هم وو چې د دې شيطانانو د ځالو نړولو، وژلو او د جهنم ژورو کندو ته د ټېل وهلو نیت او وړتیا یې درلوده. جهاد چې د اسلام له اساسي او مهمو ارکانو څخه دی، د امریکا او ملګرو په وړاندې یې د فرض عین حالت کې وو، د جهاد صفوف برابر او د ایمان لښکرې منسجمې شوې، دې صف د اعداد، رباط، قتال او استشهاد مراحل درلودل، او هغه اشخاص ور ته انتخاب کېدل، چې د متعال رب سره یې پخه اړیکه لرله.
دا تحریک یو ځلې بیا د ملا محمد عمر رحمه الله په مشرۍ را پیل شو، چې ګڼ شمېر جهادي مشران یې ملګري وو، له دې ډلې یو هم مرحوم جلال الدین حقاني رحمه الله وو، دا د قربانیو د کورنۍ رهبر وو، د دوو سترو جهادونو له سرلارو څخه وو، دې لوی سړي د جهاد او قتال خلګ وروزل، ورونه، اولادونه، ورېرونه، خپلوان او پردي ټول یې دې د قربانیو ډګر ته راوستل؛ نصیر الدین، بدر الدین، عمر، او حیات الله یې زامن وو او په دې سپيڅلي لار کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.
خو د دې ټولو څخه شهید حافظ بدر الدین تقبله الله جلا، د کمال، کار او زیار سړی وو، د استشهادي صفوفو مخکښ ژڼی وو، حافظ د ۱۴۰۶ کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه وزېږېد، او د خپل پلار تر سیوري لاندې په جهادي روحیه وروزل شو، د ژوند اخلاق، اداب او عقائد یې زده کړل، په منبع العلوم مدرسه کې یې حفظ وکړ او دینې زده کړې یې تر وړې دورې ورسولې، دا چې له شهید سعید سره ستر علمي استعداد او وړتیا وه له همدې کبله په مرحوم جلال رحمه الله هم ډېر ګران وو، او تل به یې ور ته ویل چې زما علمي وراثت به تا ته پاتې کېږي او ته به زما تشه ډکوې.
خو د حافظ شوق او جذبه بل څه وه، د اسلامي امارت په لیکو کې یې څه موده د عادي مجاهد په توګه د جهاد وجیبه ادا کړه، خو د خپل ځراکت او هوښیارتیا له کبله د رهبرۍ له لورې د استشهادي کنډک مسؤل وټاکل شو، چې دا ستر مسؤلیت یې په ډېره مېړانه، خلوص او دیانت سره د شهادت تر سلګۍ پورې ورساوه، د دې مسؤلیت تر څنګ د یو څه وخت لپاره د خوست نظامي مرستیال هم وټاکل شو، حافظ صاحب د استشهاد بڼ کې زرین ګلونه را ټول کړي وو، دا صف یې په ډېر لوړ کمال منظم کړی وو، ډېر قوي، سنجېده او پېچلي عملیات یې طرحه کړل، په کابل، خوست، وردګو او نورو ولایتونو کې یې د اسلام شرمېدلي دښمنان د ابابیلو خوراک او د حیرت په ټال کې وځنګول.
د حافظ صاحب په قیادت ۷۵ اتلوال بریدونه ترسره شوي، چې د کانټینینټل، د خوست امریکايي اډه او د سید اباد بېس بریدونه یې د نمونې په توګه یادولای شو، نوموړی د دې جهادي او استشهادي بریدونو له کبله د امریکايي ځواکونو د مطلوبو اشخاصو څخه شو، خو په شهادت د رسولو او نېولو وس یې نه درلود؛ بلاخره دا مجاهد، د قتال ژڼی او استشهادي رهبر د ۱۳۹۱ کال د اسد په ۳۱ نېټه د امریکايي اشغالګرو په هوايي ډرون ولګېد او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، شهید نور ذره ذره وو، یوازې سینه یې روغه پاتې وه، چې مجاهدینو د همدې سینې پر مټ وپېژانده، دا د شهید سعید برکت او د قران کریم معجزه وه، نحسبه کذالک…
د شهید حافظ د انتقام په بدل کې د هغه له شهادت مخکې د سي ای اې پر دفتر د پلان شوي استشهادي عملیاتو طرحه تطبیق او دا ستره دسیسه د استشهادیانو او مجاهدینو د مېړانې او سرښندنې په برکت شنډه شوه، دا صف همداسې روان پاتې وو او د شهید ارمانونه ژوندي وساتل شول.













































