کله چې داعشي خوارجو یو فلسطینی د اسراییلو پر ضد جنګېدونکو مجاهدینو سره د مرستې له امله وواژه

د ۱۴۳۹هـ ق کال په ربیع الثاني ( یا د ۲۰۱۸ز کال په جنوري) میاشت کې د داعشي خوارجو د سیناء ولایت یوه ویډیو د ”ملة ابراهیم“ تر عنوان لاندې خپره کړه. د ویډیو اصل محتوا له عنوان سره له یوې مخې په تضاد کې وه.

په ویډیو کې هغو کسانو چې ځان یې د ابراهیمي ملت غړي بلل یو کس په دې تور واژه چې د ابراهیمي ملت د سرسختو دښمنانو پر ضد له جنګېدونکو مجاهدینو سره یې د وسلو مرسته کړې وه.

په ویډیو کې ښکارېدل چې یو کس په نارنجي رنګه جامو کې ناست دی او یو خام داعشی له غروره په ډکه لهجه د اسراییلو پر ضد په جنګېدونکې حماس ډلې د تکفیر او ارتداد فتواوې لګوي.

وینا کوونکي داعشي د بندي (موسی ابو زماط) ”جرم“ داسې بیان کړ: ”دا د مجاهدینو [یعني داعشي خوارجو] په صف کې و، خو له مشرکینو سره یې مرسته وکړه او د کتائب عزالدین القسام [د حماس نظامي څانګې] مرتدینو ته یې وسله رسولې ده“.

د ویډیو په پای کې یو بل کس همدا له حماس سره مرسته کوونکی کس په ډزو ولي او وژني یې.

داعشي خوارجو په دې ویډیو سره خپله اصل څېره مسلمانانو ته پخپله روښانه کړه چې دوی د صهیوني رژیم پر ضد د جهادي ډلو تقویه کېدل نه غواړي او هر هغه څوک ”کافر،“ ”مرتد“ او واجب القتل دی چې د صهیوني غاصب رژیم پر ضد له جنګېدونکو مجاهدینو سره مرسته کوي.

د حماس د مجاهد وژونکي څوک وو؟

په ”ملة ابراهیم“ اصدار کې د ویناوال کس نوم حمزة عادل محمد الزاملي (ابو کاظم المقدسي) و، نوموړی له داعشي خوارجو سره تر یوځای کېدو وړاندې د فلسطین په جهادي ډلو کې فعالیت درلود، خو وروسته له خپلو همفکره خوارجو سره یوځای شو. حمزه الزاملي د ۲۰۱۷ز کال په نومبر میاشت کې د مصر په الروضة جومات د برید لومړی درجه مسؤل بلل کېده، په یاد برید کې ۳۰۵ لمونځ کوونکي شهیدان شول.

العربیه رسنۍ د الزاملي د خپلوانو او سرچینو له قوله لیکلي چې نوموړی تر هغه وروسته له غزې د فلسطین رفح ښار ته وتښتېد چې د سوداګریزو ځایونو د لوټلو او د نشه يي توکو د تجارت تور پرې ولګېد. د دارالمعارف په نوم مصرۍ رسنۍ هم ویلي چې الزاملي په فلسطین کې د غلا او جنسي ځورونو په پېښو کې ښکېل و.

الزاملي د ۲۰۲۲ز کال په اګست میاشت کې له منځه یووړل شو. د ”ملة ابراهیم“ اصدار په خپرېدو سره، د الزاملي کورنۍ له نوموړي برائت اعلان کړ.

د موسی ابو زماط قاتل ابو عائشه الدجني (محمد الدجني) نومېده. نوموړی د حماس غړی و او غزه کې یې د طبي خدماتو په برخه کې دنده ترسره کړې وه. خو وروسته له داعش سره یوځای شو. د ”ملة ابراهیم“ اصدار تر خپرېدو وروسته د الدجني کورنۍ له خپل زوی برائت اعلان کړ او د نوموړي دا کار یې مجرمانه وباله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version