کابل کې په هوټل برید د درې‌ خوارجو په هلاکت پای ته ورسېد.

تېره ورځ د کابل ښار په شهرنو سیمه کې سیمه کې درې تنه خوارجو په یوه عام‌مېشتي هوټل برید وکړ، چې یاد درې خوارج پکې هلاک شول او نور چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د افغان حکومت ویاند د برید په اړه ویلی و، چې برید د خوارجو په هلاکت ختم شو او یوازې دوه تنه عام وګړي له بامه د ټوپ‌کولو پر وخت ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ مخکې ننګرهار کې د افغان حکومت استخباراتو له خوا د خوارجو یو پټنځای له منځه یووړل شو او درې خوارج پکې هلاک شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version