چې ټول دلته وی، څه مو وکړل؟

د افغانستان په مورد د امریکا د دفاع وزارت تازه راپور نوې او نابلده خبرې لري.
راپور کې راغلي دي، چې د یوې طرحې له مخې دوی غواړي پر افغانستان له لرې خپل کنټرولیدونکی پوځي هوایي څار زیات کړي او د دې لپاره دلیل دا وایي، چې په افغانستان کې له داعش څخه امریکا ته د ممکنه خطر او برید مخه نیسي.

په راپور کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندان جنرال مایکل کورېلا په استناد دا هم ویل شوي چې د داعش خراسان څانګې خپل بریدونه زیات کړي او بریدونه یې نورو ځایونو ته د غځیدو په حال کې دي، نوموي زیاته کړې ده چې داعش خراسان څانګه به د کال په دې ربعه کې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د خپلې لوړې کچې بریدونو ته ادامه ورکړي.

لومړی خو باید دا واضحه شي، چې د امریکا په ګډون د ناټو د لسګونو هیوادونو په وجود کې د افغانستان پر وجود د سرطان دا دانه (داعش) راپورته شوه او د هغه وخت د دقیقو راپورونو او سترګو لیدلو حالاتو پر اساس دا جوته شوه چې د داعش تر شا په افغانستان کې د مېشتو استخباراتي ځواکونو لاس وو، فرضاً که د یو ساعتکي لپاره ومنل شي، چې داعش د امریکا پروژه نه وه، نو داعش خو د اوس په پرتله هغه وخت زیات قوي وو، چې امریکا او ناټو دلته موجود ول، ولې یې د له منځه وړلو، کنټرول او څار هڅه نکېده؟ ولې اسلامي امارت ته له فتنه ګرو داعشیانو ډک کابل په میراث ورپاتې شو؟

خبره بېرته هماغه ټکي ته ورګرځي، چې د داعش تر شا د امریکا لاس وو او وس هم غواړي چې په داسې خبرو باندې خپلې دې پروژې ته لابي وکړي، داعش په افغانستان کې یو خطر او بو معرفي کړي. امریکا ممکن د داسې ادعاوو پر اساس د ځان لپاره په افغانستان کې د لاس وهنې د لارې د هوارولو اراده هم ولري، خو باید پوه شي چې تجربه شويو ناکامو افشونونو ته لاس وراوږدول هېڅ مانا نلري.

په راپور کې د داعش لخوا د بریدونو د زیادت خبره شوې ده، خو موږ وینو چې څو میاشتې کیږي، داعش غټ برید څه چې د یو چسپکي ماین برید هم نه دی کړی، برعکس پر دوی عملیات شوي او کلیدي مشران یې وژل شوي دي؛ نو امریکا په کوم اساس دا ادعا کوي؟
آیا د دې سوال ځواب هماغه نه دی چې امریکا د خپلې دې پروژې مړاویتوب ناهیلې کړې ده او اوس غواړي په دې کمپاین باندې یې له مړژواندي حالت څخه راوباسي او ژوندۍ یې وساتي، خو این خیال است، و محال است و جنون.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version