په پاکستان کې پوځ تل د «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکي» په توګه معرفي شوی دی. دا جمله په هره وینا، هر درسي کتاب او هر اعلان کې تکرارېږي. خو یوه فکري پوښتنه لا هم پر خپل ځای ده؛ هغه پوښتنه چې د وخت په تېرېدو ورځ تر بلې ژوره او جدي کېږي: ساتونکی کله او څنګه د ملکیت خاوند شو؟
کله چې یو بنسټ، چې اساسي دنده یې د هېواد د پولو ساتنه ده، هماغه بنسټ سړکونه هم جوړوي، پر هغو ټال هم اخلي، بانکونه هم چلوي، سمنټ هم پلوري، بوره هم تولیدوي، هوټلونه هم اخلي، کانونه هم راباسي او د ښارونو پر تر ټولو ارزښتناکو ځمکو د استوګنې ښارګوټي هم جوړوي؛ نو دغه بنسټ بیا یوازې یو پوځي ارګان نه پاتې کېږي، بلکې د دولت په دننه کې پر یوه بل دولت بدلېږي.
دا یوازې یو تور نه دی، بلکې د شمېرو او ارقامو کیسه ده. همدا شمېرې په ډاګه کوي چې د پاکستان پر اقتصاد تر ټولو لوی نااعلان شوی تسلط د چا په لاس کې دی. راځئ وګورو چې د ملي حاکمیت ساتونکي په حقیقت کې پر کومو کاروبارونو بوخت دي؟ په یاد ولرئ، دا یوازې یوه لنډه بېلګه ده!
۱. د فرنټیر ورکس ارګنایزېشن (FWO)
د FWO بنسټ په ۱۹۶۶ کال کې کېښودل شو. د قراقرم لویه لار د دې ادارې له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. خو نن ورځ FWO یوازې د سړکونو جوړولو اداره نه ده پاتې شوې، بلکې د سړکونو له لارې د پیسو ګټلو پر یوه ماشین بدله شوې ده. د لاهور ـ اسلاماباد موټروې په ۲۰۱۴ کال کې د شلو کلونو لپاره د FWO یوې اړوندې کمپنۍ ته وسپارل شوه. ورپسې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د شپږو موټروېګانو د ټال اخیستلو چارې، پرته له علني داوطلبۍ، د لسو کلونو لپاره FWO ته ورکړل شوې. له دغو ټالپلازاوو څخه څومره عواید ترلاسه کېږي، دا جلا بحث دی.
خو که د شلو کلونو لپاره یې اټکل وکړو، نو:
• منځنی ټال: ۲۲۰۰ پاکستانۍ روپۍ؛ ځکه ټول موټرونه له لاهور څخه تر اسلاماباده بشپړ سفر نه کوي، ځینې یې نیمه لار هم وهي. د یوه موټر بشپړ ټال اوس ۱۴۳۰ روپۍ او د ټرېلر ټال ۷۹۸۰ روپۍ دی.
• کلنی زیاتوالی: د ټال په بیه کې ۱۰ سلنه او د ترافیکو په شمېر کې ۳ سلنه زیاتوالی.
د شلو کلونو محاسبه:
د ۲۰۲۶ کال کلنی عاید:
۳۵ زره موټرونه × ۲۲۰۰ روپۍ × ۳۶۵ ورځې = نږدې ۲۸ میلیارده روپۍ کلنی عاید.
موده د کلني عاید اټکل
د ۲۰۱۴ کال پیل نږدې ۶.۳ میلیارده روپۍ
د ۲۰۲۶ کال منځنۍ موده نږدې ۲۸ میلیارده روپۍ
د ۲۰۳۴ کال پای نږدې ۷۶ میلیارده روپۍ
د شلو کلونو ټولټال اټکلي عاید: نږدې ۶۰۰ میلیارده روپۍ، یعنې ۶۰۰ اربه پاکستانۍ روپۍ.
که د ترافیکو شمېر لږ هم فرض کړو، بیا هم دغه عاید له ۳۵۰ میلیارده روپیو کم نه اټکل کېږي؛ او که ترافیک زیات وي، نو له ۹۰۰ میلیارده روپیو هم اوړي. د پلټنې او حساب ورکونې د عمومي ادارې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ راپور د دې ادارې د فعالیتونو ګڼ اړخونه افشا کړل. د ۱۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه روپیو یو قرارداد، چې باید په اتو میاشتو کې بشپړ شوی وای، درې کاله وروسته هم یې اړوند سیستم نه و نصب شوی؛ خو ۸۸ سلنه پیسې یې ورکړل شوې وې.
د ۳۹ میلیارده روپیو ټولټال عواید هېڅ خپلواکې ادارې نه وو ارزولي. درې نیم میلیارده روپۍ د دریو میاشتو لپاره د FWO په واک کې پاتې شوې، خو هېڅ جریمه پرې ونه لګېده. دولس کاله یې حسابونه نه وو تفتیش شوي، پارلماني کمېټې ته یې ځواب نه دی ورکړی او د مرکزي دفتر (GHQ) څخه د اجازې غوښتنه شوې وه، خو یو کال تېر شو او ځواب یې هم ورنه کړ! ایا دې ته حساب ورکونه ویل کېږي؟ ایا دا شفافیت دی؟
د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې FWO د لومړي وزیر په ماڼۍ کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د کانونو او معدني زېرمو په اړه تړون لاسلیک کړ. د دې تړون لومړی پړاو د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت و. یعنې هغه اداره چې د سړکونو جوړولو لپاره رامنځته شوې وه، اوس د هېواد د معدني زېرمو په معاملو کې هم ونډه لري.
دلته یوه ساده، خو مهمه فکري موضوع ده چې باید ورته پام وکړو: کله چې د ټال بیې لوړېږي، د ترانسپورټ لګښتونه هم لوړېږي؛ او کله چې د ترانسپورټ لګښتونه لوړېږي، نو د اوړو، سبزیو او نورو ټولو توکو بیې هم ورسره لوړېږي. په دې توګه د خلکو پر اوږو د اقتصادي فشار بار نور هم درنېږي. د FWO ګټه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خلکو له جیبونو څخه ترلاسه کېږي.
۲. ملي لوژستیکي اداره (NLC)
NLC چې په ۱۹۷۸ کال کې رامنځته شوې، نن ورځ د کراچۍ له بندر څخه تر پپري پورې د ۵۲ کیلومتره رېل پټلۍ دهلېز جوړوي، چې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه پکې کېږي.
دغه اداره د خنجراب له لارې له چین څخه تر متحده عربي اماراتو پورې د مالونو د لېږد بهیر هم پر مخ وړي؛ داسې لېږد چې د ادعا له مخې یې د ۳۰ ورځو پر ځای ۱۰ ورځو ته راکم کړی دی. همدارنګه د یوې پرتګالي کمپنۍ سره د معدني زېرمو د پلټنې تړون هم د همدې ادارې په واک کې دی.
یعنې د هېواد لوژستیکي چارې او د سوداګرۍ د بهیر یوه مهمه شریان د یوه پوځي بنسټ په لاس کې ده؛ هغه بنسټ چې د ملي حاکمیت د ساتونکي په نوم پېژندل کېږي.
۳. د دفاعي کورونو اداره (DHA)
د دفاعي کورو اداره په لاهور کې د فېز ۹ پرزم د ۲۰۸۵ پلاټونو د سپارلو چارې بشپړې کړې دي. د فېز ۱۰، چې نږدې ۱۸۰ زره کناله ځمکه رانغاړي، د ماسټر پلان چارې روانې دي، په داسې حال کې چې د دې پروژې فایلونه له مخکې څخه پلورل کېږي.
ډي اېچ اې په اسلاماباد کې د مارګله انکلیو، ګندهارا ښار او D-13، E-13 او F-13 په څېر سیمو ته هم پراختیا ورکوي. په کراچۍ کې یې د فېز ۸ واټر فرنټ پروژه له تر ټولو ګرانو پروژو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه په ملتان، کوټه، ګوجرانواله او بهاولپور کې هم د نویو پروژو فایلونه وړاندې کېږي.
اصلي پوښتنه دا ده چې پوځ ته دومره ځمکه له کومه کېږي؟
پوځي افسر ته د دندې او رتبې په مناسبت د پلاټونو د ترلاسه کولو زمینه برابرېږي، خو عادي وګړی بیا د ځمکې د اخیستو لپاره د قسطونو په اوږده کړاو کې راګیر وي.
ایا دا د ملي حاکمیت ساتنه ده، که د ځمکو سوداګري؟
۴. فوځي فاونډېشن
فوځي فرټیلایزر د ترو سکرو په وسیله د یوریا د تولید پر یوه داسې پروژه کار کوي چې ارزښت یې ۱.۱۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي. اټکل کېږي چې له ۲۰۳۱ کال څخه به هر کال ۷۱۷ زره ټنه یوریا تولید کړي. مري پټرولیم ادعا کړې چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې د ۲.۶ میلیارده ډالرو په ارزښت سپما کړې ده او اوس تازه خبر دا دی چې فوځي فاونډېشن د پرل کانټینینټل هوټلونو د مالکې کمپنۍ ۱۹.۷ سلنه ونډې د ۶ میلیارده او ۵۵۰ میلیونه روپیو په بدل کې اخیستې دي. یعنې اوس به پوځ هوټلونه هم چلوي. د پاکستان د هوايي شرکت (PIA) د پېرلو په داوطلبۍ کې هم د FFC ونډه اخیستې وه.
دلته اساسي فکري پوښتنه دا ده: کله چې سره، تېل، ګاز، سمنټ، خوراکي توکي او هوټلونه ټول د پوځ تر نفوذ لاندې وي، نو ملکي سوداګر او پانګهوال به څه کوي؟ ایا په پاکستان کې خصوصي اقتصادي سکتور د خپلواک فعالیت او پرمختګ فرصت لرلای شي؟
۵. د پوځ د هوساینې صندوق (Army Welfare Trust)
عسکري بانک له ۷۲۰ څخه زیاتې څانګې او ۹۷۴ ATM ماشینونه لري او په ۲۰۲۵ کال کې یې ۲۲.۸ میلیارده روپۍ ګټه ترلاسه کړې ده. اوس یې د اسلامي بانک په توګه د بدلولو چارې هم روانې دي؛ په بله وینا، هڅه کېږي چې د اسلامي بانکدارۍ بڼه ورکړل شي. د دې ترڅنګ عسکري سمنټ، عسکري د بورې فابریکې په بدین کې، عسکري تخمونه، عسکري ګارډز، عسکري هوايي چلند او عسکري تېل هم د دې ادارې د سوداګریزو فعالیتونو برخه دي.
یعنې پیسې به یې هم خپل بانک اداره کوي، بوره به یې هم خپله فابریکه تولیدوي، امنیت به یې هم خپل ساتونکي برابروي او پټرول به یې هم خپل پمپونه پلوري. ښه نو، د هېواد د ملي حاکمیت ساتنه روانه ده!
دا خو بیا د ټوکې خبره نه ده!
۶. شاهین فاونډېشن، بحریه فاونډېشن، CSD او SCO
شاهین فاونډېشن: د FM 100 راډیو، ښوونځي، اعلانونه او د تېلو پمپونه.
بحریه فاونډېشن: په کراچۍ، لاهور او اسلاماباد کې لوی سوداګریز مرکزونه او پوهنتون.
سي اېس ډي: په ټول هېواد کې ستر سوپرمارکېټونه، چې عادي وګړي هم ترې پېرودنه کولای شي.
اېس سي او: په ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې د موبایل او انټرنېټ له سترو شبکو څخه یوه شبکه.
یعنې هوايي ځواک به راډیو چلوي، سمندري ځواک به سوداګریز مرکزونه جوړوي او ځمکنی پوځ به سوپر مارکېټونه اداره کوي؛ څو په دې توګه د هېواد د ملي حاکمیت ساتنه په ښه توګه ترسره کړي.
اصلي فکري ستونزه: درې ستر تضادونه
لومړی تضاد: مالیه د خلکو، ګټه د پوځ!
د پاکستان پوځ د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په نوم د مالیه ورکوونکو له پیسو څخه لویه برخه ترلاسه کوي، خو ورسره د سوداګریزو فعالیتونو له لارې هم ګټه تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې د ادعا له مخې د دې ادارو پر ګټو او سوداګریزو فعالیتونو د مالیې او حساب ورکونې هغه معیارونه نه پلي کېږي چې پر عادي سوداګرو او خصوصي شرکتونو پلي کېږي.
په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د سیالۍ کمېسیون (Competition Commission) هم ویلي وو چې دولتي اسانتیاوو FWO ته ۳۰ سلنه برتري ورکړې ده. په داسې شرایطو کې خصوصي قراردادیان څنګه کولای شي له دې ادارې سره په ازاد او برابر رقابت کې برخه واخلي؟
دویم تضاد: ځمکه د خلکو، کانونه د پوځ!
په ګڼو مواردو کې د ځمکو د ترلاسه کولو او د هغو د معدني زېرمو د استخراج په اړه داسې ادعاوې مطرح شوې دي چې د عوایدو پر وېش او د دولت پر ونډې جدي پوښتنې راولاړوي. همدا لامل دی چې د معدني زېرمو تړونونه د لومړي وزیر په ماڼۍ کې لاسلیک کېږي، خو د هغو د عملي کېدو او پرېکړو په اړه د FWO او د پوځ د مشرتابه رول هم مطرح وي.
درېیم تضاد: په درېیو کلونو کې د شتمنۍ غرونه!
یو لوی سوداګر، یو مشهور ستوری یا یو بریالی پانګهوال هم په درېیو کلونو کې په اسانۍ سره هغه شتمني نه شي ترلاسه کولای چې یو پوځي افسر یې د تقاعد پر مهال د پلاټونو، فایلونو، DHA، عسکري شرکتونو او سوداګریزو مرکزونو په بڼه ترلاسه کولای شي. نو پوښتنه دا ده چې دا شتمني له کومه راځي؟
دا یوازې د تنخوا په وسیله نه شي توجیه کېدای؛ د دې تر شا د یوه داسې نظام او امتیازاتو شتون مطرح دی چې باید په شفاف ډول وڅېړل شي. د همدې وضعیت له امله د دوی سوداګریز نظام په ښه توګه پر مخ ځي، خو د عامو خلکو اقتصادي نظام له سخت بحران او سقوط سره مخ دی.
پایله: دولت باید بېرته دولت شي!
تر هغو چې پوځ په سوداګرۍ کې ښکېل وي، په سیاست کې یې د مداخلې احتمال هم له منځه نه ځي. تر هغو چې پوځ ځمکې اخلي او پلوري، د پارلمان پر خپلواکۍ او د سیاسي پرېکړو پر بهیر یې د نفوذ پوښتنه هم پر خپل ځای پاتې کېږي. او تر هغو چې د پوځ بودجه او سوداګریز فعالیتونه له بشپړې او خپلواکې پلټنې او حساب ورکونې څخه خوندي وي، د پاکستان د اقتصاد د سمون او اصلاح هیلې به له جدي خنډونو سره مخ وي.
اوس پوښتنه دا نه ده چې ستونزه شته که نه؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې دغه ستونزه به څوک حل کوي؟
پارلمان، چې خپله د همدې نظام تر اغېز لاندې دی؟ عدلیه، چې د همدې ځواک پر وړاندې د خپلواک دریځ د ساتلو له ننګونې سره مخ ده؟ که ولس، چې خپله د همدې نظام د اقتصادي او سیاسي پایلو قرباني دی؟
تاریخ ښيي چې هېڅ بنسټ په خپله خوښه له خپل واک او امتیازاتو څخه لاس نه اخلي؛ بلکې د واک د محدودولو لپاره قانوني، سیاسي او ولسي فشار ته اړتیا وي.
دا کار نه یوازې د یوې لیکنې په وسیله شونی دی او نه د یوې وینا په وسیله؛ بلکې یوې اوږدې فکري او سیاسي مبارزې ته اړتیا لري. د دې مبارزې لومړی ګام همدا دی چې ولس په دې حقیقت پوه شي چې د ساتونکي او مالک ترمنځ څه توپیر دی. اصلي پوښتنه همدا ده: پوځ د دولت د ساتنې لپاره دی، که دولت د پوځ د ساتنې او ګټو لپاره؟ پاتې پرېکړه د لوستونکي ده، وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ.













































