د پاکستان پوځي رژیم دا مهال په کور دننه له سختو او د تاریخ له جدي ننګونو سره مخامخ دی، دا ننګونې د ولس له ناخوښۍ، استبداد او تر پنجاب پورې د دغه هېواد د ټولو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو امکاناتو تړلو څخه را پورته شوې دي. پوځي رژیم، چې په حقیقت کې د یوه مشخص ګوند او کورنۍ په سیاسي میراث بدل شوی دی، نورو ایالتونو او لږکیو ته د دویم لاس وګړو په سترګه ګوري او د بې شرمۍ ځای خو یې دا دی چې د نورې نړۍ او ګاونډیو په سترګو کې په ښکاره خاورې اچوي او ځان د ترهګرۍ قرباني، د بشري حقونو او مساواتو مدافع ګڼي.
د تحریک انصاف مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د همدې دریځ سره د مخالفت په سبب په زندان کې په بد حالت کې دی او پلویان یې هم له نورو غیرګوندي پاکستانیانو سره په ګډه د آزادۍ، حقوقو او عدالت غږ اوچتوي. د هېواد له ګوټ ګوټ څخه را پورته شوي سولهییز لاریونونه پنجابي واکمنو او پوځي رژیم ته دا پیغام ورکوي چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي، نور ولس نه غولېږي او باید د ټولو لږکیو مشروع حقونو ته غاړه کېږدي، په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ له خپرولو او ځان په چالاکۍ سره د ترهګرۍ قرباني ښودلو څخه لاس واخلي.
په نړیوالو رسنیو کې دغو لاریونونو سخت انعکاس موندلی دی او د یوه رښتیني ولسي ځواک نوم یې ورکړی دی. بل اړخ ته بیا پاکستاني رژیم له خپل ټول ځواک سره سره له دې ولسي خوځښت څخه دومره په وېره کې دی چې اسلامآباد ته د ورتګ ټولې لارې یې په کانټینرونو او اغزن تارونو تړلې دي، د دې معنی څه ده؟ دا یو څرګند او پرېکنده پیغام لري، هغه دا دی چې پوځي رژیم نور په ولس کې ځای او اعتبار نه لري، د پاکستان له مسلمان ملت څخه استازولي نه شي کولی، بلکې د امریکا او غرب د پروژو یو شخصي تطبیقوونکی شرکت دی چې ګټه یې د پوځ جنرالان او د نواز شریف د ګوند غړي ترلاسه کوي.
د دغو روانو لاریونونو بل اړخ ډېر مهم او جدي دی، هغه دا چې کنټرول یې نور د پاکستاني پوځ او پولیسو له واکه وتلی دی. دوی به په دې حساسو شېبو کې، طبعاً، خپل پخواني عادت ته لاس اچوي، چې هغه پر نورو د خپلې ملامتۍ بار اچول دي. ډېر احتمال شته چې د لاریونیانو په منځ کې چاودنې او یا هم د ډرون بریدونه ترسره کړي او بیا یې پړه پر افغانستان واچوي، څو یو غشی او دوه ښکاره کړي، لومړی دا چې نړۍ ته وښيي چې د پاکستان ناامني د افغانستان له لوري ده او بل هم په ولس کې دا تبلیغات خپاره کړي چې ګنې د افغانستان حکومت د پاکستاني ولس او لاریونوالو دښمن دی.
ژمنې رسنۍ، ټولنیز فعالان او د پاکستاني لاریون تنظیموونکي باید دغه حساسیت او د پوځي رژیم ناوړه او پټې څېرې ته له دې زاویې ډېر پام وکړي، ځکه همدا د دغه ولسي بهیر او لاریون د مخنیوي بله وروستۍ هڅه ده. تېرو پېښو په بیا بیا ښودلې چې پاکستاني رژیم د خپل ځان د مظلوم ښودلو او په نورو د خپلو ناکامیو د پړې اچولو ډېره اوږده تجربه لري او په جعلي صحنه جوړولو او نړۍ ته د خپل ځان مثبت ښودلو کې له اوچتې روزنې تېر شوی دی.
لاریونوال په دې پوهېږي چې پوځي رژیم د افغانستان په ملت هېڅ وخت رحم نه دی کړی، همدا اوس هم ورباندې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې بېرحمانه بمبارۍ کوي، ماشومان او ښځې وژني، دوی د انسانیت او ګاونډیتوب په نوم کوم اصل نه پېژني.
ځکه خو که داسې احتمالي پېښې رامنځته کېږي، په دې کې افغان حکومت او ولس هېڅ لاس نه لري، بلکې د دوی د حق مبارزې او بریاوو ملاتړی دی، خو دا زېری هم ورکوي چې پوځي رژیم د خپلو دوهمخیو، غلامۍ او د غرب د ګټو خوندي کولو په وروستي سټېج ولاړ دی او نور نه شي کولی چې په فرېب او د نړیوالو سترګو د خاورو اچولو سیاست له لارې خپل پوځي دوام او ګوندي ستراتیژیکې ګټې تأمین کړي، ځکه چې په نړیواله کچه یې خپل اعتبار بایللی دی او خپل تر ټولو مهم ځواک، چې د ولس ملاتړ دی، نور له ځان سره نه لري، ځکه د یوه حکومت پر ځای د یوه قراردادي او استبدادي شرکت په توګه عمل کوي.











































