په افغانستان کې د داعشي خوارجو د ماتې دلائل

مولوي مستغفر الحنفي

 

داعش ډله چې په تکفیر، ناحقه قتلونو او ظُلمونو مشهوره ده، د عراق او شام وروسته یې افغانستان ته توجه وکړه، ترڅو بې ګناه مسلمانان شهيدان کړي، خو په افغانستان کې ډېر ژر او په کم وخت کې د الله ﷻ په نصرت د خپل شیطاني غرور او فعالیتونو څخه وغورځول شوه، او مجاهدينو د سترګو په رپ کې د داعشيانو مشران (رؤساء الشیاطین) د خپلو شومو اعمالو په سزاء ورسول او د ماتې اقرار یې په خپلې خولې وکړ.

موږ به تاسو ته هغه عوامل په ګوته کړو، چې داعشي خوارجو لپاره په افغانستان کې د ماتې سبب ګرځېدلي دي.

 

۱- پردي پاله، خارجي او افراطي مفکوره:

داعشي فکر چې یو اسلام ضده افراطي فکر دی، مسلمانانو او بالخصوص افغانانو ته د منلو وړ نه دی، ځکه داعش د امریکا او اسرائیلو هغه مشترکه پروژه ده چې د خپلو  موخو ترلاسه کولو لپاره ورڅخه استفاده کوي، او د تطبيق محل یې اسلامي هیوادونه دي.

په افغانستان کې داعشیانو هغه مهال ظهور وکړ، کله چې امریکا او ناټو د شکست په درشل کې وو، امریکا غوښتل چې د اسلام او جهاد په نامه د داعش منفورې مفکورې څخه استفاده وکړي او پدې سره خپل ځان د بریا تر منزله ورسوي، خو لله الحمد چې د افغانستان غیرتي ولسونه د امریکا په مکر وپوهېدل او د داعش په خلاف یې د اسلامي امارت د مجاهدينو کلک ملاتړ وکړ، او دا یې خپله وجيبه وګڼله چې د خارجي فتنې په محوه کې به د اسلامي امارت سره بشپړه همکاري کوي.

 

۲ـ د مسلمانانو تكفيرول او شهيدانول:

خوارج د خپل ظهور سره همهاله د مسلمانانو په تکفير یا کافر بللو پیل کوي، چې هر مسلمان ته د کفر جلا جلا القاب استعمالوي.

د کافر، مشرک، مرتد او بدعتي ښکارنده الفاظو فتواوې صادروي او د هغې وروسته یې په شهادت رسوي، خوارجو په ننګرهار او کونړ کې د ماشومانو، سپين ږيرو او د هغه مجاهدينو په شمول چې په امریکایي اشغالګرو یې ځمکه اور ګرځولې وه، ګڼ شمېر بې ګناه مسلمانان په ډیرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.

 

۳ـ مذهب او تقلید شرک ګڼل:

په افغانستان کې تر ۹۹ سلنه هم زیات مسلمانان ژوند کوي، اکثره برخه یې أهل السنة والجماعة عقيدې سره تړاو لري نو په همدې اساس د افغانستان ولسونه د څلورو مشهورو مذاهبو څخه د حنفي مذهب پیروي کوي، او خپل ټول فقهي احکام د حنفي مذهب څخه را اخلي چې تر ډېره بریده په افغانستان کې د يو مذهب چلښت اتفاق رامنځته کړی، مګر داعشي خوارج فقهي مذهب مستقل او جلا دين بولي او مسلمانانو سره په دې بغض او کينه کوي، چې ولې د شرعي نصوصو څخه په خپله استنباط نه کوي او د فقهي مذهب پیروي کوي او تر څنګ یې مشهوره ائمه (امامانو) پسې بد ويل هغه څه دي چې د دوی د خارجیت نور هم په اثبات رسوي.

 

۴- علماء شهيدانول:

داعش(خوارج) هغه خلک دي، چې د امت په غوره خلکو بريدونه کوي، د امت غوره خلک علماء دي چې مسلمانانو ته د سمې لارې لارښونه کوي او د بدو لارو څخه یې منع کوي.

افغانان هغه خلک دي چې د بل هر څه څخه ورته اسلام، علماء او اسلامي شعائر اهمیت لري او سره کرښه یې بولي، نو په همدې اساس د خارجیت فتنې څخه بېزاره او بري دي.

 

۵- مساجدو کې چاودنې کول:

داعشیانو د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو په مساجدو کې د خپل فکري مخالف د ختمولو لپاره انفجارات کوي، دا په ښکاره ډول د شعائر الله بې حرمتي ده او دا کړنه د هغه اشغالګرو پر پل قدم وهل دي، کومو چې د هېواد ديني مدرسې او مسجدونه بمبارول، د خوارجو کار همدا دی چې مسلمان د تلاوت، عبادت او د اذکارو پر مهال شهيد کړي.

 

لنډيز: د داعشي (خوارجو) د باطلې مفکورې سره ټول متدین، اسلامپال، جهادپال او غيرتي ولس نفرت لري، ځکه داعشي (خوارج) د خلافت دروغجنې داعیې په اساس د اسلامي اُمت ډېر بې ګناه علماء، مجاهدين او عام مسلمانان په شهادت ورسول، مګر د کفارو د وحشتونو پر وړاندې چپ پاتي دي، نو په همدې اساس دا لا مذهبه افراطي طائفه په افغانستان او قبايلو کې هيڅکله خپلو شومو موخو او ناوړه اهدافو ته نه شي رسېدلای. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version