په افغانستان کې د اسرائيلو دوه پروژې

طاهر احرار

د ډېرو سر ناخلاصو سرونه به نن خلاص شوي وي.
موږ لا ډېر پخوا ويلي وو؛ چې داعش د لوى اسرائيل لپاره يوه پروژه ده خو ځینو د شک په سترګه ورته کتل!
۱: په فرانس کې د لمر لاندې په سپينه ورځ د مقاومت خلکو اعلان وکړ، چې موږ داعشيان يو او د اسلامي امارت په مقابل کې به جنګېږو، د دوى دا بيانونه عکسونه ويډيوګانې په سوشل ميډيا خپرې شوي او اوس هم موجودې دي.
۲: داعشيان د اشرف غني په وخت کې له مختلفو ځايونو شمال ته انتقال شول، چې له هيچا هم پټه نه ده او حامد کرﺯي دغه راﺯ افشا کړ.
۳: د کابل له فتحې څو ورځې وړاندې هغه داعشي مشران چې د کابل په هوټلونو کې ميلمانه وو او حکومت ساتل، خرچې او مصارف يې ورکول له هوټلونو شمال ته انتقال شول.
۴: د هر ولايت له فتحې سره سم داعشي بنديان له زندانونو بهر او شمال ته لاړل.
دا ټول دا په ګوته کوي، چې د مقاومت جبهې او د داعش ترمینځ ډېرې نږدې اړيکې موجودې دي،
که تاسو د سوريې، عراق حالات مطالعه کړى او هغه راپورونه وګورئ، چې پخپله امريکايانو او اسرائيلي اژانسونو خپاره کړي در معلومه به شي، چې داعش د اسرائيل سره څومره ژورې اړيکې لري او څومره د اسرائيل ګټو ته ژمن دي.
د دې ورځو تر ټولو ﺯړه بوګنونکى خبر دا وو، چې احمد مسعود د اسلامي امارت په خِلاف له اسرائيل د کومک غوښتنه وکړه او هغه راپورونه نور هم يقيني شول، چې مقاومت او داعش يوه پروژه ده، چې اسرائيل يې کلک ملاتړ کوي.
خو افغانان دا نه مني!.
نن د هر پښتون تاجک، اﺯبک، ترکمن، هزاره له خولې يوه خبره راوتله، هغه دا چې موږ د احمد مسعود مُخالفت کوو او نه پرېږدو چې هېواد مو بيا د بل چا د ګټو لپاره نا امنه شي. د خوشالۍ خبر دا ده، چې د اسرائيلو دواړه پروژې خلکو مسترد کړي او په افغانستان کې له منځه تللي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version