پنټاګون او امریکایي استخبارات له افغانستانه د ګواښ په هکله یوه خوله نه دي

امریکايۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مارچ په ۲۴تمه لیکلي چې د امریکا پوځ او استخبارات له افغانستانه پر امریکا د داعش د برید د احتمال په اړه یوه خوله نه دي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال ایریک کوریلا، تېره اوونۍ کانګرس ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل چې د داعش خراسان څانګه په شپږو میاشتو کې دننه د امریکا یا غرب پر ګټو بریدونه ترسره کولای شي.
خو وال سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې د کوریلا له ارزونې سره موافقې نه دي. د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس دفتر په یوه تحلی کې ویلي، داعش پر امریکايي اهدافو د برید نیت لري، خو في الحال وړتیا ورسره نشته.
د ملي استخباراتو رئیس، ډګر جنرال سکاټ بیریر، وايي، ”موږ ارزوو چې زموږ خاورې ته في الحال کوم حتمي ګواښ نشته. ممکن زموږ پر خاوره د برید اراده موجوده وي، خو داسې موثق ګواښ نشته چې ګوته ورته ونیسو او ووایو چې په نږدې راتلونکې کې یې د ترسره کېدو امکان شته“.
بیریر ویلي چې د امریکا په نسبت زیات ګواښ اروپا ته متوجه دی.
وال سټریټ ژورنال لیکي، اسلامي امارت تر بریا وروسته د داعش سلګونه افراد وژلي او د پرلپسې بریدونو له امله دا ډله د فرار په حال کې ده، همدې ته په کتلو یو امریکایی چارواکی وايي چې داعش ډله پر بهرنیو اهدافو د برید وړتیا د اوس لپاره نه لري.
ورځپاڼې د مرکزي قومندانۍ د قومندان له قوله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې دننه د اطلاعاتو راټولولو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ ده. زیاتره استخباراتي معلومات اوس د مخبرینو د محدودو شبکو او بې پیلوټه الوتکو له لارې راټولیږي، خو د بې پیلوټه الوتکو ۸۰٪ وخت له خپلو بېسونو افغانستان ته په لاره تیریږي او یوازې ۲۰٪ وخت په افغانستان کې څار کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version