پنجاب کې د پاکستاني پوځ د هوايي ځواک پر مرکز برید شوی

د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي ښار کې د پاکستاني پوځ د هوايي ځواک پر یوه مرکز په برید کې د ګڼ شمېر عسکرو د وژل کېدو ترڅنګ «لسګونه» الوتکې زیانمنې شوې دي.

 

د راپورونو له مخې، پر یاد مرکز برید تېره شپه ناوخته پیل شوی و او نږدې ۱۹ ساعته یې دوام درلود. د برید مسؤلیت د تحریک جهاد پاکستان په نوم د پاکستاني رژيم پر ضد جنګېدونکي تنظیم منلی دی.

 

ویل کیږي چې دا برید نهو جنګیالیو ترسره کړی او لسګونه پاکستاني پوځیان یې وژلي دي. د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې څلور لوړپوړي پوځي چارواکي هم شته.

 

که څه هم د پاکستاني رژیم پوځ تر دې دمه د وراوښتو زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو د پاکستان د جهاد غورځنګ وايي چې د دېرشو الوتکو ترڅنګ یې د مرکز رادار سیسټم هم له کاره غورځولی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version