وَ اُولُوا الْعِلْمِ قآئِمًا بِالْقِسطِ

طاهر احرار

له صحابه کرامو يې را واخلئ، تابعين، تبع تابعين، د دين لپاره، او د دين له وجې مو قرباني روانه ده، دُښمن مو هر وخت چهره بدلوي، کله په يو رنګ او کله په بل رنګ راځي، کله مو د خوارجو په شکل کې حضرت عثمان، حضرت علي (رضوان الله تعالى علیهم) په شهادت رسوي او کله مو د بغاوت په شکل کې امام حسين او اهل بيت په شهادت رسوي، کله د امام ابوحنيفه (رح) جناﺯه له زندانه راوځي او کله د امام احمد بن حنبل (رح) جناﺯه په سترګو ویني، کله مو تاتاريان په عراق کې وينه تويوي او کله مو فرنګيان په هند کې د وینو تویولو کوښښ کوي، کله مو روسان دين او خپلواکي را نه اخلي او کله مو امريکايان بمباروي.
خو خداى (جل جلاله) فرمايي: ( واولو العلم قائما بالقسط)
علماء به په حق باندې قائم وي، هيڅوک، هېڅکله به هم له خپلې مدعى تېر نشي.
شهادت ته په خندا ورځو (اولئک ابائي فجئنا بمثلهم)
دا چې سبا ورځ د اسلام د لوى داعي، د حنفي مذهب د علماء د ديوبند ترجمان محدث العصر حضرت اقدس علامه شيخ رحيم الله (حقاني) تلين دى، کوم چې د داعشي خوارجو په يو نا مرده حمله کې په شهادت ورسېد، له بلې خوا مو خبر واخیست، چې په باجوړ کې يو ځل بيا د خوارجو په حمله کې په لسګونو علماء په شهادت ورسېدل، دا يوه نه جبرانېدونکې پېښه ده.
اسلامي امارت او د نورو اسلامي هېوادونو مشران دې د علماوو امنيت ته ځير شي او هغه خوارج چې د علماوو په شهادت تورن دي، له خپلې سزا سره ﺯر تر ﺯر مخامخ کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version