هندۍ رسنۍ: د امریکا پوځ افغانستان کې داعش ’تمویلوي‘

یوې هندۍ رسنۍ د خپلو سرچینو له خولې لیکلي چې د امریکا پوځ په افغانستان کې له داعش ډلې سره همکاري کوي.

د انډیا ټایمز په نوم هندۍ رسنۍ نن په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، پر امریکايي پوځ باندې په افغانستان کې د داعش د وسله وال کولو تورونه شته.

د یادې رسنۍ په خبره، تورونه شته چې د افغانستان خاورې ته په ناپېژانده چورلکو کې وسلې لېږدول کيږي. سرچینې وايي دا چې امریکا او ناټو په بشپړ ډول د افغانستان د فضا واک په لاس کې لري، پر دې یقین پیدا کیږي چې امریکا او ناټو په دې پروازونو کې لاس لري، او یا د دې الوتنو مخه نه نیسي.

تر دې وړاندې، روسیې هم په وار وار ویلي و چې په افغانستان کې داعش ډلې ته ناپېژانده چورلکې وسلې غورځوي. خو امریکايي پوځ او ناټو داسې ادعاګانې رد کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم امریکا په افغانستان کې د داعش په تقویه کولو تورنه کړې. نوموړي له الجزیره ټلوېزون سره په یوه مرکه کې ویلي و، ”زما په نظر، داعش د امریکا تر نظامي، سیاسي، او استخباراتي موجودیت لاندې راپورته شو.“

د پخواني ولسمشر تر څنګ، طالبان او ګڼ شمېر نور کورني چارواکي هم امریکا او کابل حکومت د داعش تمویلوونکې او تقویه کوونکې بولي. دا ادعاوې هغه وخت نورې هم زیاتې شوې کله چې تېر کال د کابل حکومت چورلکو په جوزجان کې نږدې ۲۰۰ داعش جنګیالي له طالبانو وژغورل او مصؤنو ځایونو ته یې انتقال کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version