هغه صحابې چي شهيده شوې سترګه يې د رسول الله په دعا سره جوړه شوه

محمود عبدالرحمن الحقاني

د ” أحد ” د غزا په ورځ يې په ميړانه أو کامل شجاعت سره د کفارو پر وړاندي مبارزه وکړه، کله چي جنګ زور واخيست أو جګړې شدت و موند أو مسلمانانو يو قسم ماتې و خوړه، مشرکينو دغه وخت فرصت وباله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم شهيد کړې، أو دا هغه صحنه وه چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره محدود أو لږ صحابه ئي کرام پاته وه، أو دغه صحابي رضي الله عنه هم پکښې وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم ليندې/کمان ورته ورکړه، دغه صحابي رضي الله عنه دومره غيشې په وويشتل چي نور غشې نه ورڅخه ويشتل کيده أو خرابه شوه، کله چي ليندې خرابه شوه أو بله کومه أسلحه نوه ورسره چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم دفاع پرې وکړي نو خپل جسد يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم و مخ ته سپر کړ تر څو چي په خپل جسد سره هغه غيشې و ګرزوې کوم چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم و جهت ته را روان وي آن تر دي چي يو غيشۍ يې پر سترګه ولګيد أو د سترګو تور يې پر مخ را و بهيده، کله چي نورو صحابه ئي کرامو وليد مشوره يې ورکړه چي قطع کول ئي بهتر دي قطعه به يې کړو، مګر دغه صحابي خپله را ځړيدلې سترګه په لاس کي را واخيستله أو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى، کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد، زړه مبارک يې ډير درد وکړ سترګې مبارکې ئي أوښلنې شوې أو دا دوعا يې ورته وکړه ” يا ألله ده خپل په مخ سره ستا د نبي مخ وساته، ته يې سترګه جوړه روغه کړه أو د دواړو سترګو هغه ښه سترګه يې وګرځوه أو تيز نظر ورکړه”

الله رب العزت د خپل حبيب صلى الله عليه وسلم دوعا قبوله کړه أو د هغه صحابي سترګه جوړه شوه أو له دواړو سترګو ښائسته سترګه يې شوه.

پوهيږئ چي دا صحابي څوک وو؟

دا صحابي ” قتادة ابن نعمان رضي الله عنه” وو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version