ننګرهار د داعشي وحشت په لمبو کې

له تیرو څو ورځو راهیسي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله وال په پرلپسي ډول پر ولسي سیمو بریدونه کوي او د کلیوالو تر وژلو وروسته د هغوي کورونو او شتمنیو ته اور اچوي.

د داعش دا کړنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې په ننګرهار ولایت کې په یوه قول اردو سربیره په لسګونوزره نور پوځي ځواکونه او امنیتي سرتیري شتون لري.

دولتي چارواکي او د هغوی بهرني حامیان د ولسي خلګو پر خلاف د داعش دا وحشت په سترګو ویني خو په اړه یې بي تفاوتي غوره کړې.

د هیواد په بیلابیلو برخو کي د امنیتي پیښو په اړه د امریکایانو او د هغوی د تحت الحمایه حکومت دې چلند له عام ولس سره یولړ پوښتنې را پیدا کړې.

ولس دا پوښتنه کوي چې ولي د هیواد جنوب ، فراه او هلمند ولایتونو ته امریکايي ځواکونه د امنیت د ټینګښت په پلمه د ګډ حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له خبرتیا پرته ځان رسوي او هلته د طالبانو په خلاف په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي، خو په ختیځ کې بیا په داسې حال کې چې داعش وسله والو عملا د سیمو په لاندې کولو سره د ولسي خلګو په خلاف پراخه جګړه پیل کړې، هغوي وژني او کورونه یې ورته سوځوي مګر امریکايي او ناټو پوځیان ورباندې ځان هم نه خبروي او نه يي دولتي ځواکونه په اړه غبرګون ښيي؟ چې د هیواد د جنوب او ختیځ په اړه د امریکايي ځواکونو او د هغوي د تحت الحمایه حکومت د غه دوه رنګه تعامل ریښتیاهم حیرانوونکې او د پوښتنې وړ دی.

داعش وسله وال چې د ولسي جرګي د مرستیال ظاهر قدیر په وینا د نظام د لوړ پوړو چارواکو په دستور خپله د نظام له لوري تجهیز او تمویلیږي د ننګرهار په اړونده ولسوالیو کې یاد تخریبي عملیات په داسې ډول سره تر سره کوي لکه مخکي ترمخکي چې یې د امریکايي او افغان دولتي چارواکو له لوري د
عدم تعرض او نه غبرګون ډاډ ترلاسه کړی وي.

واقعیت خبره دا ده چې د داعش په نوم تخریبي پدیده په افغانستان کې د امریکايي اشغال د تبریر او توجیه لپاره را پیداشوې او د هغوي په لاس د جوړشوي ملي یووالي په نوم حکومت لخوا په مستقیم ډول تمویلیږي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسي خلګو په وړاندي د داعش د وحشیانه کړنو ترسره کول او په وړاندې د امریکايي او دولتي چارواکو مطلق سکوت د دې ادعاء ښکاره ثبوت دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version