نایجیریا کې د ماین چاودنې نږدې ۵۰ داعشیان وژلي

د نایجیریا په بورنو ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې نږدې ۵۰ داعشیان وژل شوي دي.

د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، سرچینې وايي چې داعشیان په دوو غټو موټرونو کې سپاره وو او د بورنو ولایت ارینا مسالاچي کلي ته نږدې ماین پرې چاودنه وکړه او پکې سپاره زیاتره کسان ووژل شول.

د سرچینو په خبره، ماین لومړی د مخې پر موټر وچاودېد، د هغه له چاودل کېدو سره سم دویم موټر چې نږدې ورپسې روان و هم وسوځېد. د مړو شمېر د ۵۰ شاوخوا ښوول کیږي.

د یادونې وړ ده، په نایجیریا کې د داعشي خوارجو د غربي افریقا څانګه فعاله ده او په بورنو ولایت کې پراخ حضور لري. د سیمې خلک فکر کوي چې ممکن پر داعشیانو هغه ماین چاودنه کړې وي چې دوی پخپله ایښی و.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version